شوماشتي ژبه ده، که لهجه؟

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۵۱
څېړندوی فرید الله فرحان

“علمي- څېړنيز کنفرانس”

د افغانستان دعلومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبياتو مرکز، د ورونو قومونو ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن ‌پیلنۍ(شنبه) د ۱۴۰۴لمریز کال د عقرب میاشتې په ۲۴مه نېټه (شوماشتي ژبه ده، که لهجه؟) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

کنفرانس د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې څېړندوی فرید الله فرحان ته د کنفرانس د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه. نوموړي د کنفرانس په پیل کې لومړی د څېړنې پر اهميت او مبرميت، موخې او مېتود باندې خبرې وکړې او ورپسې یې د شوماشت پر لنډې پېژندنې او څلور خواوو بحث وکړ چې د کونړ ولايت نورګل ولسوالۍ مزار درې کې موقعت لري.

په دې کنفرانس کې څېړونکي د ساحوي څېړنې پر بنسټ په اکاډمیک ډول د موضوع د سپړنې او ثابتولو په موخه د شوماشت او شاوخوا د پشه¬يي ژبې د چوګني لهجې د بېلابېلو سیمو ترمنځ ژبني مواد، لکه: خپلواک ضميرونه، ناخپلواک ضميرونه، اشاروي ضميرونه، مبهم ضميرونه، مصدرونه، شمېر نومونه، خپلوانو نومونه، د بدن د غړو نومونه، حيواناتو نومونه، کورني وسایلو نومونه، زراعتي وسايلو نومونه او طبيعي نومونه په پرتلیز ډول څېړلي وو چې په پایله کې یې دا موضوع روښانه شوه چې شوماشتي ځانګړې ژبه نه، بلکې د پشه‌يي ژبې د چوګني لهجې اړوند لهجه ده چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په شوماشت کې ویل کېږي. د پشه¬يي ژبې چوګني لهجه د کونړ ولايت په آريت (آرېڵ)، شوماشت (شوماش)، وامه ګل، شولت، چلس،کوړنګل، د نورستان په کوردر او هم د ننګرهار ولایت د دره نور ولسوالۍ په شېمل او کنداک کلیو کې ويونکي لري.

یاد علمي – څېړنیز کنفرانس د ګډونوالو پر پوښتنو او د ښاغلي فرحان په مثبتو ځوابونو پای ته ورسېد او د کنفرانس د ارزیابۍ کمېسون له لوري د رایو په اتفاق مثبت او بریالی وارزول شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۵۶
Background image

د افغانستان لرغون‌پېژندنې څېړنیزې مجلې نوې (۴۵) ګڼه چاپ شوه

د افغانستان لرغون پېژندنې څېړنیزه مجله، د افغانستان د علومو اکاډمۍ، د بشري علومو معاونيت اړوند د لرغون‌پېژندنې څېړنيز مرکز علمي-څېړنيزه مجله ده؛ چې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د ياد مرکز له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۹:۵۱
Background image

شوماشتي ژبه ده، که لهجه؟

“علمي- څېړنيز کنفرانس” د افغانستان دعلومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبياتو مرکز، د ورونو قومونو ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن ‌پیلنۍ(شنبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۴:۲۳
Background image

په لغمان ولایت کې د غنمو د ژمنیو، اختیاري او ځینو محلي ورایټي ګانو د ودې او حاصلاتو پرتلیزه څېړنه

د افغانستان د علومو د طبیعي تخنیکي معاونیت د برخې د کیمیا، بیولوژي او کرنې علومو د مرکز د کرنې د انسټيټوټ علمي غړي څېړندوی محمد منیر نظیري په 12.8.1404 نېټه د «په لغمان ولایت کې د غنمو. . .

BACK TO NEWS