‏د قرآن کریم د نزول د تجلیل علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
Thu, Nov 19 2026 9:46 AM
‏د قرآن کریم د نزول د تجلیل علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

‏یاده ټولګه د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په ۲۹۵ مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوې ده. په دې اثر کې د هېواد د پوهانو او څېړونکو ۱۲ علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي، چې د قرآن کریم د نزول د تجلیل، د قدر شپې، د روژې، د قرآن کریم د لارښوونو، د فرد او ټولنې د روزنې او نورو اړوندو موضوعاتو بېلابېل علمي او څېړنیز اړخونه رانغاړي.

‏د «قرآن کریم د نزول تجلیل» تر عنوان لاندې د دغه علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړېدل د قرآن کریم د نزول (ستر الهي نعمت) د یادونې، د هغه د عظمت او معنوي مقام د څرګندولو او د بشریت په هدایت او د انسانانو په فکري، اخلاقي او ټولنیز ژوند کې د قرآني لارښوونو د ارزښت د روښانولو په موخه ترسره شوي دي. د قرآن کریم نزول د بشریت لپاره د الهي هدایت، د حق او باطل د بېلتون او د فرد او ټولنې د اصلاح او روزنې ستر اساس دی. له همدې امله، د دغه کنفرانس اساسي موخه یوازې د قرآن کریم د نزول یادونه نه، بلکې د هغه د لارښوونو، احکامو، حکمتونو او روزنیزو پیغامونو علمي څېړنه او د ټولنې په ژوند کې د هغو د عملي ارزښت څرګندول هم دي.

‏د کنفرانس د مقالو سرلیکونو ته په کتو، په دې علمي غونډه کې د قرآن کریم له بېلابېلو اړخونو سره تړلې مهمې موضوعګانې څېړل شوې دي؛ لکه د قدر شپې فضیلتونه او آداب، د روژې حکمتونه او روزنیزې ګټې، له قرآن کریم سره د مسلمان آداب او د هغه غوښتنې، د قرآن کریم په رڼا کې د فقر د کمولو لارې چارې، د انسان او ټولنې په روزنه کې د قرآن کریم ونډه او د قصص القرآن ځانګړتیاوې. دغه موضوعات څرګندوي چې قرآن کریم یوازې د تلاوت او عبادت کتاب نه، بلکې د انسان د فردي او ټولنیز ژوند لپاره د بشپړې لارښوونې، روزنې او اصلاح الهي سرچینه ده.

‏د دغه ډول علمي ـ څېړنیزو کنفرانسونو اهمیت په دې کې دی چې د قرآن کریم د مفاهیمو او لارښوونو په اړه د علمي څېړنو او بحثونو زمینه برابروي، د قرآني علومو د پراختیا، د تدبر او تفکر د فرهنګ د پیاوړتیا او د اسلامي ارزښتونو د خپرېدو لامل ګرځي. همدارنګه، د فردي او ټولنیز ژوند په بېلابېلو برخو کې د قرآني لارښوونو د عملي کولو اهمیت څرګندوي او د پوهانو او څېړونکو ترمنځ د علمي تجربو او څېړنیزو موندنو د شریکولو زمینه برابروي.

‏په دې ټولګه کې لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي:

‏1\. د ارزښتونو شپه — څېړندوی اسدالله میاخېل

‏2\. إحياء شب قدر و آداب آن در پرتو فقه اسلامی — محقق محمد کریم ادیب

‏3\. رمضان تربیتگاه پرهیزگاران — سرمحقق نورالحق عزیزی

‏4\. د فقر په کمولو کې د قرآن کریم د لارښوونو ونډه — څېړندوی سمیع الله صاحبزاده

‏5\. نقش هدایات قرآن کریم در کاهش فقر — محقق کمال نوری

‏6\. له قرآن کریم سره آداب — څېړنیار رفیع الله نور

‏7\. د قدر شپې رڼول او آداب یې — څېړندوی عصمت الله رحمتزی

‏8\. له مسلمان څخه د قرآن کریم غوښتنې — څېړنوال محمد امان رسولي

‏9\. نقش قرآن کریم در تربیت انسان — معاون سرمحقق عبدالحمید وفا

‏10\. پژوهشی پیرامون برخی حکمت‌ها و فواید روزه — سرمحقق ویس‌الدین حماد

‏11\. نقش قرآن کریم در تربیت فرد و جامعه — سرمحقق محمد کبیر مشفق

‏12\. د قرآن کریم د کیسو ځانګړتیاوې — څېړنوال عبدالرحمن حامد

‏په ټوله کې، دغه ټولګه د قرآن کریم د نزول د تجلیل په تړاو د علمي او څېړنیزو هڅو یوه ارزښتناکه مجموعه ده، چې د هېواد د پوهانو او څېړونکو علمي لیدلوري، څېړنې او موندنې په کې راټولې شوې دي. تمه ده چې دغه اثر به د قرآني علومو د مطالعې او څېړنې، د قرآن کریم د لارښوونو د لا ښه پېژندنې او د هغو د فردي او ټولنیزو اغېزو د روښانولو په برخه کې د علمي او اکاډمیکو بنسټونو، استادانو، څېړونکو او د قرآني علومو د مینه‌والو لپاره ګټور علمي مأخذ وګرځي.

‏دا اثر د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لوري په هېواد کې د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس «د قرآن کریم د نزول تجلیل» د مقالو ټولګه ده، چې د یاد مرکز د علمي غړي څېړندوی احسان الله حلیمي تر اهتمام لاندې چاپ شوې او نوموړي یې د علمي ارزښت په اړه سریزه هم لیکلې ده.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-11/Celebrating%20the%20Revelation%20of%20the%20Holy%20Quran_1.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولای شئ.

د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۷۰۹۶۰

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS