د څېړنوال مولوي زین الله منلي د لومړي تلین یاد غونډه

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۰:۰
د څېړنوال مولوي زین الله منلي د لومړي تلین یاد غونډه

د مولوي څېړنوال زین الله منلي د لومړي تلین یادغونډه د ۱۴۰۰هـ. ش کال د غويي په ۱۴مه د سه شنبې په ورځ د افغانستان د علومو اکاډمي او قلم ټولنې په نوښت د احمد علی کهزاد د سیمینارونو په تالار کې ترسره شوه.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي رئیس پیغام ولوست چې په کې راغلي و: ښاغلي منلي لومړۍ دنده په پښتو ټولنه کې درلوده چې کولای شو ووایو چې د علومو اکاډمي له بنسټ ایښودونکو څخه و. استاد منلي څو بعدي شخصیت درلود چې په رسمي دنده یې بسنه نه ده کړې، بلکې لا ډېر فرهنګي کارونه یې هم ترسره کړي دي چې زیاتې لیکنې او ژباړې یې کړې دي. استاد ډېر زیات غوره آثار پښتو ته را ژباړلي دي، نو د هغه د کړيو کارونو ستاینه او قدرداني بايد وشي ترڅو راتلونکي نسل یې له ادبي او فرهنګي کارونو خبر شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر محمد طاهر زهیر له علومو اکاډمي څخه مننه وکړه چې د مشرانو استادانو یادغونډې جوړوي او ويې ويل: د مولوي زین الله منلي پاتې شوي آثار پر دې شاهدي ورکوي چې استاد د افغانستان اکاډمیک ډګر کې معنوي پانګه وه، نوموړی د دې ترڅنګ چې اکاډميکه څېره وه، خيرخواه او نېک انسان هم و.

هغه زیاته کړه، لکه څنګه چې د ساختمانونو جوړولو لپاره انجنیر ته اړتیا لرو، همدا شان د اخلاقو جوړولو لپاره استادانو او د فرهنګ جوړولو لپاره فرهنګیانو ته اړتیا لرو، نو په همدې اساس استاد منلي تل کوښښ کاوه چې د اخلاقو او فرهنګ رغونې په برخو کې کار وکړي.

د نوموړي په وینا، له استاد عبدالحی حبیبي او استاد احمد علي کهزاد پرته د افغانستان پېژندل ناممکنه ده؛ که چېرته غواړئ افغانستان مخکې له اسلامه وپېژنئ، نو د استاد کهزاد آثارو ته مراجعه وکړئ او که چېرې غواړئ افغانستان وروسته له اسلامه مطالعه کړئ او ترې باخبره شئ، نو د استاد حبیبي آثارو ته مراجعه وکړئ.

په علمي او ټولنيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار پوهاند دکتور لعل پاچا ازمون د استاد زین الله منلي له خاطرو څخه یادونه وکړه او ویې ویل: د استاد په زمانه کې چې چا ژبې ته کار کړی، د زړه له تله یې کار کړی دی، مخلصانه لیکنې یې کړې دي. پر خپل قوم او خلکو یې لورېده چې دوی ته د علم او فرهنګ په ډګر کې یو څه پرېږدي، د استاد د زمانې لیکوالانو او پوهانو لېوالتيا لرله چې څنګه خپل خلک په علومو کې ورسوي او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

د هغه په وينا، مولوي زين الله او نورو مخکينيو پوهانو او استادانو زموږ ماضي راټوله کړې، ادب يې د دين له لارې معرفي کړی، هغوی د زمانې خبرې خوندي کړي، په داسې حال کې چې اوس وخت کې دا کار نه دی شوی. هغوی موږ د نورو له فرهنګونو سره اشنا کړي يو. په محدوده جغرافيا کې نه دې پاتې شوي، بلکې د نورو ځمکو مطالعه يې هم کړې او تر موږ يې را رسولې ده. استاد منلي د نورو ژبو کتابونه موږ ته په خپله ژبه بیان کړي دي. د دوی د کتابونو مطالعه او له هغوی سره ناسته ولاړه موږ له خپل فرهنګ او ژبې سره اشنا کوي او که څوک خپل قوم او ژبې ته کار کوي، راتلونکي نسلونه به يې ستايي.

د ولسمشر فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر له علومو اکاډمي څخه مننه وکړه چې د مفاخرو نمانځغونډو لړۍ يې پيل کړې ده. ده وويل، نمانځغونډې په درېيو دلايلو ترسره کېږي:

يو دا چې د دوی د خدمتونو قدرداني کېږي، بل دا چې ځوان نسل کې انګېزه پيدا کېږي چې که دوی هم کار او خدمت وکړي، نمانځل کېږي به او درېيمه دا چې په دې سره تاريخ بشپړيږي، معلومات زيات او غني کيږي.

نوموړي د دې ترڅنګ چې په معاصرو يادغونډو کې يې پر خاطرو بیانولو تمرکز وکړ، زياته کړه چې په نمانځغونډو او يادغونډو کې بايد د شخص په اړه جزئیات او خاطرې بیان شي.

د ده په خبره، وطنونه په دې سره جوړيږي چې په وطن باور پيدا شي او دا کار پخوانو کړی دی. هغه کسان چې د جنګ له لارې اخلاق سمول غواړي، په غلطه روان دي. پخوا پاک نفسي وه، خو اوس هغه کمرنګه شوې ده.

ليکوال او څېړونکي استاد محمد اصف صميم وويل چې مولوي منلي فکر درلود او هغه يې عرضه کاوه هم. ده نوې خبرې درلودې، ولې متأسفانه زموږ په ټولنه کې چې څوک نوې خبرې ولري، هغه شخص نه زغمل کېږي.

د علومو اکاډمي علمي غړي څېړنپوه محمد نبي صلاحي وويل، مولوي زین الله منلي کلونه کلونه ښوونې او روزنې ته خدمت کړی او ګڼ شمېر تألیفات لري او ژباړې يې کړي دي. د استاد ژباړلي آثار داسې برېښي لکه د پنځول شوو آثارو په توګه، نو پردې بنسټ د قلم ټولنې لخوا د ژباړې د اتل لقب ورکړل شوی دی. منلی شاعر، لیکوال، ژباړن او علمي شخصیت و چې د ژوند تر پایه علمي ډګر کې پاتې شو او له قلم او علم سره یې اړیکې پرې نه کړې.

په دې غونډه کې ګلنور بهمن، د مولوي منلي لوڼو برېښنا منلي او ډاکټر وږمې منلي، ډاکټر نعيم افضلي د استاد د ژوند او فرهنګي خدمتونو په اړه خپلې خاطرې له ګډونوالو سره شريکې کړې. دغه راز استاد بې غرض د مولوي منلي په اړه ليکلی شعر ولوست.

په پای کې استاد نجیب الله منلي د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه او ويې ويل، د ده پلار چې څه ټولنې ته ورکړي، هغه ګټور دي. نوموړی تر ۲۰۰ مقالې او ۳۰ چاپ او ناچاپ آثار لري.

د هغه په وينا، مولوي منلي خپل وروستی کوچنی کتاب (عرش عظيم) په ۹۵ کلنۍ کې ليکلی او تر مرګ درې ورځې مخکې يې د همدې کتاب د ايډيټ کولو پوښتنه له ده څخه وکړه، نو په دې اساس دی د ژوند تر پايه له قلم او ليکلو سره پاتې شوی دی.