د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایي ګواښ
د وړاندې کولو نیټه: ۱۴۰۴/۱۰/۱۳
د وړاندې کولو ځای: د افغانستان د علومو اکاډمي
د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو د معاونیت د طبي علومو د مرکز علمي کادر غړي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل (د انتي بیوتیکونو مقاومت: یو نړیوال روغتیایی ګواښ) تر عنوان لاندې علمي- څېړنیز کنفرانس د علومو اکاډمي د علمي غړو په حضور کې وړاندې کړ.
ښاغلي حقمل وویل: انتي بیوتیک، کیمیاوي مواد دي چې د ژوندیو مایکرو ارګانیزمونو (بکتریاوو یا فنګسونو) په واسطه یا په لابراتوار کې په مصنوعي ډول؛ جوړېږي. دا مواد بکتریاوې وژنې یا یې وده او تکثر نهې کوي. دا مواد په تیراپیوتیک دوز سره په انسان یا حیوان کې زهرې اغېزې نه رامنځ ته کوي. که بکتریا د انتي بیوتیکونو د اغېزو (بکتریوستاتیک، بکتریوسایډل) پر وړاندې حساسیت ونه لري، ویل کېږي چې د انتي بیوتیکونو مقاومت رامنځ ته شوی دی.
د انتي بیوتیکو غیر منطقي کارونې، مایکروبونه د انتي بیوتیکونو په مقابل کې مقاوم کړي دي. په نړۍ کې د انتي بیوتیکونو مقاومت یو لوی روغتیایي بحران دی. نن سبا ګڼ شمېر انتانات د انتي بیوتیکونو د بېلابېلو ډولونو پر وړاندې مقاوم شوي دي. د دې مقاومو انتاناتو درملنه ستونزمنه او ځینې وخت حتی ناشونې برېښي. د نه درملنې په صورت کې ګڼ شمېر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي. له همدې امله په نړیواله سطحه دا یوه ډېره مبرمه او فوق العاده ارزښت لرونکې موضوع ده. د موضوع د مبرمیت او ارزښت په پام کې نیولو سره اړینه ده چې په دې حیاتي روغتیایي موضوع پرله پسې علمي او علمي- څېړنیز کنفرانسونه وړاندې شي.
د کنفرانس لنډيز: په بکتریاوو کې دا وړتیا شته چې له خپل ځان څخه دفاع وکړی. نو له انتي بیوتیکونو سره د مخامخ کېدو په صورت کې، بکتریا هڅه کوي چې له ځان څخه د دفاع میکانیزمونه فعال کړي. که په تکراري ډول بکتریا له عین انتي بیوتیک سره مخامخ شي، نو بکتریا په خپل ځان کې داسې بدلونونه (Mutation) رامنځ ته کوي چې انتي بیوتیک پرې اغېزه ونه کړي. که یوه ناروغ ته د یوې خاصې بکتریايي ناروغۍ له پاره انتي بیوتیک ورکړل شي نو یواځې حساسې بکتریاوې او د بدن نارملې فلورا له منځه ځي خو مقاومې بکتریاوې سالمې پاتې کېږي او د ودې او تکثر زمینه لا ډېره ورته برابرېږي. دا مقاومې بکتریاوې له یوې خوا مقاومې بکتریایي ناروغۍ رامنځ ته کوي او له بلې خوا د مقاومت خپل جینیتیکي معلومات حساسو بکتریاوو ته ور انتقال او حساسې بکتریاوې هم د انتي بیوتیک پر وړاندې مقاومت پیدا کوي. دغه مقاومې بکتریاوې خپلو راتلونکو نسلونو ته د مقاومت جنیتیکي معلومات په ارثیت پرېږدي او د مقاومو بکتریاوو یو نسل رامنځ ته کېږي.
د انتي بیوتیکونو مقاومت په دوه ډوله رامنځ ته کېږي: ۱- طبیعي یا ذاتي مقاومت: دا بکتریاوې به په ذاتي ډول د دې انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت لري. دا ډول مقاومت به لاندې ځانګړنې لري:
- عین بکتریا تل مقاومت ښيي.
- د مقاومت میکانیزم یې ښه معلوم وي.
- له دې انتي بیوتیک سره به پخوا نه وي مخامخ شوې.
- په خوا به د حساسیت شالید نه لري.
