په خوب کې د ځای لندول یا Enuresis (خپوروالی، لاملونه او درملنه)
د کنفرانس وړاندې کوونکی: څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل
ځای: د علومو اکاډمي د کنفرانسونو تالار
د وړاندې کولو نېټه او وخت: شنبه، ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ هـ.ل (۱۴۴۵/۸/۲۱ هـ.ق) نېټه، له غرمې مخکې (۱۰:۰۰ بجې).
د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنپوه ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي.
د کنفرانس موخه: د Enuresis د خپوروالي، لاملونو او درملیزو میتودونو روښانه کول
د موضوع مبرمیت او ارزښت: Enuresis یوه داسې پتالوژي ده چې په هر عمر کې رامنځته کېدلای شي خو پېښې یې په ماشومانو کې تر نورو ډېرې دي.
هغه کسان چې Enuresis لري، نورمال ژوند نه شي کولای او هر وخت تر کورنیو او ټولنیزو فشارونو لاندې ژوند تېروي. دې ناروغانو ته بېلابېلې رواني ستونزې پیدا او اکثره وخت د کورنۍ د اوږو بار ګڼل کېږي. دا خلک په کورنۍ کې خپل ځای او ارزښت له لاسه ورکوي او د یوه معیوب شخص په سترګه ورته کتل کېږي. که په مقدم ډول دا پتالوژي تشخیص، لاملونه یې پیدا او په مناسبه توګه تداوي شي نو ناروغ شخص د ټولنې په پرمختګ کې د یوه اغېزناک غړي په حیث خپل ژوند ته ادامه ورکولای شي.
پوښتنې: ۱- Enuresis کوم ډولونه لري؟ ۲- Enuresis په کومو خلکو کې ډېر لیدل کېږي؟ ۳- Enuresis د کومو لاملونو له کبله رامنځته کېږي؟ ۴- Enuresis کوم درملیز میتودونه لري او تر ټولو ښه درملنه یې کومه ده؟
لنډیز: په Enuresis کې په غیر ارادي توګه د خوب په حالت کې مثانه تخلیه او د خوب ځای لندېږي. که یو شخص د ورځې له خوا په خوب کې ځای لوند کړي نو دDiurnal enuresis په نوم یادېږي. برعکس، که یو شخص د شپې له خوا په خوب کې ځای لوند کړي نو د Nocturnal enuresis په نوم یادېږي.
Enuresis معمولاً په ماشومانو کې رامنځ ته کېږي. د Nocturnal enuresis پېښې په هلکانو او د Diurnal enuresis پېښې په انجونو کې ډېرې لیدل کېږي.
د Enuresis د خپوروالي کچه د عمر له مخې توپیر لري. په څلور کلنۍ عمر کې ۲۵ سلنه ماشومان خپل ځای لندوي، خو په اووه کلنۍ عمر کې یواځې ۵- ۱۰ سلنه ماشومان خپل ځای لندوي. په ۱۰ کلنۍ عمر کې له ۵ سلنه څخه لږ ماشومان خپل ځای لندوي خو د لویو ماشومانو په ۰٫۷ سلنه کې Enuresis رامنځته کېږي.
تر درې کلنۍ پورېEnuresis یوه فزیولوژيکه حادثه ده، خو په لوړو عمرونو کې یې باید لامل پیدا او په مناسبه توګه تداوي شي. په نورمال ډول، کله چې ماشوم دوه نیم کلن شي نو خپل ادرار کنټرولولای شي. انجونې مخکې له دې چې دوه نیمو کلونو ته ورسېږي خپل ادرار کنټرولولای شي.
له زېږېدنې څخه وروسته ماشوم په تدریجي ډول د ادرار د کنټرولولو قابلیت لاسته راوړي. له دوه کلنۍ څخه وروسته، ماشوم په تدریجي ډول په خپله خوښه د احلیل خارجي معصره نرمولای او سختولای شي. په دې معنا چې ماشوم په ارادي توګه د تبول د ترسره کولو قابلیت لاسته راوړي.
په ټوله کې ویلی شو چې ماشوم؛ په دوه کلنۍ عمر کې ۲۵ سلنه د ورځې او ۱۰ سلنه د شپې، په دوه نیم کلنۍ عمر کې ۸۵ سلنه د ورځې او ۴۸ سلنه د شپې او په درې کلنۍ عمر کې ۹۸ سلنه د ورځې او ۷۸ سلنه د شپې له خوا خپل بستر نه لندوي.
د اعراضو له مخې Enuresis په دوه ډوله دی: ۱- mono‐symptomatic Enuresis. ۲-Non Mono Symptomatic Enuresis.
پهmono‐symptomatic Enuresis ((MSE کې له Enuresis پرته، د سفلي بولي لارو نور اعراض او علایم او د مثانې د دندو خرابوالی نه وي موجود. برعکس، په Non Mono Symptomatic Enuresis کې له Enuresis پرته، د سفلي بولي لارو نور اعراض او علایم هم موجود وي.
Non Mono Symptomatic Enuresis په خپل وار په دوه ډوله دی: ۱- ابتدایي Enuresis: په ماشومانو کې د enuresis تر ټولو عام (۷۵ سلنه) ډول دی.
