د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ ويډيو کنفرانس

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۸:۵۱
د افغانستان د علومو اکاډمي او د تاتارستان د علومو اکاډمي ترمنځ ويډيو کنفرانس

کابل، سه شنبه، د جوزا ۱۳مه، ۱۳۹۹: د افغانستان د علومو اکاډمي د رهبري پلاوي او د تاتارستان جمهوريت مرستیال لومړي وزير او د همدغه هېواد د علومو اکاډمي مشرتابه د ۱۳۹۹لمريز کال د جوزا په ۱۳مه نېټه په کابل کې د علمي او فرهنګي همکاريو د ايجاد په موخه دوهم علمي ويډيو کنفرانس ترسره کړ.
د کنفرانس دغه زمينه په کابل کې د روسيې سفارت فرهنګي مرکز له خوا برابره شوې وه چې په کې دواړو خواوو د علمي او فرهنګي همکاريو په رامنځ ته کېدو بحث وکړ.
لومړی په کابل کې د روسيې سفارت فرهنګي اتشې ښاغلي نیکرسوف له دواړو خواوو مننه وکړه چې په دې کنفرانس کې يې برخه واخيسته. ورپسې په روسيې کې د افغانستان سفير ښاغلي ډاکټر لطیف بهاند وویل چې دواړه خواوې کولای شي د خطي نسخو او لرغون پېژندنې په برخو کې معلومات سره شريک کړي. نوموړي د طلا تپې په اړه د دواړو اکاډميو همکاري اړينه وبلله.
د تاتارستان د علومو اکاډمي مشر هم د همدې هېواد د اکاډمي په اړه معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال رفيع الله نيازي د تاتارستان د لومړي وزير له مرستیال، د همدې هېواد د علومو اکاډمي له رئيس او په روسيې کې د افغانستان سفير ښاغلي بهاند څخه مننه وکړه چې په دې کنفرانس کې يې برخه اخیستې ده. دغه راز يې په کابل کې د روسيې سفارت له فرهنګي برخې مننه وکړه چې د دې کنفرانس زمينه يې برابره کړه.
نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمي پر فعاليتونو رڼا واچوله او دا چې ولې غواړي د تاتارستان له اکاډمي سره همکاري ولري، وويل، دا چې د دواړو هېوادونو اکثريت مسلمانان دي او هم زياتره يې حنفي مذهبه دي او هم دا چې تاتاران ترک تباران دي، په افغانستان کې د نورو قومونو ترڅنګ ترک توکمي په ځانګړي ډول تاتاريان هم شته؛ نو په همدې اساس د افغانستان د علومو اکاډمي هيله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي همکاري ايجاد شي. بله دا چې افغانستان له تېرو درېيو لسيزو راهيسې په هره برخه کې صدمه ليدلې او له دې جملې يې په علمي برخه کې هم زيان لیدلی، خو اوس افغانستان هوډ لري چې د علومو په برخو کې کار وکړي، نو غواړي چې د نړۍ له ډېرو علمي او اکاډميکو بنسټونو سره اړيکې ټينګې کړي او د نړۍ له علمي تجربو استفاده وکړي. له همدې امله غواړي چې د تاتارستان له اکاډمي سره په علمي او فرهنګي برخو کې همکاري ولري.
ده هيله وښوده چې د تاتارستان اکاډمۍ په اړوندو کنفرانسونو او علمي ناستو کې د افغانستان د علومو اکاډمي علمي غړي ګډون ولري، لنډمهاله فيلوشيپونه راکړل شي او هم زموږ د علمي غړو د ماسترۍ او دوکتورا لپاره په بشري، طبيعي او اسلامي علومو کې د لوړو زده کړو زمينه برابره شي.
د کنفرانس په پای کې پرېکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې به د دواړو اکاډميو ترمنځ د همکاريو د ايجاد لپاره د تفاهم ليک د تخنيکي برخو د څېړلو لپاره کاري ټيم جوړ شي او هم به د يوې مياشتې په ترڅ کې د تفاهم ليک مسوده ترتيب شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS