«اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین» علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۱:۵۳
«اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین» علمي- څېړنیز سیمینار ترسره شو

کابل: د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسير او حديث مرکز له خوا «اسلام د اعتدال او منځلاریتوب دین » تر سرلیک لاندې دوه ورځنی علمي- څېړنیز سیمینار د ۱۳۹۹ هـ.ش کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شو.

د سيمينار په لومړۍ ورځ (دوشنبه) د جمهور رئیس محمد اشرف غني پیغام، د ملي مصالحې عالي شورا د رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پیغام، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام، د سولې په چارو کې د دولت وزارت پیغام، د کابل پوهنتون پیغام لوستلو ترڅنګ د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب، د حج، ارشاد او اوقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمد علم ايزديار، د ولسي جرګې غړي ډاکټر عبدالقیوم سجادي، د علومو اکاډمي د بشري علومو مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي، د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو معين مولوي محمد عارف ملکیار، د جامعة المصطفی د اسلامي علومو د څانګې رئیس دکتور احمد ذبیح افشاګر، د علماوو د شورا غړي مولوي سعید الرحمن احساس او ديني عالم محمد ناصر حلیمي د سيمينار د موضوع په تړاو چې اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دين دی، ارزښتمنې ويناوې وکړې.

د دغه سیمینار دویمه غونډه د قرآنکریم په تلاوت سره پیل شوه او ورپسې د مفتي مولوی رحیم الله حنفي له خوا د «اعتدال او وسطیت» په نوم د کتاب په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل.

په دغه کتاب کې راغلي دی: اعتدال د وسط او وسطیت معادل دی، اعتدال د ظلم او زیاتي ضد، پر عدل پرېکړه کول، تقویم، تسویه، مماثله، موازنه، مساوات او د انصاف په معنا دی. وسطیت هغه غوره حالت دی چې انسان له یو د طرفینو (افراط او تفریط) ته له ښويېدلو څخه ساتي، لکه بخل او اسراف چې وسط یې سخا ده.

حنفي د دې خبرې په کولو سره چې موږ هره ورځ د الله تعالی له درباره په هر لمانځه کې هره ورځ د مستقيمې لارې غوښتونکي یو، وويل، افراط او تفریط د اسلام منهج او لاره نه ده.

بايد وويل شي چې د سيمينار دويمه ورځ د علمي- څېړنيزو مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې په همدې مناسبت لاندې مقالې ولوستل شوې:

د اعتدال او منځلاریتوب پېژندنه د څېړنپوه سید حبیب الله شاکر،

عوامل پیدایش تندروی در جامعه د څېړنوال نجیب الله امین،

په هیواد کې د اعتدال او منځلاریتوب په وړاندې خنډونه د څېړنوال عبدالرحمن عادل،

چګونګی اعتدال و میانه روی در مسایل اختلافی د څېړندوی یارمحمد صمدي،

اعتدال و میانه روی در معاملات اقتصادی د څېړنپوه عبدالمعبود ضریري،

نقش اعتدال و میانه روی در همدیګر پذیری د څېړنوال عبدالناصر باهر،

اعتدال و میانه روی در زندګی فردی د څېړنوال عبدالحمید وفا،

د فتوی په صدور کې اعتدال د سرمحقق عبدالکریم فضلي،

په ټولنه د اعتدال تاثیرات او اغېزې د څېړنوال برهان الله نیازي،

نقش اعتدال در امورات خانواده د څېړنپوه عبدالولي بصیرت،

اعتدال و میانه روی در مسایل اعتقادی د څېړنوال عبدالوهاب عابد،

اعتدال و میانه روی در عبادات د څېړنپوه محمد یوسف حازمي،

د اعتدال فرهنګ په ترویج کې د رسنیو رول د څېړندوی محمد داود ناظم،

او اعتدال و میانه روی در امور سیاسی د څېړنوال سید عمر اعزامي له خوا ولوستل شوه.

د سيمينار د پای په شېبو کې د لوستل شويو مقالو په اړه پوښتنې، بحث او مناقشه وشوه. د سيمينار ارزونه د علومو اکاډمي د بشري علومو د مرستيال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي له خوا وشوه چې په ټوله کې يې دغه سيمينار مثبت او ګټور وباله.

په پای کې د سيمينار د ګډونوالو له خوا پرېکړه ليک صادر شو چې په کې راغلي دي:

۱. له افراطي او تفريطي مفکورو څخه د ډډې کولو په موخه د هېواد په کچه په پلازمېنې کې یو اسلامي مرکز جوړ شي، تر څو د ديني علومو زده کوونکي معتدلې اسلامي زده کړې وکړي او د نورو هېوادونو له مسافرت څخه مخنیوی وشي.

۲. تعلیمي نصاب او د تعلیمي مؤسسو نصاب ته د «فقه مقارن» مضمون اضافه شي، ترڅو له افراط او تفریط څخه مخنیوی وشي.

۳. یوه مستقله ديني مرجع او د افتاء مرکز دې جوړ شي چې په کې متعهد او متخصص علما موجود وي.

۴. د اطلاعاتو او فرهنګ محترم وزارت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې د هغو سریالونو، سایټونو او مطالبو چې تشدد او تاوتریخوالی خپروي، مخنیوی وکړي.

۵. هغه ګوندونه او جریانونه چې قومي، ژبني او مذهبي موضوعاتو ته لمن وهي، د عدلیې محترم وزارت دې ترې مخنیوی وکړي.

۶. د حج، اوقاف او ارشاد وزارت دې د جوماتونو له لارې د اعتدال روحيې په عملي کولو کې ونډه واخلي.

۷. تحصیلي او تعلیمي نصاب دې د یو بل د منلو پر روحیه سمبال شي.

۸. دولت باید له هر هغو کړنو او او ویناوو چې د اساسي قانون له دويمې او درېيمې مادي سره په ټکر کې دي، له هغو څخه باید مخنیوی وشي او هر هغه غیر اسلامي عمل چې د قانون خلاف وي او دیني احساسات راپاروي، باید ترې مخنیوی وشي.

۹. کورنۍ دې خپل ماشومان د اعتدال پر روحیه سمبال کړي.

۱۰ . د دغه سیمینار مقالې دې د هېوادوالو د استفادې لپاره چاپ شي.