مقاله ها

چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۹ - ۱۲:۵۱

د شتمنۍ د څښتن تمویل

لیکوال:څېړندوی عبدالقهار عزیزي، فرهاد واحدي، تسل حبیب  لنډیز د شتمنۍ د څښتن تمویل د دودیزو او اسلامي بانکونو د خدماتو یو مهم ډول دی. دواړه ډوله بانکوالۍ سیسټمونه دا ډول خدمات وړاندې کوي، خو د دوی ترمنځ اساسي توپیر هم شته. هغه توپیر د سود دی. سود د دودیزې بانکوالۍ اساس دی، په داسې حال کې چې په اسلامي بانکوالۍ کې بیا سود ممنوع دی. دا ډول خدمات اساساً یو ډول قرضه ده چې د دودیزو بانکونو له لوري تصدیو ته ورکول کیږي او سود پرې اخلي.

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۴:۵۶

قضاء له‌پاره د ذکوریت شرط؛ په اسلامي فقه، روم‌جرمن او کامن‌لا حقوقي سیسټمونو کې یې څېړنه

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړندوی عبدالقهار عزیزي لنډیز قضاوت د شخړو د هواري قانونمنده او اصولي لاره ده. په اسلام، کامن‌لا او روم-جرمن درې‌واړو حقوقي سیسټمونو کې قضاء د شخړو د هواري او خصومتونو د رفع‌کېدو حل‌لاره بلل شوې ده. قضاوت په دغو درې‌واړو سیسټمونو کې یو لړ ځانګړي شرایط لري. ددغو شرطونو له ډلې، د بحث وړ یو شرط ذکوریت دی.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۱۸ - ۹:۵۷

په هېواد کې د بکویټ (Buckwheat) د کرکېلې د دودولو په موخه د هغه د غذایي او اقتصادي ارزښت څېړل

لیکوال: څېړندوی محمد منیر نظیري لنډيز په دې علمي - څېړنیزه مقاله کې د بکویټ د نبات په اقتصادي او غذایی ارزښت بحث شوی. بکویټ (Fagopyrum esculentum) یو ارزښتناکه کرنیز نبات دی، لوړ غذايي ارزښت لري، د نړۍ په ځينو هېوادونو کې په پراخه کچه کرل کېږي او کښت یې خورا اقتصادي اهمیت لري. بکویټ خورا خوړه یز ارزښت لري چې ډیری خلک یې د سوپر فوډ (عالي خوړه) په توګه ګڼي. د روغتیایی ګټو له اړخه کولای شي چې د زړه د ناروغیو په مخنیوی، د وزن کمولو، او د شکر ناروغۍ اداره کولو کې مرسته وکړي. بکویټ د پروټین، فایبر او انرژۍ ښه سرچینه ده.

چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۲ - ۱۲:۴۸

پاراټېکسټ که د متن ځلا او بازارموندنه

« علمي - څیړنیزه مقاله »  لیکوال: څېړندوی حمایت الله ښاد لنډیز د راکړې ورکړې او په ټوله کې د ژوند په ډېرو برخو کې به مو د بازارموندنې په موخه ډېرو پدېدو ته ښکلا ورکړې وي چې وځلېږي، د لیدونکيو سترګې وبرېښوي، نظرونه راکاږي او پام رامات کړي. متن هم په خپلو خاصو نندارو لوستونکي پر ځان مینوي، که څه هم په علمي او ادبي لیکنو کې تر ښکلاییز اړخ منځپانګیزه برخه ډېره مهمه او اړینه ده چې له علمي، فرهنګي او ادبي بډاینې او ارزښت مالاماله وي، خو هر څومره چې ارزښتناکه موضوع او مضمون پر ښکلاوو پوښلی، مجمل او سینګار شوی وي،  هومره یې ټولنه په مینه او لېوالتیا هضموي او مني.

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۷/۴ - ۱۰:۱۲

سواتنامه د معاصر یونليک د ځانګړنو په رڼا کې

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنیار حمایت الله ښاد لنډیز    ژوند یو سفر دی او د ژوند هر غړی یو مسافر دی، څوک په وچه صحرا کې په سفر روان وي او څوک بیا د شنو ونو یخو سیورو او د سړو چینو په غاړه ناست له خپل سفر څخه خوند اخلي. د ژوند سفر د خوند او رنګ، درد و غم، تکلیف او ارام سره مل وي. خوشحال خان د ژوند په دغه لنډ تنګ سفر کې پر نورو وړو سفرونو سربېره سوات ته ځي او له سفر وروسته خپل سفر ته رنګیني ورکوي او په منظومه ژبه یې د کتاب پر پاڼو پرېږدي.

