د کابل مجلې د ۱۴۰۴ کال دویمه ګڼه چاپ شوه
کابل مجله چې د افغانستان د علومو اکاډمي د بشري علومو معاونیت پښتو ادبیاتو ته ځانګړې شوې مجله ده چې تازه یې د ۱۴۰۴ لمریز کال دویمه ګڼه چاپ شوه. کابل مجله د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، علمي ـ څېړنیزه چاپي خپرونه ده چې د پښتو ژبپوهنیزو، ادبي او فولکلوري موضوعاتو په اړه د هېواد د څېړونکو، پوهانو او فرهنګپالو علمي ـ څېړنیزې مقالې او لیکنې خپروي.
په دې ګڼه کې دا لاندې علمي ـ څېړنیزې مقالې چاپ شوې دي:
د مفرور ناول کره کتنه
څېړنپوه دوکتور سید نظیم سیدي
په پښتو معاصر غزل کې د محاورې رنګيني او ارزښت
پوهنمل عبیدالله اغېز
د پښتو ژبې «لنډ ګرامر» اثر کې د نوم په تشریح کې د تأمل وړ موارد
څېړنوال وجیه الله شپون
په لنډيو کې فردي نوستالژي
پوهنمل میوند بختیار
شرعة الاسلام د حميد مومند ژباړه ده؟
څېړنوال دوکتور محمد داود عربزی
« اغزن سیم » د افغان انسان د ژوند ماته هینداره
څېړندوی مطیع الله ساحل
د زین الله منلي د دیني او ادبي ژباړو منځپانګیزه ځیرنه
څېړندوی خالد تکل
په ټولنیز ژوند کې د ژبې ارزښت
څېړندوی پښتون پښتون
په پښتو ادب کې د ټوکو ټکالو فرهنګي مخینه
عطاء الله حسین زی
یاده ګڼه په بشپړ ډول له لاندې لینک څخه کتلی او ډاونلوډ کولاې شئ....
تاسې کولای شئ چې یاده ګڼه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د اطلاعاتو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۲۷۹