- د بکتریا د مقاومت لامل به ځانګړي ساختماني یا وظیفوي خصوصیات وي.
- دا مقاومت به نورو بکتریاوو ته د انتقال وړتیا نه لري، ځکه چې مقاومت د بکتریا په دې نوع پورې تړلی دی.
د نمونې په ډول: مایکوپلازما حجروي دېوال نه لري نو ځکه د بیتالکټم ( لکه پنسلین) پر وړاندې مقاومت لري. ګرام منفي بکتریاوې د یو شمېر انتي بیوتیکونو ( لکه وانکومایسین) پر وړاندې مقاومت لري ځکه چې خارجي غشاء یې د درملو له نفوذ څخه مخنیوی کوي.
۲- کسبي مقاومت: دا بکتریاوې به په پیل کې د دې انتي بیوتیکونو پر وړاندې حساسې وي خو وروسته به د کوم لامل له کبله مقاومې شوې وي. دا ډول مقاومت به لاندې ځانکړنې لري:
- د میوټېشن له کبله به نوی مقاومت رامنځ ته شوی وي.
- د Horizontal gene transfer په واسطه به مقاوم جینونه له مقاومې بکتریا څخه حساسې بکتریا ته انتقال شوي وي او حساسه بکتریا به یې مقاومه کړې وي.
- دلته مقاومت بلې حساسې بکتریا ته د انتقال وړ دی.
- په خوا به د حساسیت شالید موجود وي.
د انتي بیوتیکونو مقاومت کېدای شي یو درملیز (Single drug resistance)، څو درملیز (Multidrug resistance)، پراخ درملیز (extensively drug-resistant) یا ټول درملیز (pan drug-resistant bacteria) وي.
د انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت د ګڼ شمېر میکانیزمونو له لارې رامنځ ته کېدلای شي:
۱- د انزایمونو د تولید له لارې د انتي بیوتیکونو تخریب (Degradation) یا بدلون (Modification ): لکه β-lactamases، چې بیتالکټم انتي بیوتیکونه (penicillins، cephalosporins ...) تخریبوي او Acetyltransferases، phosphorylases یا adenyltransferases ؛ چې امینوګلایکوسیدونو ته بدلون ورکوي.
۲- د درملو په هدفي برخو (Target Sites ) کې بدلون: په بکتریایي حجرو کې د انتي بیوتیکونو له پاره مخصوصې هدفي برخې موجودې دي. انتي بیوتیک یوازې له خپلو هدفي برخو سره نښلي. که هدفي برخې بدلون وکړي نو انتي بیوتیک خپلې اغېزې له لاسه ورکوي. لکه: په penicillin-binding proteins (PBPs ) کې بدلون؛ د بیتالکټم پر وړاندې مقاومت رامنځ ته کوي.
د methyltransferase په واسطه د ribosomal subunit میتایلېشن؛ د مکرولیډونو په مقابل کې مقاومت رامنځ ته کوي. په DNA gyrase انزایم کې بدلون؛ د فلوروکوینولونو پر وړاندې مقاومت رامنځ ته کوي.
۳- د effluxپمپونو فعالېدل: دلته درمل حجرې ته ننوځي خو د efflux پمپونو په واسطه بیرته له حجرې څخه وېستل کېږي. په پایله کې د حجرې په داخل کې د درملو غلظت ټیټ او اغېزې یې کمېږي. لکه په ګرام منفي بکتریاوو ( E. Coli، Klebsiella pneumoniae، Enterobacter spp او Salmonella spp.) کې د دې پمپونو فعالېدل، د انتي بیوتیکو پر وړاندې مقاومت رامنځ ته کوي.
۴- د بکتریایي حجرې دحجروې دېوال یا غشاء د نفوذیه قابلیت کمېدل: د باکتریا د حجروي دېوال یا حجروي غشاء په پروتینونو کې بدلون رامنځ ته کېږي. په پایله کې د حجرې په واسطه د انتي بیوتیکونو اخیستل (drug uptake) کمېږي. لکه د پورین (porin) پروتینونو بدلون یا کموالی، حجرې ته د بیتالکټم او fluoroquinolone درملو داخلېدل محدودوي.