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۱۰:۵۳

سعيد د خپل دیوان په منځپانګیزه او جولیزه دایره کې

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنیار حمایت الله ښاد لنډيز:    بدبختانه زموږ د کلاسیکو ادبیاتو په تاریخ کې ډېر داسې پیاوړي شاعران او لیکوالان تېر شوي چې د هغوی د ژوند ډېرې خواوې تر اوسه ناڅرګندې دي او د ډېرو د ځای، قام، او مهال په اړه مستند معلومات نشته دی، د ادبیاتو په دغه پېر کې ډېر پیاوړي شاعران او لیکوال تېر شوي چې ډېر آثار يې لیکلي؛ خو موږ ته يې د آثارو تش نومونه راپاتې دي او یا د ځینو شاعرانو او لیکوالو د لیکنو یا شاعرۍ ځينې نمونې. سعید هم د کلاسیکو ادبیاتو په تاریخ کې یو پیاوړی او نومیالی شاعر تېر شوی؛ خو د ټولنیزو ناسمو حالاتو له امله یې موږ د ژوند له ډېرو برخو ناخبره یو. د سعید په اړه  د ده له دیوان پرته موږ بله مناسبه سرچینه نه لرو، هر ادبپوه او څېړونکی چې د سعید په باب څه وايي، د ده له شاعرۍ پرته نه شي غږېدلای.

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۱:۴

د پښتو ادب په وده او پرمختیا کې د خلیج مېشتو پښتنو ونډه

« علمي - څیړنیزه مقاله » څېړنیار حمایت الله ښاد  :لیکوال لنډيز ادبي ټولنې او فرهنګي شخصیتونه د پښتو ادب په وده او پرمختیا کې پراخه او ځلېدونکې ونډه لري. کله چې په خليجي هېوادونو کې د تورو زرو(تېلو) زېرمې راپیدا شوې، نو د شلمې میلادي پېړۍ په اوومه او اتمه لسیزه کې د پښتونخوا له بېلابېلو سیمو ډله ډله پښتانه ورغلل. د پښتنو په دغه لوی کاروان کې پر ډاکترانو، انجنیرانو، سوداګرو، کارګرو سربېره ځینې شاعران، لیکوالان، پښتو پال او فرهنګپال هم شامل وو. تنکیو پښتنو د کړاو د ډکو شپو او ورځو په تېرولو سره د خلیجي هېوادونو په آبادۍ کې پراخه برخه واخیسته. همدغو سختو ورځو شپو ډېر پښتانه د سوداګرۍ او کاروبار په چل پوه کړل او د خپلو فابریکو، دوکانونو، موټرو، جایدادونو او شتمنیو څښتنان یې کړل. د همدغو پښتنو په لړ کې ځینې شاعران، لیکوالان او فرهنګي شخصیتونه د دې ځواک پیدا کوي چې په پرديو هېوادونو کې پښتانه د ادب په ټغر سره راټول کړي او ادبي ټولنې رامنځ ته کړي.

دوشنبه ۱۴۰۲/۳/۸ - ۱۰:۲۶

د پاپ کورن جوارو د ځینو هایبرېډونو او لاینونو ترمنځ د بېلابېلو پارامترونو، د دانې ټکنالوژیکي کیفیت او حاصلاتو مطالعه

لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري لنډیز: دا څېړنه د 2018 او 2019 زېږدیزو کلونو په اوږدو کې د روسیې د کرسنادار ښار د کرنې په علمي - څېړنېز انسټیټوټ (ФГБНУ Национальный центр зерна имени П .П Лукьяненко) کې تر سره شوه. په څېړنه کې د پاپ کورن جوارو (د پلۍ جوار) د ځینو لاینونه او هایبرېډونو مورفو - بیولوژيکي ځانګړنې،

شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۳۹

په نباتاتو کې د هوا د ککړتیا له امله راولاړې شوې نښې نښانې او ستونزې

« علمي - څیړنیزه مقاله » لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري لنډيز مخکې له دې چې د هوا د ککړونکو څخه راولاړې شوې ستونزې، نښې او نښانې په انسانانو او حیواناتو کې څرګندې شي، په نباتاتو کې راښکاره کېږي، یادې ستونزې، نښې او نښانې د نباتاتو د ودې په بېلابېلو مرحلو کې رامنځ ته کېږي چې له هغو ستونزو، او نښو نښانو څخه د نسوجونو مړیني، د پاڼو ژېړېدلو، په پاڼو کې سره او نصواري او نورو کوچنیو او لویو داغونو رامنځ ته کېدلو، مخکې له پخېدو څخه د پاڼو رژېدلو، د کلوروفیل له منځه تللو، په ځینو نباتاتو کې د پاڼو د رګونو پنډېدلو ته ګوته نیولای شو.

Pagination