د پښتو څېړنو بین المللي مرکز د تأسیس د څلوېښتمې کالیزې (۱۳۵۵ – ۱۳۹۵ل.) د مقالو ټولګه چاپ شوه
د افغانستان د علومو اکاډمي د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د څلوېښتمې کاليزې په مناسبت په ۱۳۹۶ل. کال په راجوړې شوې نمانځغونډه کې د اورول شوو مقالو تولګه د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له خوا د وزیري کچ په ۱۶۷ مخونو کې چاپ شوه.
دا تولګه د پښتو څېړنو بين المللي مرکز د تأسيس هدف، د مرکز چاپ آثار، د مرکز ناچاپ آثار، د مرکز جوړ کړي سيمينارونه، له پښتو څخه نورو او له نورو ژبو څخه پښتو ته د آثارو ژباړل، خپرول او چاپول؛ د پښتو ژبې او د پښتنو د اتنيک، تاريخ، ادب، اقتصاد، ټولنپوهنې او هنر په باب د څېړنو په اړه هر اړخیز معلومات راکوي او په دې توګه.مو د یاد مرکز له څلوېښت کلن علمي سفر څخه خبروي.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....
