په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
په هېواد کې د تولیدي او  توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک لاندې کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي بارکزي وویل: سرې په نړۍ کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي تر ټولو مهم عامل ګڼل کېږي، ځکه چې د خاورې د حاصلخېزۍ د ساتلو او د نباتاتو د غذایي اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي ارزښت لري. د نړۍ د کرنیزو حاصلاتو نږدې نیمایي برخه د سرو د اغېزمن استعمال پایله ده. په افغانستان کې چې د نفوس زیاتره برخه د کرنې پر سکتور متکي ده، د سرو موضوع د خوراکي امنیت، اقتصادي ثبات او چاپېریال ساتنې لپاره ځانګړی اهمیت لري.

دا مقاله د سرو پر اهمیت، په افغانستان کې د تولید او وارداتو وضعیت، د ناسم استعمال اغېزې، د پایدار استعمال لارې چارې، او د افغانستان ځانګړې ستونزې څېړي. دغه څېړنه چې په توصيفي – تحلیلي میتود سره تر سره شوې، په ډاګه کوي چې افغانستان د سرو په برخه کې د داخلي تولید له پلوه کمزوری دی او ډېره اړتیا یې د وارداتو له لارې پوره کېږي. خو د کیفیت ټیټوالی، د جعلي سرو زیاتوالی، او د کروندګرو د پوهاوي کمزورتیا د سرو اغېزمنتیا له منځه وړي چې د کرنیزو حاصلاتو کمښت او د کروندګرو اقتصادي زیانونه رامنځته کېږي. دا وضعیت نه یوازې د کرنیز سکتور پر وده منفي اغېز کوي، بلکې د هېواد پر ټولیز خوراکي امنیت هم مستقیم اغېز لري او د کروندګرو د بې وزلۍ لامل ګرځي.

څېړنې ښيي چې د خاورې د معاینې سیسټمونه، د دقیقې کرنې ټکنالوژي، د کیفیت کنټرول میکانیزمونه، او د کروندګرو د پوهاوي پروګرامونه د سرو د اغېزمن مدیریت لپاره حیاتي دي.

له څېړنې څخه څرګنده شوه چې مونږ ډېره برخه له بهرنیو هېوادونو(چین، روسیه، هند، استرلیا، ایران، ازبکستان، قزاقستان او د خلیج) څخه واردوو او ډېر اسعار مو په مصرف رسېږي، په داسې حال کې چې مونږ د یوریا سرې د تولید لپاره پراخه منابع لرو او کولی شو چې د مزارشریف د کود او برق د فابریکې پراختیا ترڅنګ، د یوریا سرو د تولید په موخه نوې فابریکې ایجاد کړو.

همدرنګه د لومړنیو څېړنو له مخې مونږ د هرات او هلمند په ولایتونو کې د فاسفوریت او اپاتیت منرال منابع لرو چې د فاسفورس لرونکو سرو په تولید کې ترې ګټه اخیستل کېږي.

د پوتاشیم سره چې له سلونیت او کارنالیت له منرالونو څخه لاسته راځي په اړه په هېواد کې یې د منابعو د پیداکولو لپاره څېړنو ته اړتیا ده.

د افغانستان د کرنې سکتور راتلونکی د سرو پر عالمانه، منظم او پایدار استعمال ولاړ دی. د علمي څېړنو، د کروندګرو پوهاوی او د امارتي اداراتو په ملاتړ او مرسته کولای شو د سرو استعمال مؤثر او د زیانونو مخه یې ونیسو، ترڅو راتلونکي نسلونه له حاصلخېزې خاورې څخه برخمن شي.

څېړنې څرګندوي چې د نایتروجن لرونکو سرو ناسم استعمال د خاورې تېزابیت زیاتوي، د اوبو د ککړتیا لامل کېږي او د ګلخانه‌یي ګازونو د خپرېدو له لارې د اقلیم بدلون ته لاره هواروي. له همدې امله، د سرو موضوع یواځې د کرنې د تولید مسئله نه ده، بلکې د چاپېریال ساتنې، اقتصادي ودې او د دوامدار پرمختګ مهمه برخه ده.

