د افغانستان د لرغون پېژندنې د ورستنیو کیندنو او سروې بیا کتنه (۱۳۹۸-۱۳۸۱)
د څېړنپوه کتاب خان فیضی د علمی- څېړنیزې پروژې پېژندنه:
۱- د پروژې نوم:
د افغانستان د لرغون پېژندنې د ورستنیو کیندنو او سروې بیا کتنه (۱۳۹۸-۱۳۸۱)
څپرکي: ۶
۲- د اجراء موده: دوه کاله(۱۱/۶/۱۳۹۸-۱۱/۶/۱۴۰۰)
۳- د تحقیق موخه: تر اوسه پورې په دې موضوع باندې څېړنه نه ده شوې، نو یوه نوې او تازه موضوع ګڼل کېږي.
۴- د پروژې مبرمیت:د دغې علمې- څېړنیزې پروژې پر لیکلو سره چې د هېواد نوې لرغونې سیمې په کې پېژندل کېږي، هنري او فرهنګي ځانګړنې یې په لرغون پېژندنه کې خورا ارزښت لري.
۵- د سوالونو طرحه:
- د لرغونو سیمو بررسي په ټولنې او اجتماع باندې څه ګټورتوب لري؟
- په دې ورورستیو کې د افغانستان کومې سیمې سروې شوې دي او پایله ېې څه وه؟
له دې پروژې نه لاسته راغلې پایلې:
د دې علمي- تحقیقي پروژې په بشپړولو سره چې د افغانستان د لرغونو سیمو د معماري د هنرونو ځانګړنې او د مهندسۍ په اړه وه، د لرغونو سیمو جامع مطالب په کې تشریح شوي دي او د لرغوني فرهنګ په خپراوي کې هم ښه مطلوبه پایله لري. او لرغون پېژندو نکو، فرهنګیانو او د پوهنتون زده کړیالانو ته یوه ښه اثر شمیرل کېدلی شي.
د اثر د کار فیصدي
د دغې علمي- څېړنیزې پروژې نږدې ٪۹۷کار مخته تللی دی او په پاتې برخو باندې یې کار ادامه لري.