د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

Ezatullah_admin
Tue, May 10 2022 2:33 PM
د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۱ ل کال د غوایي میاشتې پر ۲۰ مه نېټه ترسره کړه.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي – څېړنيزې رسالې او د نویو علمي – څیړنیزو پروژو پلانونه تاييد او تصویب شول.

پر دې سربېره د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري برخو پر مختلفو مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.