دا ماشومان له زېږېدنې څخه سلسل البول لري او له شپږو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره هېڅکله وچ نه یي پاتې شوي. دا ډول Enuresis په نارینه ماشومانو کې نسبت ښځينه ماشومانو ته ډېر رامنځته کېږي.
۲- ثانوي Enuresis: دا د Enuresis ۲۵ سلنه پېښې جوړوي. په دې کې ماشوم د شپې له خوا لږ تر لږه تر شپږو میاشتو وچوالي وروسته خپل ځای لندوي. یعنې دلته به د شپې له خوا د بسترې د وچوالي شالید له شپږو میاشتو څخه د ډېرې مودې لپاره موجود وي.
Enuresis د درېیو پروسو په پایله کې رامنځته کېږي: ۱- په متناوب ډول د ADH د سویې بدلون: په نارمل ډول ADH د ادرار له جوړېدو څخه مخنیوی کوي. څومره چې د ADH مقدار لوړېږي په هماغه اندازه د ادرار تولید کمېږي. برعکس، څومره چې د ADH مقدار کمېږي په هماغه اندازه د ادرار تولید ډېرېږي. په لویانو کې د ورځې له خوا په وینه کې د ADH سویه ټیټه وي او د شپې له خوا یې سویه لوړېږي، نو ځکه د ورځې له خوا ډېر ادرار تولید او څو وارې شخص د مثانې تخلیې ته مجبورېږي، خو د شپې له خوا لږ ادرار تولید او په نارملو خلکو کې Nocturia نه وي موجوده. برعکس، په ماشومانو کې د خوب په وخت کې د ADH سویه کمېږي نو ځکه په خوب کې د ادرار تولید ډېر او Enuresis رامنځته کوي.
۲- د شپې له خوا د مثانې د وظیفوي ظرفیت کمېدل ( د overactive bladder له نښو نښانو سره یو ځای یا د OAB له نښو نښانو پرته). ۳- په متناوب ډول ویده کېدل او د هڅونې میکانیزمونه.
هغه ریسک فکتورنه چې د Enuresis پېښې ډېروي: ۱- د Enuresis کورنی شالید او جنتیکي فکتورونه: که د یوه ماشوم پلار، مور یا سکني وروڼه او خوندې Enuresis ولري نو په ده کې هم Enuresis رامنځ ته کېدلای شي. که پلار د Enuresis شالید ولري نو په ۴۳ سلنه پېښو کې به یې ماشومان هم Enuresis ولري؛ که مور دEnuresis شالید ولري نو په ۴۴ سلنه پېښو کې به یې ماشومان هم Enuresis ولري او که مور او پلار دواړه د Enuresis شالید ولري نو په ۷۷ سلنه پېښو کې به یې ماشومان هم Enuresis ولري. که مور او پلار د Enuresis شالید و نه لري نو په ۱۵ سلنه پېښو کې Enuresis رامنځ ته کېدلای شي.
په monozygoticغبرګونو کې نسبت dizygotic غبرګونو ته د Enuresis پېښې دوه چنده دي، چې په ترتیب سره ۶۸ سلنه او ۳۶ سلنه کېږي. Enuresis په autosomal dominant شکل له والدینو څخه اولادونو ته انتقالېږي.
۲- رواني او سلوکي عوامل: که له یوې خوا رواني او سلوکي ستونزې Enuresis رامنځته کولای شي، خو له بلې خوا Enuresis رواني او سلوکي ستونزې رامنځ ته کولای شي. ۳- د بولي لارو انتانات. ۴- قبضیت.
په اساسي ډول د Enuresis په پتوجنېز کې درې غړي (اعصاب، بډوډي او مثانه) شامل دي. د دې غړو د اختلال او یا د دې غړو په پخېدو (maturation) کې د تأخیر له کبله Enuresis رامنځته کېږي.
ابتدایي او ثانوي Enuresis د بېلابېلو لاملونو له کبله رامنځته کېدلای شي. د Enuresis په منجمنټ کې تر ټولو اړینه خبره د Enuresis د لامل پیدا کول دي. ګڼ شمېر لاملونه لکه ارثیت، د مثانې د ظرفیت کموالی، د شپې له خوا د ادرار ډېروالی، د مثانې د فعالیت ډېروالی، د مثانې التهاب، قبضیت، رواني ستونزې، د احلیل تنګوالی، نیوروجنیک مثانه، اکټوپیک حالب، بې خونده شکر، د خارجي معصرې میخانیکي او وظیفوي کمزورتیا، د حوصلي عضلاتو کمزورتیا، خوږ شکر، د بولي لارو انتانات او مرګي؛ Enuresis رامنځته کولای شي.
د Enuresis د ښه کېدو کچه په هر کال کې ۱۵ سلنه ده. د ښه کېدو له دغې کلنۍ کچې څخه موږ اټکل کولای شو چې د ماشوم تر بشپړ ښه کېدو پورې باید څومره انتظار و وېستل شي او آیا په انتظار وېستلو سره ماشوم په بشپړ ډول ښه کېدای شي او که نه.
که یو ماشوم د کلونو په تېرېدو سره د شپې له خوا د بسترې په لندولو کې هیڅ بدلون ونه کړي او هره شپه خپل بستر لوند کړي نو انتظار وېستل د درملنې مناسبه لاره نه ده. برعکس، که یو ماشوم د کلونو په تېرېدو سره د بستر لندول کم کړي او ځېنې شپې یې بستر وچ پاتې شي، نو معنی یې دا ده چې په انتظار وېستلو سره کېدای شي ماشوم پرته له درملو ښه شي.
له پنځه کلنۍ څخه مخکې فعالې درملنې ته اړتیا نه شته او یواځې انتظار وېستل کېږي چې ماشوم په خپله ښه شي. که له پنځه کلنۍ څخه وروستهEnuresis دوام لاره نو د فعالې درملنې په اړه یې باید فکر وشي.
محافظه کارانه درملنه په ۶۰ تر ۸۰ سلنه پېښو کې اغېزناکه ثابته شوې ده. په دې درملنه کې له ماشوم سره د رویې بدلون، د مثانې روزنه، له قبضیت څخه مخنیوی او له enuresis alarm څخه ګټه اخیستل شامل دي.
که محافظه کارانه درملنه اغېزناکه نه وه نو ناروغ ته درمل توصیه کېږي. که د Enuresis لامل ولادي یا کسبي انومالي ګانې وي نو د جراحي په واسطه دا انومالي ګانې اصلاح کېږي.
د Enuresis د پېښو د کمولو او اغېزناکې درملنې په موخه لاندې وړاندیزونه کېږي:
I- والدینو ته وړاندیزونه: ۱- څرنګه چې ارثیت او جنټیکي فکتورونه د دې ناروغۍ په رامنځته کولو کې ډېر مهم خطري فکتور دی نو ځکه وړاندیز کېږي چې د خپلوانو ترمنځ ودونه و نه شي. ۲- والدینو ته په کار ده چې کورنی چاپیریال د خوشحالۍ په فضاء سمبال کړي، خپلو ماشومانو ته د ژوند کولو مناسبې لارې وروښيي، روحي او رواني روزنه ورکړي، د ماشومانو له بې ځایه رټلو او تهدید څخه ځان وساتي. ۳- هغه ماشومان چې د خوب ځای لندوي د رټلو پر ځای باید تشویق شي او هغو ته په هره وچه شپه مناسبې جایزې ومنل شي، تر څو په خپل ځان باندې د ماشوم باور ډېر او خپل ځان ته په درنښت قایل شي. دا کار د Enuresis په درملنه کې ډېره مرسته کوي.
II- صحي پرسونل ته وړاندیزونه: ۱- له پنځه کلنۍ څخه مخکې فعالې درملنې ته اړتیا نه شته. په دې موده کې یواځې انتظار وېستل کېږي چې ماشوم په خپله ښه شي. که یو ماشوم د کلونو په تېرېدو سره د شپې له خوا د بسترې په لندولو کې هېڅ بدلون ونه کړي او هره شپه خپل ځای لوند کړي نو انتظار وېستل د درملنې مناسبه لاره نه ده. په دې ماشومانو کې باید فعاله درملنه پیل شي. ۲- د ناروغۍ د درملنې له پیلولو څخه مخکې باید د ناروغۍ سببي لامل په ګوته او بیا په مناسبه توګه له منځه ویوړلی شي. ۳- صحي پرسونل باید په یاد ولري چې؛ د درملنې د پیلولو په اړه تصمیم په ماشوم او والدینو پورې اړه لري. که ماشوم یا والدین په درملنه کې فعاله ونډه وانخلي نو درملنه نتیجه نه ورکوي. ۴- Desmopressin، Anticholinergics او Tricyclic Antidepressants درمل باید د اړتیا له مخې په انفرادي یا ترکیبي ډول ناروغ ته توصیه شي. دا درمل ماشومانو او لویانو دواړو ته توصیه کېدلای شي.
III- نور وړاندیزونه: ۱- د عامې روغتیا وزارت باید د مور او ماشوم د پاملرنې او روزنې لپاره ځانګړي مرکزونه ایجاد کړي. دا مرکزونه دې په منظمه توګه په ټولنه کې د میندو او ماشومانو روحي او رواني ستونزې په ګوته او والدینو ته دې د یوه ښه کورني چاپیریال د رامنځ ته کولو لارې چارې وروښيي. ۲- د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه دې عامې روغتیا وزارت له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په ګډه د رسنیو له لارې روغتیایي پروګرامونه جوړ او وړاندې کړي. ۳- علومو اکاډمي ته وړاندیز کېږي چې ټول علمي او علمي-څېړنیز کنفرانسونه او دفاعیه غونډې د ویدیو په شکل ریکارډ او د ښې ګټې اخیستنې په موخه دې یې د خپلې انټرنیټي پاڼې له لارې هېوادوالو ته وړاندې کړي. په دې شکل به د مسلک څښتنان له دې کنفرانسونو او علمي غونډو څخه خپله اعظمي ګته واخلي او د علم او مسلک په ډګر کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شي.