د افغانستان-ازبکستان د ګډ سوداګریز بازار فرصتونه، ننګونې او د هغو حل لارې

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۲:۵۵
د افغانستان-ازبکستان د ګډ سوداګریز بازار فرصتونه، ننګونې او د هغو حل لارې

د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت، د ټولنیزو علومو مرکز اړوند د اقتصاد انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی شوکت الله عابد له لوري (د افغانستان-ازبکستان د ګډ سوداګریز بازار فرصتونه، ننګونې او د هغو حل لارې) تر سرلیک لاندې په 27/5/1405ل نېټه علمي – څېړنیز سیمینار وړاندې شو.

په دغه علمي سیمینار کې په یاد سوداګریز بازار کې د افغان سوداګرو لپاره په شته فرصتونو او د دوی په ستونزو بحثونه مطرح شول. همدارنګه د دغو بازارونو د اهمیت په اړه یادونه وشوه چې د پانګونې په جذب او  د اړوندې برخې د زیربناء په پراختیا کې اغېزناکه رول لري. همدارنګه د اقتصادي ودې او پرمختیا  سره مرسته کوي، د نوښتونو له پراختیا سره مرسته کوي، د سیاسي او ډیپلوماټیکو اړیکو په پراختیا کې رول لري، سیمه ییز ادغام سره مرسته کوي، د کمپنیو او سوداګریو تولیدي وړتیاوې لوړوي او همداسې نورې ډېرې ښېګڼې لري.

په دغه بازار کې د ازبک تولید لپاره غوره مارکیټ ایجاد شوی او ډېر افغان پېرېدونکي یې جذب کړي چې اړوند  بازار کې تر ۲۷۵ هټۍ د ازبکستان لوري په واک کې  او تر 88 پورې یې د افغان سوداګرو په واک کې دي.

د دې او نورو اساسي او مهمو موضوعاتو سربیره د شته ستونزو په اړه بحث وشو چې د ستونزو د حل او د دغه بازار د لا موثریت په موخه دوه اړخېز ځانګړی هوکړه لیک  لاسلیک کول، چې په وسیله یې باید د دغه بازار د سوداګرو د ثبت ګډ ډیټابېس رامنځته او د دوی لپاره د یو کلن یا شپږ میاشتني بازار ته د اجازې (پاس) صادرول او په سرحد کې د چټک تګ راتګ ځانګړې لار جوړول، د مشتریانو او سوداګرو د رضایت او د دوه اړخېزو سوداګریزو ګټو په نظر کې نیولو سره په دغه ګډ بازار کې پلور، پیر، د کرنسۍ د تبادلې او د افغانیو د چلښت او نورو اړوندو موضوعاتو د ارزونې ګډه هر اړخېزه دایمي کمېټه رامنځته کول مهم او اساسي مباحث دي.

همدارنګه د افغانستان بانک او د ازبکستان مرکزي بانک ترمنځ د اسعارو د تصفیې تړون رامنځ ته کول؛ په ګمرک کې د واحدې کړکۍ خدمتونو سیستم، د وار له مخې د اسنادو ثبت سیستم او نورو مدرن خدمتونه پلي کول او په سرحدي نقطه کې نور لازم تسهیلات رامنځ ته کول هغه څه وړاندېزونه دي چې په بازار کې د سوداګرۍ له پراختیا او د دواړو هېوادونو د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره مؤثر تمامیږي.

د ارزونې کمېټې له لوري یاد سیمینار د رایو په اتفاق سره تائید شو او له څېړونکي څخه یې د موضوع د ټاکلو او په ټاکلي وخت د وړاندې کولو په برخه کې ستاینه هم وشوه. غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

د سیمینار سلایډونه په لاندې لینک کې تعقیبولی شئ.

https://asa.gov.af/sites/default/files/2026-08/Opportunities%2C%20Challenges%2C%20and%20Solutions%20for%20the%20Afghanistan%E2%80%93Uzbekistan%20Joint%20Trade%20Market.pdf

د افغانستان د علومو اکاډمي واټس اپ چینل له لاندې لینک څخه تعقیب کړئ.

https://whatsapp.com/channel/0029VbCQAO7DTkK4eJX7DB1L

 

Documents

د سیمینار سلایډونه

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۹:۱
Background image

شماره مسلسل ۷۷ مجله علمی ـ تحقیقی طبیعت به چاپ رسید!

مجله طبیعت، تنها مجله علمی ـ تحقیقی معاونیت علوم طبیعی ـ تخنیکی اکادمی علوم افغانستان، از سال ۱۳۶۸ هـ.ش. تاکنون به‌گونه منظم و ربع‌وار نشر شده و در طول بیش از سه دهه، بستری معتبر برای. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۱۳
Background image

شماره جدید مجله علمی- تحقیقی «تحقیقات کوشانی» (شماره مسلسل 36) چاپ شد

مجله تحقیقات کوشانی مجله علمی – تحقیقی مرکز بین المللی تحقیقات کوشانی مربوط معاونیت بخش علوم بشری اکادمی علوم افغانستان می باشد که در سال 1357ﮪ.ش از سوی این مرکز تأسیس گردیده است. اکنون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمی - تحقیقی را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

BACK TO NEWS