د کابل مجلې نوې ګڼه چاپ شوه
کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال درېیمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.
په دې ګڼه کې چې تازه چاپ شوې ده، دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې خپرې شوې دي:
1. د مولوي فرید د شاعرۍ شننه/ څېړنپوه محمد آصف احمدزی
2. د علومو اکاډمۍ د خپرو شویو تحقیقي متونو کره کتنه/ څېړندوی احسان الحق کبیر
3. په جرمني ژبه د پښتو آثارو د نومیالۍ ژباړونکې.../ دوکتور محمد زرین انځور
4. اسلامپاله او برمپاله شاعري/ پوهنمل رحمت الله حکیمي
5. د ژبې او څېړنې ترمنځ اړیکې/ څېړندوی شوکت الله عمر
6. د پښتو ګړنو ژبنۍ او مفهومي څېړنه/ څېړندوی مروت درد
7. د وییونو او ریوتو ګنجۍ ته کتنه / څېړندوی محب الله همتیار
8. په پکتیا کې د ولسي فورمونو ولسي نومونه/ څېړنوال دوکتور عبدالاحد منګل
9. د مولوي شېرګل رشيد کامه وال د شاعرۍ لغوي خوا/ څېړندوی بشرمل زرغون
10. د کتابتون کتلاک او د ادبي آثارو موضوعي ډلبندي/ پوهندوی ګل رحمن رحماني
یاده مجله په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلې او ډاونلوډ کولاې شئ...
تاسو کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست اړوند کتابپلورنځي څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
