د منځنۍ اسیا پر وړاندې د چین او فدراتیفې روسیې د بهرنیو سیاستونو مقایسوي څېړنه او پر منطقه یې اغېزې (۱۹۹۱ – ۲۰۲۰ م)

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۲۱ - ۱۰:۷

د علمي – څېړنیزو پروژو د پېژندنې لړۍ:

لیکوال: څېړندوی عمران زکریا

د اجرا موده: 2/8/1396 نه تر 28/6/1403

هدف: د دې علمي – څېړنیزې پروژې هدف د منځنۍ اسیا پر وړاندې د چین او روسیې د بهرنیو سیاستونو پرتلیزه څېړنه ده او دا چې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې به یې پر سیمه او افغانستان اغېزې څه وي، روښانه کول دي.

اهمیت: روسیه منځنۍ اسیا خپل امنیتي حریم ګڼي او پخوانۍ د نفوذ سیمه یې ده. چین انرژۍ او خامو موادو ته اړتیا لري چې په ټوله کې د منځنۍ اسیا سیمه د طبیعي زېرمو او لنډ واټن له امله د چین لپاره ځانګړی اهمیت لري. افغانستان د جغرافیوي موقعیت له اړخه درې سیمه ییز سیستمونه یو له بل سره نښلوي چې د منځنۍ اسیا ترڅنګ له سیاسي، اقتصادي او په ځانګړي ډول امنیتي پلوه د چین او روسیې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

د څېړنې مېتود: تشریحي – تحلیلي.

منتظره پایلې (نظري او عملي): د څېړنې په پایله کې به په لاس راشي چې چین او روسیې د منځنۍ اسیا پر وړاندې کوم ډول سیاستونه غوره کړي او په خپلو بهرنیو سیاستونو کې یې کومو موضوعاتو ته ځای او لومړیتوب ورکړی دی. د مرکزي اسیا پر وړاندې د چین او روسیې د بهرنیو سیاستونو په څېړلو سره به په عملي برخه کې د افغانستان دولت ته یو ښه فرصت په لاس ورشي ترڅو له مرکزي اسیا سره په تعامل کې د چین او روسیې پر وړاندې د خپلو ملي ګټو د خوندیتوب پر بنسټ عملي سیاست غوره او د منفي اغېزو مخه ونیسي. دا څېړنه به د څېړنیزو مرکزونو او پوهنتونونو په ګډون د دولت په کچه د هغو کسانو لپاره چې د بهرني سیاست په تدوین کې رول لري، یوه غوره سرچینه شي.