ملت ته د دولت حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې د افغانستان د علومو اکاډمي راپور وړاندې شو

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۲
ملت ته د دولت حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې د افغانستان د علومو اکاډمي راپور وړاندې شو

ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړ کې، نن (شنبه) د افغانستان د علومو اکاډمی د حکومت د رسنیو په مرکز کې د دې ادارې د ۱۳۹۹هـ. ش کال د لاسته راوړنو او فعالیتونو بشپړ راپور وړاندې شو.

په دې غونډه کې د علومو اکاډمي مشرتابه او د رسنيو استازو ګډون کړی و.

دغه راپور د علومو اکاډمي علمي منشي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي وړاندې کړ.

ده د علومو اکاډمي د ۱۳۹۹ مالي کال د سترو لاسته راوړنو په هکله وویل، په بشري، طبيعي – تخنيکي او اسلامي علومو کې ۱۸ علمي- څېړنيزې پروژې بشپړې شوې دي، ۱۳۰ علمي– څېړنيزې پروژې تر کار لاندې دي، د علومو په بېلابېلو برخو کې ۴۲ علمي- څېړنيز اثار چاپ شوي، ۱۲ علمي ـ څېړنیزې مجلې، چې ۳۳ شمېرې کېږي چاپ شوي چې ۱۸۶ علمي مقالې لري، څلور علمي – څېړنيز سيمينارونه داير شوي دي، د ماشومانو او تنکيو زلميانو د دري دايرةالمعارف دويم ټوک چاپ شوی دی، د ماشومانو او تنکيو زلميانو پښتو دايرة المعارف لومړی ټوک چاپ ته چمتو شوی دی، د اريانا ادبي دايرة المعارف پښتو او دري برخه لومړی ټوک چاپ ته چمتو شوي دي، د پښتو لهجوي قاموس شپږم، اووم او اتم ټوکونه چاپ شوي دي، د ماشومانو، تنکيو زلميو او ښځينه وو د نه ځورولو د قانون د درېيو روزنيزو ورکشاپونو دايرول، د اتنوګرافۍ علمي- څېړنيز موزيم د اثارو د درې ورځني نندارتون جوړول، د بېلابېلو علمي- فرهنګي اثارو د مخکتنې مجلسونه جوړول، د ګوري ژبې د الفبا، تدوين او اړوندو برخو ته یې استول، د ماسترۍ او دکتورا پروګرامونو لپاره د ۳۵ تنو غړو معرفي کول او له درېيو علمي- فرهنګي بنسټونو سره د همکاريو تړونونه لاسليکول او له ځينو نورو سره د تړونونو چارې روانې دي.

نوموړي د دې ادارې د ۱۳۹۹ مالي کال د پنځو انکشافي پروژو په اړه وويل، د دایرة المعارف وسايل او ليکل، د پښتو ژبې د لهجوي قاموس ليکل او تدوين، د زراعتي څېړنيز فارم د احاطې دېوال، د طبي علومو د څېړنيز لابراتوار اکمال او تجهيز، د څېړنو او نوښتونو د همکارۍ په برخه کې د ICT-Lab جوړول په کې شامل دي.

ده زياته کړه، د دايرة المعارف وسايل او ليکل او د پښتو ژبې د لهجوي قاموس ليکل تطبيق شوي، د زراعتي څېړنيز فارم د احاطې دېوال، د طبي علومو د څېړنيز لابراتور اکمال او تجهيز، د ICT-Lab جوړل ناتمام دي چې د نه ترسره کېدو دلایل د کرونا ویروس له امله د دولتي ادارو ډېره رخصتي وه چې ورسره ورځنۍ دفتري چارې له خنډ او ځنډ سره واقع شوې وې او کارونه پر خپل وخت ترسره نه شول.

دغه راز د قراردادونو د نه بشپړېدلو په هکله یې وویل، د توکو د لېږد رالېږد پر مخ سرحدي لارې وتړل شوې او هغه وسايل چې موږ بايد د لابراتوار او د ادارې د سمبالتيا لپاره رانيولي وای، د کال تر پای پورې راونه رسېدل.

د هغه په وينا، ټوله انکشافي بودجه دري څلوېښت ميليونه، څلور لکه، شپږ اتيا زره، درې سوه نهه دېرش (۴۳۴۸۶۳۳۹) افغانۍ وه، چې له دې څخه ۳۸،۶۲ فيصده مصرف شوې ده.

