په پښتو ادبياتو کې د سريزې ليکلو دود او ارزښت

Ezatullah_admin
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۹:۳۵
په پښتو ادبياتو کې د سريزې ليکلو دود او ارزښت

د تازه چاپ شوي اثر معرفي:

په پښتو ادبياتو کې د سريزې ليکلو دود او ارزښت

ليکوال: څېړنوال محمد نبي صلاحي

د مخونو شمېر: ۲۹ + ۲۳۲= ۲۶۱

د چاپ نېټه: ۱۳۹۹هـ. ش کال، د عقرب مياشت

خپروونکی: د افغانستان د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

د اثر لنډه معرفي:

«په پښتو ادبياتو کې د سريزې ليکلو دود او ارزښت» اثر کې په ادبي اثر ليکلو باندې د سريزې اړتيا، سريزه څه ته وايي؛ د مخکینۍ خبرو، یادښت، تقریظ، تقریض او سريزې ترمنځ پر توپیرونو او نږدېوالي او د سريزې په ډولونو بحث شوی دی.

دغه راز په نړيوال ادب او د پښتو په لرغونې او منځنۍ دورو کې او په پای کې د پښتو په اوسنيو ادبياتو: د روښانتيا، ويښتيا، اوښتون پړاوونو او معاصره مرحله کې د سريزې د لیکلو پر دود او ارزښت هر اړخيزه څېړنه په کې شوې ده.

-------------------------------------------------------------------------

یادونه: دغه کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست څخه په مناسبه بيه ترلاسه کولی شئ.

د اړيکې شمېره: 0202201279

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د کب میاشتې پر ۱۲ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۶
Background image

په افغانستان کې د بېدیاوو جغرافیایي پراختیا څرنګوالی

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د ځمکپوهنې علومو مرکز د هایدرومیتیورولوجي انستیتوت دجغرافیې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال عبدالرحمن لطیف د ۱۴۴۶هـ ق کال د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د پشه‌يي ژبې فونولوژي او مورفولوژي

نن یوه‌نۍ (یکشنبه) د ۱۴۰۴ل کال د کب (حوت) میاشتې په ۱۰مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د وروڼو قومونو د ژبو او ادبیاتو انسټیټیوټ علمي غړي څېړندوی فريدالله فرحان. . .

BACK TO NEWS