د هېوادوالو او څېړونکو پر مخ د طبي علومو د مرکز د تشخیصیه- څېړنیز کلینیک پرانیست غونډه

Ezatullah_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۳ - ۱۳:۴
د هېوادوالو او څېړونکو پر مخ د طبي علومو د مرکز د تشخیصیه- څېړنیز کلینیک پرانیست غونډه

وخت: د چهار شنبې ورځ د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د محرم د میاشتې  ۲۶ مه نېټه

غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته د علومو اکاډمي د طبیعي- تخنیکي علومو محترم معاون شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب د غونډې افتتاحیه وینا وکړه او د اسلام او شریعت له مخې یې د طبابت او طبیب ارزښت بیان کړ، همدارنګه یې ټولو هېوادوالو ته په تشخیصیه- څېړنیز کلینیک کې د ډېر کم حق الاجرت په وړاندې د خدمتونو د وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل. د اجنډا مطابق د تفسیر او حدیث مرکز محترم رئیس مولوي عرفان الله عرفان د وخت د ارزښت او د الله جل جلاله په لاره کې د هغه د مخلوق د خدمت اجر او ثواب بیان کړ، همدارنګه یې په ټولنه کې د طب او طبابت په قدر او اهمیت رڼا واچوله او په ټولو کارونو کې یې د پاک نیت او اخلاص موجودیت اساسي او مهم ارکان وبلل.

 وروسته د طبي علومو مرکز محترم رئیس څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل د طبي علومو د مرکز او تشخیصیه- څېړنیز کلینیک د شالید او فعالیت په اړه خبرې وکړې؛ ده وویل چې په ۱۳۵۷ هـ.ل کال کې د طبي علومو د مرکز پوهانو د طبیعي علومو د انسټیټوټ په چوکاټ کې څېړنیز فعالیتونه ترسره کول. په ۱۳۶۷ هـ.ل کال کې دې علمي- څېړنیز بنسټ د یوه مرکز په بڼه خپل فعالیت ته ادامه ورکړه. دا مرکز د خپل فعالیت په موده کې د مجربو استادانو او علمي کادرونو لرونکی و چې په ګټورو روغتیايي موضوعاتو یې څېړنې کړې دي. دې مرکز په ملي کچه په بېلابېلو کلونو کې په بېلابېلو روغتیایي موضوع ګانو باندې علمي ـ څېړنیز سیمینارونه  او کنفرانسونه دایر کړي او په سلګونو علمي- څېړنیزې مقالې یې لیکلې او چاپ کړې دي.

 ښاغلي حقمل  زیاته کړه چې تر ۱۳۹۲ هـ.ل کال پورې دې مرکز د علومو اکاډمي په چوکاټ کې د تشخیصیه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې هیڅ اسانتیاوې نه لرلې خو صحي خدمتونه په دوامداره توګه د دې مرکز د غړو له لوري په وړیا شکل وړاندې شوي دي. د ۱۳۹۲ هـ.ل کال په اواخرو کې د علومو اکاډمي تشخیصیه- څېړنیز کلینیک په رسمي ډول یواځې د علومو اکاډمي د علمي او اداري غړو پر مخ پرانیستل شو خو اوس د ټولو هېوادوالو او څېړونکو پرمخ پرانیستل کېږي. اوس مهال دا کلینیک د یوې ابتدایي هستې په حیث فعالیت کوي او په پلان کې ده چې ان شاءالله په راتلونکي کې به د ښو او دقیقو څېړنو او تشخیصیه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لا نور تجهیز شي.

 ده وویل چې علومو اکاډمي یوه علمي- څېړنیز اداره ده چې بېلابېل مرکزونه یې د علومو په بېلابېلو څانګو کې خپلې څېړنې ترسره کوي. د طبي علومو مرکز هم د علومو اکاډمي یو څېړنیز مرکز دی چې اصلي دنده یې په هېواد کې د شته ناروغیو د اپیدمیولوژي، لاملونو، کلینیکي نښو نښانو،  اختلاطاتو، درملنې او وقایې په اړه د څېړنو ترسره کول او سکتوري ادارو ته د دغو څېړنو د پایلو وړاندې کول دي. د طبي علومو د مرکز علمي غړو او څېړونکو له خپل قانوني مکلفیت (چې څېړنه ده) ور آخوا د اسلامي، انساني او وجداني مسؤولیت په اساس د دې مرکز له ایجاد څخه تر نن ورځې پورې ټولو مراجعینو ته په وړیا توګه صحي او تشخیصیه خدمتونه وړاندې کړي او د دې کار د اجر او ثواب غوښتنه هم له الله جل جلاله څخه کوي.

وروسته د ځمکپوهنې د مرکز رئیس ښاغلي څېړنپوه ډاکټر احمدشاه عمر وردګ د روغتیا په جسمي، رواني، اجتماعي او معنوي ابعادو خبرې ورکړې او د یو شمېر وژونکو ناروغيو لکه طاعون، انفلونزا، ایډز او کرونا او د بشري ناورین په اړه یې علمي او ارزښتناک  بحث وکړ او د صحي معایناتو، پلټنو او څېړنو اهمیت یې د غونډې ګډونوالو ته بیان کړ او په پای کې نوموړي د علومو اکاډمي له رهبري څخه غوښتنه وکړه چې د طبي علومو د مرکز څېړونکي او پوهان چې د خپلو څېړنیزو کارونو تر څنګ یې د هېوادوالو صحي خدمت ته اوږه ورکړې، تشویق او حمایت کړي او له یادو څېړونکو او ډاکټرانو څخه یې غوښتنه وکړه چې په پوره اخلاص سره دردمندو هېوادوالو ته خدمت وکړي.

په اخر کې غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده. ورپسې د رئیسه هیأت غړي، استادان، مېلمانه او د رسنیو نماینده ګان تشخیصیه- څېړنیز کلینیک چې د علومو اکاډمي د مرکزي دفتر په لومړي پوړ کې دی، پرانیست او د دې کلینیک له بېلابېلو برخو څخه یې له نږدې لیدنه وکړه.