په نباتاتو کې د هوا د ککړتیا له امله راولاړې شوې نښې نښانې او ستونزې

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۰:۳۹

« علمي - څیړنیزه مقاله »

لیکوال: څېړنیار محمد منیر نظیري

لنډيز

مخکې له دې چې د هوا د ککړونکو څخه راولاړې شوې ستونزې، نښې او نښانې په انسانانو او حیواناتو کې څرګندې شي، په نباتاتو کې راښکاره کېږي، یادې ستونزې، نښې او نښانې د نباتاتو د ودې په بېلابېلو مرحلو کې رامنځ ته کېږي چې له هغو ستونزو، او نښو نښانو څخه د نسوجونو مړیني، د پاڼو ژېړېدلو، په پاڼو کې سره او نصواري او نورو کوچنیو او لویو داغونو رامنځ ته کېدلو، مخکې له پخېدو څخه د پاڼو رژېدلو، د کلوروفیل له منځه تللو، په ځینو نباتاتو کې د پاڼو د رګونو پنډېدلو ته ګوته نیولای شو. په دې مقاله کې ډېرو اړینو غیر عضوي ککړونکو، لکه: سلفر ډای اکساید SO2 فلورایدونه، کلورین اوزون O3او عضوي ککړونکو، کله: پراکسي اسیټایل نایتریت Peroxy Acetyl Nitrate (PAN)، ایتایلین (Ethylene) او له دوی څخه راولاړو شویو ستونزو ته ګوته نیول شوې او هغه عوامل په کې څېړل شوي، کوم چې د هوا د ککړتیا پر وړاندې ځواکمن او هم هغه نباتات چې د هوا د ککړتیا پر وړاندې حساس دي (لوبیا، پنبه، د ستروس کورنۍ نباتات، لیګومي نباتات، زردالو، اوربشې، شاتوت، باراکولي سویابین، کدو او نور)، په ګوته شوي دي (1:4).

Documents

Symptoms and problems caused by air pollution in plants.pdf