د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته سفر
څلورنۍ /چهارشنبه د ۱۴۰۵ ل کال د تلې/میزان ۱۵مه (د ۱۴۴۸ هجري قمري کال د ربیعالثاني ۲۴مه) د اوزبېکستان د مسلمانانو ادارې د لومړي معاون او په معاصرو اسلامي علومو کې د امام مرغیناني رحمه الله علمي میراث او مقام، بین المللي علمي ـ څېړنیز کنفرانس ته د راغلي علمي وفد د مشر ښاغلي حامد جان ایشمت بیکوف د علومو اکاډمۍ د ژباړې او تدقیق مرکز او د کنفرانس د عالي کمیسیون رئیس شیخ الحدیث محمد عزیز الله مظهري صاحب په ملتیا، بلخ ولایت ته د خپل سفر پر دوام نن په مزار شریف ښار کې د خیرالمدارس امام بخاري رحمه الله له نوې جوړېدونکې جامعې څخه ـ چې دا مهال یې د رغونې چارې جریان لري ـ لیدنه وکړه. ورپسې یاد پلاوي حیرتان ته نږدې د لومړني امارت د طلباء کرامو له ډله ییزې مقبرې څخه هم لیدنه وکړه او د شهداو په حق کې یې دعا وکړه. د سفر د پروګرامونو تر بشپړېدو وروسته، د اوزبېکستان علمي وفد د افغان لوري لخوا په پوره درناوي او خیر سره خپل هېواد ته رخصت شو.