د څېړنې په پایله کې اړوندو برخو ته لاندې وړاندیزونه کېږي:

1. د دې لپاره چې د سرو په وارداتو اتکأ کمه شي، د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته وړاندیزکېږي چې په شریکه د خصوصي متشبثینو او پانګوالو د هڅونې له لارې د سرو د تولید داخلي فابریکې جوړې کړي.

2. د کانونو او پطرولیم وزارت او علومو اکاډمي ته وړاندیز کیږي چې د فاسفورس لرونکو سرو منابع چې د هلمند او هرات په ولایتونو کې په لومړنیو څېړنو کې لیدل شوي، هراړخیزې څېړنې ترسره او د اړوندو اداراتو په واک کې ورکړل شي، ترڅو د فاسفورس لرونکو سرو د تولید په برخه کې کوټلي ګامونه واخیستل شي.

3. د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ ته وړاندیز کېږي چې د مزارشریف د کود او برق فابریکه چې په ۱۳۵۳ل. کال کې یې د یوریا سرې په تولید شروع کړې او د سیمې په کچه یوه لوړترینه فابریکه ګنل کېده د بیا تجهیز او پراخېدو په برخه کې یې پاملرنه وکړي او همدارنګه خصوصي متشبیثین او له روسیې هېواد څخه د ورته فابریکو د جوړولو لپاره همکاري وغوښتل شي.

4. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کېږي، چې د سرو د وارداتو د کیفیت کنټرول د پیاوړتیا لپاره په هر زون او لویو ګمرکونو کې د سرو کیفیت د څېړنې لپاره معیاري لابراتوارونه جوړ کړي او د وارداتو په مهال د سرو د کیفت معاینه لازمي شي.

5. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وړاندیز کېږي چې د جعلي سرو د وارداتو د مخنیوي لپاره باید سخت قوانین نافذ او عملي کړي.

6. کروند ګرو ته وړاندیز کېږي چې د حیواني سرې، کمپوسټ او بیولوژیکي سرو کارول چې د خاورې د حاصلخیزۍ ساتنه کوي او د کیمیاوي سرو اړتیا کموي استعمال کړي.

7. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات ته وړاندیز کېږي چې په هېواد کې د خاورې د ازموینې پراخ لابراتوارونه جوړ کړي او کروندګر د خاورو د ازمویلو په ارزښت پوه کړي، ترڅو په خپلو کروندو کې د اړینو عناصرو اندازه معلومه، او پر بنسټ یې سرې استعمال کړي.

8. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ محترم وزارت ته وړاندیز کېږي چې د GPS، سنسرونه او ډرون ټکنالوژي چې د سرو د استعمال په دقیقه توګه استعمالوي او د حاصلاتو د زیاتوالي سبب کېږي رامنځ ته او د هېواد په لویو فارمونو لکه قوشتېپه کې ترې استفاده وکړی.

9. د افغانستان علومو اکاډمۍ، د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو مرکز، د کرنې انستېتوت ته وړاندیز کېږي، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د وارداتي سرو په اړه ځانګړې څېړنې تر سره کړي.

یاد کنفرانس د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو وروسته د علمي کمیسیون لخوا مثبت و ارزول شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لړم میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
Background image

په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

د آریانا مجلې نوې، ځانګړې ګڼه چاپ شوه

آریانا مجله د افغانستان د علومو اکاډمي علمي ـ څېړنیزه مجله ده چې د اقتصاد، تاریخ او اتنوګرافي، حقوقو او سیاسي علومو، ارواپوهنې، ښوونې او روزنې، ژورنالېزم، فلسفې او ټولنپوهنې موضوعاتو په. . .

BACK TO NEWS