د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې اغېزې

Ezatullah_admin
Sun, Sep 06 2020 10:06 AM
«علمي ـ څېړنیز کنفرانس» کابل: د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې د اغېزو تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا له خوا وړاندې شو. د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د هند او پاکستان د نظامي سیالیو د لاملونو او مختلفو اړخونو څېړل، د سیمې د هېوادونو او افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو د یادو سیالیو د اغېزو روښانه کول او د زیانونونو د مخنیوي په موخه یې

«علمي ـ څېړنیز کنفرانس»

کابل: د هند او پاکستان نظامي سیالۍ؛ پر سیمه او افغانستان یې د اغېزو تر عنوان لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس د روان لمریز کال د سنبلې د میاشتې په ۱۵مه نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز د علمي غړي څېړندوی ضیاءالحق ضیا له خوا وړاندې شو.

د دې کنفرانس د وړاندې کولو موخه د هند او پاکستان د نظامي سیالیو د لاملونو او مختلفو اړخونو څېړل، د سیمې د هېوادونو او افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي حالاتو د یادو سیالیو د اغېزو روښانه کول او د زیانونونو د مخنیوي په موخه یې د حل لارو وړاندې کول و.

د کنفرانس په پایله کې ثابته شوه چې د هند او پاکستان نظامي سیالۍ د ګڼو اړخونو په خپلولو سره پراخې شوې او د اوږدمهالو سیالیو شکل یې خپل کړی دی چې له امله یې د سیمې امنیت او ثبات زیانمن شوی، د اقتصادي پرمختګ مخه نیول شوې، د سیمه ییزو همکاریو د سازمانونو د جوړېدو پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي او د افغانستان ملي امنیت، سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختیاوې یې تر سیوري لاندې راوستلې دي.

دا کنفرانس د پورته ستونزو د حل په موخه د اړینو وړاندیزونو او حل لارو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېده.