د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۲۶
ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان

“علمي-څېړنيز کنفرانس”

د ژبو او ادبياتو مرکز، د وروڼو قومونو د ژبو او ادبياتو انسټيټوټ علمي غړي ښاغلي څېړندوی فريدالله فرحان نن سې‌شنبه د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولي په ۲۲مه نېټه (د پشه‌يي الفبا ليکدودي ستونزې) تر سرلیک لاندې علمي-څېړنيز کنفرانس وړاندې کړ.

غونډه د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره پیل شوه؛ ورپسې څېړونکي ته د کنفرانس د وړاندې کولو بلنه ورکړل شوه؛ څېړندوی فریدالله فرحان د کنفرانس په پیل کې د څېړنې پر موخه، اهميت او مبرميت باندې خبرې وکړې او ورپسې یې پر ټولو هغو ستونزو چې په پشه‌يي الفبا کې موجودې وې لازم علمي بحث وکړ، لکه: د پشه‌يي ژبې په الفبا کې د (لهـ /ڵ/ڷهـ = λ، يی = ai، وو = au) ګرافیمونو څخه ځينې یې د علمي اصولو له مخې نه دي جوړ شوي يعنې د یو فونیم لپاره د دوو ګډو ګرافیمونو ټاکل... او ځينې ګرافيمونه یې اضافي دي چې د تطبيق ساحه يې نه ليدل کېږي؛ خو ځینې ارزښتناک غږونه په پشه‌يي ژبه کې داسې هم شته، لکه: (ې = ê، ښ = ṣ، ݩ = ŋ، ئ = ay، ۍ = yә، ږ = ẓ، ۀ = ə) چې تر اوسه پورې ورته مشخص شګرافيمونه نه دي ټاکل شوي چې په موجوده لیکدود کې دغه فونیمونه (غږونه) د نورو فونیمونو په ګرافیمونو ښوول کېږي چې پر همدې بنسټ یې په بېلابېلو کلمو کې معناییز توپیرونه رامنځته شوي دي. ښاغلي فرحان وړاندیز وکړ چې دې ډول ارزښتناکو ژبنیو غږونو ته دې د علومو اکاډمۍ په چوکاټ کې د یو علمي کميسون له خوا دغو غږونو لپاره ګرافيمونه جوړ شي، نوموړي دا یوه ژبنۍ، لیکدودي او علمي اړتیا وبلله چې په وینا یې په ډېرو کلیمو کې د ګډوډیو مخه نیسي.

یاد علمي – څېړنیز کنفرانس د ګډونوالو پر پوښتنو او د ښاغلي فرحان په مثبتو ځوابونو پای ته ورسېد او د کنفرانس د ارزیابۍ کمېسون له لوري یاد کنفرانس بریالی وارزول شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۳:۴
Background image

د معارف القرآن او احسن الکلام تفسیرونو پرتله‌ییزه څېړنه

نن پنځنۍ / پنجشنبه د ۱۴۴۸هـ ق کال صفر المظفر ۱۵مه (۸/۵/۱۴۰۵ ل) د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د تفسیر او حدیث مرکز علمي غړي، څېړنوال عبد الرحمن حامد، د څېړنپوهۍ علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۸:۴۷
Background image

نړیوالتوب او پر افغانستان یې اغېزې

نن درېنۍ / سه ‎شنبه د ۱۴۴۸ هـ ق کال د صفر المظفر ۱۳مه (۱۴۰۵/۵/۶) نېټه، د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو معاونیت د عقیدې او ثقافت مرکز په نوښت د (نړیوالتوب او پر افغانستان یې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د. . .

BACK TO NEWS