د علمي ـ څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي ـ تخنیکي علومو معاونیت د طب مرکز په پام کې لري چې (په معاصر طبابت کې د نویو ټکنالوژیو ونډه) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس ترسره کړي.
له همدې امله له ټولو استادانو، څېړونکو، علمي کادرونو او د لوړو زده کړو محصلانو ته په درنښت بلنه ورکول کېږي چې د یاد سیمینار له موضوع سره سم خپلې علمي ـ څېړنیزې مقالې د علومو اکاډمۍ ته راواستوي.
د مقالې وروستۍ سپارلو نېټه د لړم/عقرب میاشتې ۳۰مه نېټه ده.
د اړېکې شمېرې:
0700163340 0202201239
برېښناليک:
dr.Abdulraheem111@gmail.com
د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولی شئ....
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
Documents
د مقالو عنوانونه، او د لیکلو شرایط او اصولعناوین، شرایط و اصول نگارش مقالات