نوموړي د پالیسۍ او تقنین په برخه کې د لاسته راوړنو په هکله وویل، د جلالتماب جمهور رئيس د حکم پر بنسټ د علومو اکاډمۍ د فعاليتونو د ارزونې په برخه کې يوه نوې هر اړخيزه طرحه جوړه شوې چې د هغې پر بنسټ د علومو اکاډمۍ اهداف، فعاليتونه، تشکيل او قوانين ټول له سره برابر شوي او د کابينې له پرېکړې وروسته به د اجرا وړ وي، چې د علومو اکاډمۍ د چارو د ښه والي په برخه کې به ډېر مثبت اغېز ولري.

همدا شان د انکشافي پروژو د تطبیق له لارې د خلکو پر ژوند اقتصادي او اجتماعي اغېزې په برخه کې یې وويل، د علومو اکاډمۍ انکشافي پروژې د اړوندو علمي برخو او علمي چارو د پرمختګ، پياوړتيا، اسانتیا او ښه والي لپاره په پام کې نيول کېږي، نو په هره علمي برخه کې چې توليدات رامنځته کېږي، نېغ په نېغه د ټولنې د وګړو پر ټولنيز او اقتصادي حالت اغېز ښندي.

دغه راز د هېواد پر عوایدو د پروژو اغېز په هکله یې وویل، هغه علمي – څېړنیزې پروژې چې د علومو اکاډمۍ په بېلابېلو برخو کې ليکل کېږي، بازار ته د پلور لپاره عرضه کېږي او له دې لارې چې کوم عوايد راجمع کېږي، دولت ته سپارل کېږي. په ۱۳۹۹ل کال کې علومو اکاډمۍ درې لکه، پنځلس زره، څلور سوه شپږ اويا (۳۱۵۴۷۶) افغانۍ عايد درلود.

ښاغلي نیازي د اداري فساد پر وړاندې د بنسټیزو او مهمو کړنو په اړه وویل، په ۱۳۹۹ل کال کې د ادارې د بهبود او اصلاح په موخه په بېلابېلو برخو کې بدلونونه راغلي، د وړتيا، ژمنتيا او کاري مخينې له مخې نوې ګومارنې شوي او د ادارې د تفتيش اړوندې برخې په چارو کې د اداري فساد د مخنيوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

د هغه په وينا، د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خپل کلني پلان کې د ۱۳۹۹ل کال لپاره لس علمي- څېړنيز سيمينارونه په پام کې نيولي وو، چې د کرونا له امله يوازې څلور سيمينارونه ترسره شول چې عبارت دي له: چگونگی سازگاری با تغییرات اقلیم و کاهش خطرات آن در کشور؛ د افغانستان د اوبو مدیریت او د اوبو سیمه ییزه ډیپلوماسي؛ استفاده از عنعنات ناب افغانی در زندگی اجتماعی؛ اسلام دین اعتدال و میانه روی.

د نوموړي په خبره، په ۱۳۹۹ل کال کې علومو اکاډمۍ په بېلابېلو علمي موضوعاتو کې ټول (۴۲) علمي- څېړنيز کتابونه، (۱۲) شمېري مجلې، چې (۳۳) ګڼې کېږي، لکه: (کابل، آریانا، سیمه ییز مطالعات، تبیان، طبیعت، افغانستان "په انګلیـسي ژبه"، باستانشناسي او کوشاني) او (۶) ګڼې د زېري جریدې چاپ کړې دي. (۱۱۴۳) ټوکه کتابونه او (۱۳۸) ګڼې مجلې او جريدې بېلابېلو علمي او اکاډيميکو ادارو، څېړونکو او پوهان ته د ګټې اخيستنې لپاره وېشل شوي دي. د (۲۵۰) کتابونه او مجلو کُلېکسيونونه صحافت شوي، (۵۱۰) عنوانه مجلې او (۲۹۶۰) عنوانه کتابونه ډيټابس شوي، پر(۲۱۵) عنوانه جريدو او مجلو نمبر وهل شوی او ثبت شوي دي.

د علومو اکاډمي علمي منشي زياته کړه، په ۱۳۹۹ کال کې په علومو اکاډمۍ کې ۱۸ پروژې دفاع شوې، ۱۳۰پروژې تر کار لاندې دي، ۱۸۶علمي- څېړنیزې مقالې د بېلابېلو برخو د څېړونکو له خوا لیکل شوي دي. همدارنګه ۵۳ علمي- څېړنیز کنفرانسونه په انفرادي توګه د څېړونکو له خوا وړاندې شوې دي.