۵- باکتریاوې یو محافظتي پوښ (Biofilm) جوړوي: ځینې باکتریاوې د بایوفلم په نوم محافظتي طبقه جوړوي چې باکتریایي حجرې د انتيبیوتیکونو او معافیتي سیستم له اغېزو څخه ساتي. په بایوفلم کې انتيبیوتیک ښه نه نفوذ نشي کولای، نو باکتریایي حجرې پټې او خوندي پاتې کېږي. لکه په cystic fibrosis کې د Pseudomonas aeruginosa بایوفلم.
۶- باکتریا بدیله میتابولیکه لاره (Bypass pathways) غوره کوي: په دې میکانیزم کې بکتریا یوه alternative pathways غوره کوي، تر څو له هغې میتابولیکي مرحلې څخه ټوپ واچلوي چې د انتي بیوتیک په وسطه نهې کېږي. لکه Methicillin-resistant Staphylococcus aureus (MRSA) چې د Penicillin-Binding Protein (PBP) پر ځای یو تعویضي پروتین چې د PBP2a په نوم یادېږي تولیدوي، په پایله کې د بیتالکټم انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت رامنځ ته کېږي.
۷- د هدفي انزایمونو ډېر تولید: په دې میکانیزم کې باکتریاوې د درملو هدفي انزایم ډېر تولیدوي، په پایله کې د درملو پر وړاندې مقامت رامنځ ته کېږي. د نمونې په ډول؛ sulfonamide د بکتریا له DHPS یا dihydropteroate synthase انزایم سره نښلي او په بکتریا کې د فولیک اسید تولید نهیې کوي. ځینې بکتریاوې کولای شي په غیر معموله توګه ډېر DHPS انزایم تولید کړي. نو کله چې Sulfonamide درمل، باکتریایي حجرې ته ننوځي، یوه اندازه انزایمونه یې نهیې او یوه اندازه یې نه نهې کېږي. په دې حالت کې پاتې انزایمونه د فولیک اسید تولید ته دوام ورکوي. په پایله کې باکتریا د Sulfonamide په شتون کې هم ژوند کولای شي.
۸- د ساتونکو پروتینونو تولید: دلته د باکتریا په واسطه داسې محافظتي پروټینونه جوړېږي چې هدفي ځایونه له انتي بیوتیکونو څخه ساتي. د نمونې په ډول: Tet (M) پروتین د باکتریاوو رایبوزومونه د tetracycline انتي بیوتیک له اغېزو څخه ساتي.
۹- په افقي ډول د مقاومو جینونو انتقال(HGT) : دلته مقاوم جینونه د بېلابېلو بکتریاوو ترمنځ د مستقیم تماس، پلازمیدونو (plasmids)، ټرانسپوزونونو (transposons) یا بکتریوفاژونو؛ له لارې انتقالېږي.
د انتي بیوتیکونو د مقاومت مهم لاملونه عبارت دي له: ۱- د انتي بیوتیکونو ډېره کارونه (Overuse of antibiotics). ۲- د انتي بیوتیکو غلطه کارونه (Misuse of antibiotics). ۳- په زراعت کې د انتي بیوتیکونو بې ځایه کارونه. ۴- د محدودو نویو انتي بیوتیکونو رامنځ ته کېدل. ۵- نړیوال سفرونه او تجارت. ۶- په حیواني طبابت (وترنري) کې د انتي بیوتیکو غلطه کارونه. ۷- د انتي بیوتیکونو په واسطه د چاپېریال ککړول.
د انتي بیوتیکونو له مقاومت څخه لاندې مهمې ستونزې رامنځ ته کېږي:
الف- طبي ستونزې: ۱- د درملنې ناکامېدل. ۲- د مړینې زیاتېدل. ۳- د مزمنو ناروغیو له کبله، په روغتون کې د بستر د مودې ډېرېدل. ۴- د درملنې د انتخابونو محدودېدل. ۵- د طبي پروسیجرونو د خطرونو ډېرېدل.
ب- ټولنیزې ستونزې: ۱- په روغتیایي مرکزونو او ټولنه کې د انتاناتو د انتشار ډېرېدل. ۲- د درملنې د امکاناتو په برخه کې د بې عدالتۍ رامنځ ته کېدل. ۳- د مقاومو ناروغیو له کبله په ټولنه کې د وګړو د مؤثریت کمېدل.
ج- اقتصادي ستونزې: ۱- د روغتیایي پاملرنې د نرخونو لوړېدل. ۲- د مزمنو او مقاومو ناروغیو له کبله د شخصي عوایدو کمېدل.
