رمضان او د نفس اصلاح علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

Ezatullah_admin
Sun, Oct 18 2026 9:38 AM
رمضان او د نفس اصلاح علمي ـ څېړنیز کنفرانس د مقالو ټولګه چاپ شوه

دا ټولګه د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت اړوند د تفسیر او حدیث مرکز له لورې د هېواد په کچه د جوړ شوي علمي ـ څېړنیز کنفرانس «رمضان او د نفس اصلاح» تر سرلیک لاندې د مقالو ټولګه ده، یاد اثر د تفسیر او حدیث مرکز د علمي غړي څېړندوی صالح محمدفرید تر اهتمام لاندې چاپ او د ارزښت په اړه یې نوموړي علمي سریزه هم لیکلې ده.

دغه اثر د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست له لوري په (۳۷۰) مخونو کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.

په دې ټولګه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس وینا، د اسلامي علومو د مرستیال وینا او د هېواد د پوهانو او څېړونکو (14)سرلیکه علمي ـ څېړنیزې مقالې شاملې دي. لیکوالانو او څېړونکو د موضوع بېلابېل اړخونه څېړلي دي، د رمضان او نفس د اصلاح په اړه یې علمي او ارزښت لرونکې مقالې لیکلي او په خپلو مقالو کې یې د رمضان او نفس د اصلاح مختلف ابعاد او اړخونه څرګند او بیان کړي دي.

د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-10/Ramadan%20and%20Self-Purification.pdf

يادونه: دا کتاب د علومو اکاډمي له اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست له کتابپلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ. د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیبولئ شئ....

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Latest news

Tue, Jul 28 2026 10:42 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS