د ختیځ زون (ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل
د افغانستان د علومو اکاډمي، د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز، د کرنې انستیتوت علمي غړي، د روان ۱۴۰۲ هـ. ل کال د لیندۍ په ۲۶مه نېټه، ښاغلي څېړندوی خلیل الرحمن بارکزي "د ختیځ زون (ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو د خاورو د حاصل خېزۍ د کچې څېړل" تر عنوان لاندې علمي – څېړنیزې پروژې څخه د څېړنوال علمي رتبې ته د ترفیع لپاره خپله دفاعیه د طبیعي – تخنیکي علومو په معاونیت کې د ټاکل شوي کمېسیون په حضور کې وړاندې کړه.
ښاغلي بارکزي وویل: د خاورو د حاصل خېزۍ څېړنه او د خاورې په ترکیب کې د موجوده ضروري عناصرو معلومول د پایداره کرنیز تولید لپاره د ځانګړي اهمیت لرونکې موضوع ده، خاوره د کرنيزو بوټو د روزنې او حاصلاتو د تولید غېږه ده چې د بوټو د روزنې او ودې لپاره د اوبو په ګډون زيات شمېر اړين عناصر ګټې اخستنې ته چمتو کوي. نایټروجن، فاسفورس، پوتاشیم او عضوي مواد د نباتاتو په وده باندې اغېزه کوي د بوټو د ښې ودې او همدارنګه د حاصلاتو له کميت او کيفيت سره نه شلېدونکې اړيکې لري، ځکه نو د حاصلخېزۍ له نظره په خاوره کې یې د کچې معلومول یوه ځنډ نه منونکې مبرمه موضوع ده.
د دې څېړنې اساسي هدف د مختلفو کرنیزو نباتاتو د کښت لپاره د ختیځ زون د درې ولایتونو (ننګرهار، لغمان او کونړ) په ځینو اداري واحدونو (سره رود، مهترلام او څوکۍ) کې د خاورې د اړینو عناصرو (نایټروجن، فاسفورس، پوتاشیم) او عضوي موادو د توپیرونو کچه معلومول دي، ترڅو د هغوی په نظر کې نیولو سره د خاورې د سمون او حاصل خېزۍ د ساتلو لپاره وړ او اړینې کړنې او وړاندیزونه ترسره شي او د هېواد د ډېرېدونکي نفوس لپاره د اړتیا وړ کرنیز محصولات تولید شي.
د هېواد د شرقي زون (ننګرهار، لغمان او کونړ) ولایتونو د ځینو ولسوالیو له 90 کلیو څخه چې (له هر ولایت څخه 30 کلي) کېږي، د خاورې د ټولولو د زیګزاګ میتود په بڼه نمونې راټولې شوي او د هر کلي څخه نظر د کلي کرنیز او جغرافیايي جوړښټ ته له 5 څخه تر 6 پورې څو ګونې نمونې چې مجموعه (472) نمونې کېږي او له هره څو ګونې نمونې څخه له 5 څخه تر 15 یوګونې نمونه چې مجموعه یې(5174) نمونې کېږي، راټولې شوي دي.
راټولې شوې نمونې د خاورو د لابراتواري سټندرډ میتودونو په وسیله د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د خاورې پېژندنې په لابراتوار کې ازمایل شوي، د SPSS د تحلیلونکي پروګرام په وسیله تحلیل، د GPS په وسیله د ټولو څوګونو نمونو نقطې ثبت او د GIS د پروګرام په وسیله یې نقشې جوړې شوي دي.
د دفاع په وروستۍ برخه کې یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او په اخر کې یې د څېړونکو او استادانو له لورې مطرح شویو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.
په پای کې د ارزونې د کمیسیون له لورې یاده دفاعیه د رأیو په اتفاق او تائید مثبته وارزول شوه.