د- نورې ستونزې: ۱- د ډېرو مقاومو باکتریاوو ( Superbugs ) رامنځ ته کېدل. ۲- د چاپېریال ککړتیا.
د انتي بیوتیکونو د مقاومت د ستونزې د له منځه وړلو له پاره باید لاندې کړنې ( اقدامات) تر سره شي:
الف- لنډ مهالې کړنې (Short Term Actions): ۱- د میکروبي ضد درملو مدیریت (Antimicrobial Stewardship). ۲- په روغتیایي مرکزونو کې د انتاناتو کنترول. ۳- د عامه پوهاوي کمپاینونه. ۴- سریع تشخیصیه معاینات ( لکه POCT، مالیکولي معاینات) ترسره کول. ۵- د نظارت د پروګرامونو پلې کول.
ب- اوږدمهاله کړنې (Long Term Actions): ۱- د څېړنو له لارې د نويو اغېزناکو انتي بیوتیکونو کشفول. ۲- د انتي بیوتیکونو پر ځای د نورو درملیزو لارو پیدا کول. ۳- د واکسینونو ترسره کول. ۴- د انتي بیوتیکونو د کارونې په برخه کې د نړیوالو پالیسي ګانو او قوانینو تطبیقول. ۵- د روغتیایي بنسټونو تقویه کول. ۶- په تحصیلي برخه کې د مثبتو نوښتونو راوستل.
د کنفرانس د پالې په توګه لاندې مواردو ته اشاره کېږي: ۱- د انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت کېدای شي طبیعي یا کسبي وي. ۲- د انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت د بېلابېلو میکانیزمونو له لارې رامنځ ته کېدلای شي. ۳- انسانان او حیوانات په فعاله توګه د انتي بیوتیکونو د مقاومت په رامنځ ته کولو کې برخه اخلي. ۴- په ټیټ معافیت او ضعیف اقتصاد لرونکو خلکو کې د انتي بیوتیکونو مقاومت ډېر رامنځ ته کېدلای شي. ۵- په وروسته پاتې او مخ پر ودې هېوادونو کې د انتي بیوتیکونو پر وړاندې مقاومت ډېر په چټکۍ سره پرمختګ کوي. ۶- د مقاومو انتاناتو له کبله په ټوله نړۍ کې ډېرې مړېنې رامنځ ته کېږي. ۷- د انتي بیوتیکونو مقاومت په ډیالیز لاندې ناروغانو، تر کیموتراپي لاندې ناروغانو، په هغو ناروغانو کې چې مغلق او لوی عملیاتونه ورته ترسره شوي وي، په روماتیزم ناروغانو، په هغو ناروغانو کې چې مخ عظم او یا د نورو غړو پیوند ورته ترسره شوی وي؛ ډېر خطرونه رامنځ ته کوي.
۸- د انتي بیوتیکونو د مقاومت تر ټولو مهم لاملونه؛ په انسانانو، حیواناتو او نباتاتو کې د انتي بیوتیکونو بې ځایه او غیر معقوله کارونه، په روغتیایي مرکزونو کې د حفظ الصحې نه مراعاتول، د نویو انتي بیوتیکونو نه رامنځ ته کېدنه، نړیوال سفرونه او تجارت او د بې کیفیته انتي بیوتیکونو شتون دي.
۹- د انتاني ناروغیو په درملنه کې، د انتي بیوتیکونو مقاومت فوق العاده ډېرې ستونزې لکه د درملنې ناکامېدل، د مړینې زیاتېدل، په روغتون کې د بستر د مودې ډېرېدل، د درملنې د انتخابونو محدودېدل، په روغتیایي مرکزونو او ټولنه کې د انتاناتو د انتشار ډېرېدل، د ټولنیزې بې عدالتۍ رامنځ ته کېدل، د روغتیایي پاملرنې د نرخونو لوړېدل، د مزمنو او مقاومو ناروغیو رامنځ ته کېدل، د Superbugs رامنځ ته کېدل او د چاپېریال ککړتیا؛ رامنځ ته کړې دي.
۱۰- د انتي بیوتیکونو د مقاومت د ستونزې د کمولو له پاره باید لنډ مهالې او اوږدمهالې ستراتیژي ګانې جوړې او تطبیق شي.
