د افغانستان د علومو اکاډمي د اجتماعي علومو په مرکز کې لاندې علمي غړو ته نوې دندې ور وسپارل شوې
- څېړنیار علم جان ژمن د اجتماعي علومو د مرکز د منشي په توګه
- څېړندوی وجیه الله ظهیر د حقوقو د انستیتوت د نړیوالو اړیکو د دیپارتمنت د آمر په توګه
- څېړندوی غلام نبي حنیفي د حقوقو د انستیتوت د عامه حقوقو د دیپارتمنت آمر په توګه
- څېړنیار ضیاء الحق ځلاند د افغانستان د مجلې د مسئول مدیر په توګه
- څېړنیار ولي باز آرین د آریانا مجلې د مهتمم په توګه
ياد شوي پنځه واړه علمي غړي نن (چهارشنبه، د ۱۴۰۰ کال د غويي لومړۍ نېټه) رسماً معرفي شول او خپلې چارې يې پيل کړې.
دوی ټولو ته د ښه کار کولو او برياليتوب هيله کوو.