د علومو اکاډمي دوه تنه غړي د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په پار د غازي محمد ايوب خان په لوړو دولتي مډالونو تقدير شول

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۱ - ۱۲:۳۳
د علومو اکاډمي دوه تنه غړي د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په پار د غازي محمد ايوب خان په لوړو دولتي مډالونو تقدير شول

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د فرهنګي میراثونو د ساتنې او ملاتړ ورځې په ویاړ ۱۲ تنو ته د لرغونو اثارو او کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې د غوره خدمتونو د قدرونې په موخه دولتي مډالونه ورکړل.

په چهار چنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډې کې د نورو لسو تنو فرهنګيانو او د فرهنګ د ساتنې د خادمانو تر څنګ د علومو اکاډمۍ دوه تنه هريو څېړنپوه کتاب خان فيضي د لرغونپوهنې د مرکز علمي منشي او محمدآمان الله يار چې د علومو اکاډمي د کتابتون د توزیع مامور دی د غازي محمد ايوب خان په عالي دولتي مډالونو ونازول ، واقعا دواړه د علم فرهنګ او اثارو په ساتنه ، څېړنه او پالنه کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي .

د افغانستان د علومو اکاډمي د ولسمشر دې نيک ګام ته د قدر په سترګه ګوري ، مننه او قدر داني يې کوي چې واقعا د فرهنګ او کلتور خادمان ستايي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۵ - ۱۴:۵۹
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د چنګاښ میاشتې پر ۵ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

“علمي-څېړنيز کنفرانس” د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۵ - ۱۴:۲۳
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د غبرګولي میاشتې پر ۱۵ مه نېټه ترسره کړه.

BACK TO NEWS