د افغانستان-ازبکستان د ګډ سوداګریز بازار فرصتونه، ننګونې او د هغو حل لارې
د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د اقتصاد انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد له لوري (د افغانستان-ازبکستان د ګډ سوداګریز بازار فرصتونه، ننګونې او د هغو حل لارې) تر سرلیک لاندې په 27/5/1405ل نېټه علمي – څېړنیز سیمینار وړاندې شو.
په دغه علمي سیمینار کې په یاد سوداګریز بازار کې د افغان سوداګرو لپاره په شته فرصتونو او د دوی په ستونزو بحثونه مطرح شول. همدارنګه د دغو بازارونو د اهمیت په اړه یادونه وشوه چې د پانګونې په جذب او د اړوندې برخې د زیربناء په پراختیا کې اغېزناکه رول لري. همدارنګه د اقتصادي ودې او پرمختیا سره مرسته کوي، د نوښتونو له پراختیا سره مرسته کوي، د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پراختیا کې رول لري، سیمه ییز ادغام سره مرسته کوي، د کمپنیو او سوداګریو تولیدي وړتیاوې لوړوي او همداسې نورې ډېرې ښېګڼې لري.
په دغه بازار کې د ازبک تولید لپاره غوره مارکیټ ایجاد شوی او ډېر افغان پېرېدونکي یې جذب کړي چې اړوند بازار کې تر ۲۷۵ هټۍ د ازبکستان لوري په واک کې او تر 88 پورې یې د افغان سوداګرو په واک کې دي.
د دې او نورو اساسي او مهمو موضوعاتو سربیره د شته ستونزو په اړه بحث وشو چې د ستونزو د حل او د دغه بازار د لا موثریت په موخه دوه اړخېز ځانګړی هوکړه لیک لاسلیک کول، چې په وسیله یې باید د دغه بازار د سوداګرو د ثبت ګډ ډیټابېس رامنځته او د دوی لپاره د یو کلن یا شپږ میاشتني بازار ته د اجازې (پاس) صادرول او په سرحد کې د چټک تګ راتګ ځانګړې لار جوړول، د مشتریانو او سوداګرو د رضایت او د دوه اړخېزو سوداګریزو ګټو په نظر کې نیولو سره په دغه ګډ بازار کې پلور، پیر، د کرنسۍ د تبادلې او د افغانیو د چلښت او نورو اړوندو موضوعاتو د ارزونې ګډه هر اړخېزه دایمي کمېټه رامنځته کول مهم او اساسي مباحث دي.
همدارنګه د افغانستان بانک او د ازبکستان مرکزي بانک ترمنځ د اسعارو د تصفیې تړون رامنځ ته کول؛ په ګمرک کې د واحدې کړکۍ خدمتونو سیستم، د وار له مخې د اسنادو ثبت سیستم او نورو مدرن خدمتونه پلي کول او په سرحدي نقطه کې نور لازم تسهیلات رامنځ ته کول هغه څه وړاندېزونه دي چې په بازار کې د سوداګرۍ له پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مؤثر تمامیږي.
د ارزونې کمېټې له لوري یاد سیمینار د رایو په اتفاق سره تائید شو او له څېړونکي څخه یې د موضوع د ټاکلو او په ټاکلي وخت د وړاندې کولو په برخه کې ستاینه هم وشوه. غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د سیمینار سلایډونه په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ.
د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیب کړئ.
https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L