د علومو اکاډمي علمي منشي د دې ادارې د راتلونکو برنامو په هکله وویل، د (۵۰) علمي- څېړنيزو اثارو چاپول، د (۱۴) علمي – څېړنيزو سيمينارونو دایرول، د (۳۶) علمي – څېړنيزو مجلو چاپول، (۴۰۰۰) ټوکه اريانا ادبي دايرة المعارف چاپول، د علومو اکاډمۍ د ټولو چارو د منظم پرمختګ لپاره د لنډمهالي، منځمهالي او اوږدمهالي نوي ستراتيژيک پلان جوړول، د علومو اکاډمۍ د چارو د ښه پرمختګ لپاره د نویو طرزالعملونو او لايحو برابرول، د اشتغال لپاره په نوې طرحه کې قراردادي څېړنې او د ژباړې ملي مرکز وړانديز شوی دی، د هېواد په سطحه د تحقيقاتو د ثبت د مرکز ايجادول، د علومو اکاډمۍ د کتابتون ډيجيټل کول، د علومو اکاډمۍ ټول نشرات انلاين کول، د دايرة المعارف او قاموسونو لپاره د ځانګړو اپليکيشنونو جوړول، د څېړنو لپاره د پليجريزم سيستم رامنځته کول، د استخدام په برخه کې علمي شرایط لوړول، د اداري فساد د مخنيوي لپاره په بېلابېلو برخو کې د کميسونونه ايجادول، د عوايدو د ډېروالي لپاره د ماسترۍ او دکتورا برنامې وړانديز او ترڅنګ يې د اکاډمۍ د نشراتو د پلور لپاره د پلان جوړول او د افغانستان ټولو علمي- اکاډميکو مرکزونو ته د علومو اکاډمۍ د نشراتو رسول په راتلونکي کال کې د علومو اکادمي له برنامو څخه دی چې عملي به يې کړي.

نوموړي د علومو اکاډمي د ستونزو او ننګونو په هکله وویل، د علومو اکاډمۍ د علمي او اداري غړو د ظرفيت لوړلو لپاره د بودجې نه شتون، د علومو اکاډمۍ علمي او اداري غړو ته د ظرفيت لوړلو لپاره د بورسونو نه شتون؛ د علمي ډيپارټمنتونو د تشکيل کمښت؛ د هېواد په ځينو ولايتونو کې د ساحوي څېړنو لپاره د امنيت نه شتون؛ د تحقيقاتو لپاره د کافي بودجې نه شتون؛ د علومو اکاډمۍ دولتي جايدادونه له غصب، دعوا او زورواکۍ سره مخامخ دي، هر کال زموږ ډېر وخت په محاکمو کې په دعوو تېرېږي، دې چارې د علومو اکاډمۍ د مديريتي برخې د مسوولينو ډېر وخت ضايع کړی او د ادارې پر علمي چارو يې بدې اغېزې کړې دي.

د علومو اکاډمي علمي منشي د پورته ستونزو د حل لپاره وړانديزونه لرل او ويې ويل، د څېړنو لپاره د ځانګړې بودجې تخصيصول؛ د ظرفيت لوړونې لپاره علومو اکاډمۍ ته د بورسيو زمينه مساعدول یا ځانګړې بودجه ورکول؛ د اړوندو علمي ډيپارټمنټونو تشکيل ډېرول؛ په ځينو ولايتونو کې د ساحوي څېړنو د ترسره کولو لپاره د امنیتي تدابيرو نيول؛ حکومت او دولت دواړه دې د علومو اکاډمۍ د دولتي جايدادنو د غصب، دعوا او زورواکۍ مسئلې ته جدي پاملرنه کول.

د يادولو ده چې د غونډې په پای کې د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۶:۳۴
Background image

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د شکایتونو اورېدلو وزارت د قانون د تشریح او تطبیق په اړه لویه غونډه ترسره شوه

نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم/عقرب د میاشتې ۳۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۲:۱۴
Background image

د تڼیو د ګړدود تحلیلي څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي ښاغلي نوماند څېړندوی احمد الله وصال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۴۷
Background image

په افغانستان کې پر لرغونو آریک ژبو د شویو کارونو څېړنه

"د علمي-څېړنېزي پروژې دفاع" د افغانستان د علومو اکاډمي، د بشري علومو معاونيت اړوند د ژبو او ادبیاتو مرکز د لرغونو ژبو انسټیټیوټ علمي غړي نوماند څېړندوی محمد اتل انګار د نوماندۍ دورې د. . .

BACK TO NEWS