په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير څېړل
د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انستيتوت علمي غړي څېړنيار فضل الرحمن عليزي د «په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير څېړل» په نوم له خپلې علمي- څېړنيزې پروژې څخه دفاع وکړه.
ښاغلي عليزي وويل:
په پښتو کې د ادبي کره کتنې د تاريخي بهير د څېړنې په پايله کې دې نتيجې ته رسېږو چې د نورو ژبو په ځانګړې ډول د انګليسي، عربي، اردو او فارسي ژبو په څېر د پښتو ادبياتو په لرغونې، منځنۍ او معاصرې دورې کې هم کره کتنه شته. که څه هم په لومړيو کې دغه کره کتنه يواځې د يوه ټولنيز انتقاد په شکل ليدل کېږي او موږ ورته کره کتنه نه شو ويلای، خو بيا هم د کره کتنې څرک په کې شته او کره کتنې ته لار پرانيزي. څرنګه چې د پښتو ادبياتو په منځنۍ دوره کې د لرغونې دورې په نسبت له هره پلوه بدلون ليدل کېږي، د وخت او شرايطو له غوښتنې سره سم په زړه پورې آثار را منځته کېږي، د کره کتنې په برخه کې هم منظم آثار ليدل کېږي، په ځانګړي ډول د خوشحال خان خټک په پړاو کې د وخت له معيارونو او اصولو سره سم د کره کتنې بېلګې شته او معاصرې کره کتنې ته لاره هواروي.
د پښتو ادبياتو معاصره دوره د شلمې پېړۍ له لومړۍ نيمايي څخه پيلېږي، د معاصرې يا په اصطلاح اوسنۍ کره کتنې هم له همدې ځای څخه پيل شوي دي، خو له هماغه وخته تر ننه پورې لکه څنګه چې ښايي هسې نه، بلکې ماته ګوډه تر موږ را ورسېده. د معاصرې دورې له پيل څخه را وروسته چې زموږ ليکوالانو او اديبانو د کره کتنې لوري ته مخه کړې ده، اکثريت داسې دي چې تر ډېره ځايه يې د کره کتنې له اصولو او ميتودونو سره سمه کره کتنه نه ده تر سره کړې، ځکه چې تر سره شوې کره کتنه مو منفي پاله ده.
که د پښتو ادبياتو په روان ادبي بهير کې د کره کتنې حالت او وضعيت په پام کې ونيول شي، نو بايد ووايو چې که څه هم په دې برخه کې د پخوا په نسبت پرمختګ شوی دی، د افغانستان تقريباً ټولو پوهنتونونو د ژبو او ادبياتو پوهنځيو کې د کره کتنې په نوم مضمون تدريسېږي، د ادبي ټولنو په را منځته کېدو سره چې په ځينو کې خو د کره کتنې برخې ته ځانګړې پاملرنه کېده، خو د اوسني وخت امکاناتو او د لاسرسي وړ وسايلو له پرېمانۍ او اسانتياوو سره سره، د کره کتنې له اړخه موږ اوس هم په ښه وضعيت کې نه يو. اوسنۍ کره کتنه لا هم د قناعت وړ نه شو بللی، ځکه چې په اوسني روان ادبي بهير کې د کره کتنې معيار ډېر ښکته دی او لا هم په پښتو ادب کې کره کتنه د علمي اصولو پر ځای پر شخصي او ذوقي مسايلو را څرخي.
ده وويل، دا چې اوس تر بل هر وخت په پښتو ژبه کې آثار ليکل کېږي او يا هم له نورو ژبو څخه پښتو ته را ژباړل کېږي او خپرندويې ټولنې يې هم له کوم معلوم معياره پرته چاپوي او ټولنې يې ته يې وړاندې کوي، نو د دې لپاره چې په راتلونکي کې د دغسې خپلسريو مخه نيول شوې وي، وړانديز کوي چې د افغانستان د علومو اکاډمي دې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره په ګډه يوه واک لرونکې کمېټه وټاکي او یا دې هم د علومو اکاډمي په دې برخه کې د کره کتنې په نوم يو ه څانګه را منځته کړي، تر څو چاپېدونکي آثار له هره پلوه و ارزوي او له هغه وروسته د چاپ اجازه ورکړي.
بايد وويل شي چې د دې علمي پروژې لارښود استاد څېړنوال سيد نظيم سيدي وو او څېړنپوه دکتور سید محی الدين هاشمي او څېړنوال محمد نبي صلاحي ورباندې تقریظونه ليکلي دي.