د انتي بیوتیکونو د مقاومت د بحران د کمولو له پاره لاندې وړاندیزونه کېږي:
I- مسؤولو ارګانونو ته وړاندیزونه: ۱- عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې توریدي او تولیدي انتي بیوتیک په جدي توګه د کیفیت له اړخه کنترول کړي؛ ځکه چې بې کیفیته درمل د انتي بیوتیکونو د مقاومت یو اساسي لامل دی. ۲- عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې د درملو ( په ځانګړې توګه د انتي بیوتیکونو) د توزیع په برخه کې سخت قوانین وضع او په تطبیق کې یې له جدیت څخه کار واخلي. ۳- عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې په درملتونونو کې د مسلکي پرسونل موجودیت او د درملو د توزیع څرنګوالی په منظمه توګه د قوانینو په رڼا کې وڅاري. ۴- عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې له علومو اکاډمي او لوړو زده کړو وزارت سره په ګډه د انتي بیوتیکونو د معقولې کارونې له پاره وخت په وخت اپډېټ شوي رهنمودونه جوړ او صحي پرسونل یې په تطبیق مکلف کړي. ۵- علومو اکاډمي، لوړو زده کړو وزارت او عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې په داسې مهمو او حیاتي موضوعاتو کنفرانسونه، سمینارونه او ورکشافونه جوړ کړي؛ تر څو یوه سالمه او له مقاومو انتاناتو څخه پاکه ټولنه ولرو.
۶- اوس مهال ټول انتي بیوتیکونه په بازار کې په اسانۍ سره پیدا کېږي او هر شخص یې په خپله خوښه، څومره یې چې په کار وي، له هر درملتون څخه تر لاسه کولای شي، چې دې کار د انتي بیوتیکونو د مقاومت په برخه کې یو لوی بحران رامنځ ته کړی دی. عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کېږي چې د درملو توزیع معیاري کړي او د ځانګړو مقاومو حالاتو له پاره یو شمېر انتي بیوتیک درمل له عام لاس رسي څخه لرې وساتي. ۷- نن سبا په زراعت او وترنري کې د انتي بیوتیکونو کارونه ډېره زیاته ده. کرنې، اوبو لږولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کېږي چې په زراعت او مالداري برخه کې د انتي بیوتیکونو د کارونې له پاره سخت قوانین وضع، نوي رهنمودونه جوړ او په جدي ډول یې تطبیق کړي. ۸- اطلاعات او فرهنګ وزارت او ټولو رسنیو ته وړاندیز کېږي چې د عامه پوهاوي له پاره وخت په وخت پروګرامونه جوړ کړي؛ تر څو خلک په دې وپوهېږي چې د درملو په خپل سر اخیستل ډېرې جدي ستونزې رامنځ ته کولای شي. ۹- پوهنې وزارت ته وړاندیز کېږي چې په تعلیمي درسي نصاب کې د روغتیایي مسایلو په اړه مهم موضوعات؛ ځای پر ځای کړي.
II- صحي پرسونل (ډاکټرانو، نرسانو او فارمسیستانو) ته وړاندیزونه: ۱۰- د عادي انتاناتو په صورت کې دې انتي بیوتیکونه نه توصیه کوي. انتي بیوتیک دې یوازې هغه وخت توصیه کړي چې تأیید شوی یا ډېر مشکوک بکتریایي انتان موجود وي.
۱۱- هره پتوجن بکتریا د انتي بیوتیکونو د ځانګړو ګروپونو په مقابل کې حساسیت لري نو ځکه باید د هرې پتوجن بکتریا له پاره مناسب انتي بیوتیک انتخاب کړي. دا کار د نویو رهنمودونو (guidelines ) د مطالعې او یا په لابراتوار کې د کلچر- انتي بایوګرام ټسټ له لارې کولای شي. ۱۲- انتي بیوتیک باید په مناسب دوز، مناسبو دفعاتو، د مناسبې مودې او له مناسبې لارې ناروغانو ته توصیه کړي.
III- ناروغانو او عامو وګړو ته وړاندیزونه: ۱۳- ناروغان باید د ډاکټر له هدایت سره سم انتي بیوتیک درمل واخلي. ۱۴- ناروغان او عام خلک باید په خپل سرې توګه د انتي بیوتیکونو له اخیستلو او کارولو څخه ډډه وکړي. ځکه چې د بکتریاوو مقاومت رامنځ ته کولای شي.
