د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د زمري او وږي میاشتې دوه ګڼې چاپ شوې

Ezatullah_admin
Wed, Oct 14 2026 11:12 AM
د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال  د زمري او وږي میاشتې دوه ګڼې چاپ شوې

زېری د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټيټيوټ د علمي خپرنيز ارګان په توګه له نن څخه نهه اتيا (۸۹) کلونه وړاندې په (۱۳۱۶ل.) کال کې تأسيس شوی دی چې دمګړۍ يې درېيمه خپرنيزه لړۍ روانه ده. په دې جريده کې علمي، ادبي، ژبني او فرهنګي مقالې او مطالب خپرېږي چې د اکاډمۍ د استادانو تر څنګ په کې د پوهنتونونو د استادانو، زده کړيالانو او همدا ډول په هېواد او نړۍ کې د نورو پښتو څېړونکو او ليکوالو مقالې ځای لري.

د روان (۱۴۰۵ل.) کال د زمري او وږي مياشتو په دوه ګڼو کې د خپرو شوو مقالو ليکلړ يې په لاندې ډول راوړو. 

د زېري جريدې د ۱۴۰۵ل کال د زمري او وږي مياشتو په ګڼو کې خپرې شوې مقالې

۱. له سوسوره تر چومسکي (له رغښتوالې تر پس رغښتوالې) / پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار

۲. په په پښتو ژبه کې د ماشومانو ادب / پروفيسور محمد نواز طائر؛ ژباړن: محمدالله ساپی

۳. تيوري ولې غلطېږي؟ / نعمت الله صديقي

۴. د پښتو او دري وييزي مشترکات / پروفيسور سيال کاکړ؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۵. صديق خټک صاحب ديوان کلاسيکي شاعر / ميا وکيل شاه فقيرخېل

۶. ادبيات څه ډول کلتوري پرمختګ ته انعکاس ورکوي؟ / دوکتور مسعود پښتون

۷. د کاظم خان شيدا د يوه شعر وضاحت / پروفيسور دوکتور حنيف خليل

۸. د کاظم خان شيدا د جمال نظريه (۱) برخه/ پروفيسور دوکتور حنيف خليل

۹. په بيهقي تاريخ کې د پښتو څو دوديزې کلمې (۱) برخه / اکاډميسن پوهاند عبدالشکور رشاد؛ ژباړن: څېړندوی بشرمل زرغون

۱۰. د ګوجري ژبې پېژندنه / دوکتور سميع الدين ارمان

۱۱. د اوسنۍ شاعرۍ وجودي او رواني بېلګې / طالب منګل

۱۲. علم خانه د دانش (د کليله او دمنه بشپړ تاريخ)/ پروفيسور دوکتور محمد زبېر حسرت

۱۳. پښتو په عربي ليکدود کې / مراد لايق

۱۴. اومان، سوما، کلپالتا / دوکتور مير حسن خان اتل

 

يادونه:

د يادې جريدې دا ګڼې تاسو په بشپړ ډول له لاندې تړوني (لينک) څخه لوستلای او ښکته (ډاونلوډ) کولای شئ.

https://asa.gov.af/ps/zairy_journal

تاسو کولای شئ چې دا ګڼې د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو له رياست له کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړئ.

د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیب کړئ.

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS