د ځینو پښتو متلونو منفي اړخونه

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۱ - ۱۱:۵۷
د ځینو پښتو  متلونو  منفي اړخونه

«علمي ـــــ څېړنیز کنفرانس»

د افغانستان دعلومو اکاډمي د ژبواو ادبیاتو مرکز علمي غړي څېړنوال شهزاده توحیدمل«د ځينو پښتو متلونومنفي اړخونه» په نوم علمي - څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ده وویل: چې متلونه د انسانانو له پیدايښت او ژبود ویلو او کارونې په لړکې د ځینو مشرانو، هوښیارو او تجربه لرونکو خلکو هغه ویناوې دي چې د ټولنې د هوساینې، لارښوونې او نصیحت په توګه یې د اړتیا په مهال ویلي، کار ولي او لارښوونې یې کړي، چې په هغو کې د ځینو ویناوې د پنداو نصیحت په توګه، د ځینو خلکو په سینو کې ځای نیولی او د ښه اغېز او ډېرې کارونې له مخې یې عاموالی پیداکړی، خوله په خوله او له یوې سينې څخه بلې ته په اسانۍ لېږدېدلي او د هرې ژبې ویونکي له خپلو متلونو ګټه پورته کوي او خپلو ویناوو او لیکلو ته په متلونو قوت وربښي.

متلونه په هره ژبه کې خپل نوم لري، په عربي کې ورته ضرب الامثال او په دري ژبه کې هم ضرب المثل ورته وایي چې له عربې څخه اخیستل شوی دی.

دپښتو متل لرغونتیا په «ریګوېدا»کې هم تر سترګو کېږي؛لکه «آره اره، یوم پرغاړه».

دپښتو متلونه د پخوانیو شاعرانو په شعرونو او لیکنو کې د موضوع د تائيد او قوت لپاره راوړل شوي، خو ډېره پاملرنه د(۱۹) پېړۍ په دویمه نیمایې کې ورته شوې چې په پښتو کې لومړۍ ټولګه مولوي سید احمد روضة الا مثال لیکلې؛(۱۰۴) پښتو متلونه اوراښاد غلام محی الدین افغان په سراج الاخبار کې لومړی ځل خپاره کړي او قدیر تره کې او امین الله زمریالي په (۱۳۱۸ل کال) پشتو ټولنه کې د پښتو متلونو ټولګه چاپ کړه.

په بهرنیو لیکوالو او څېړونکو کې د پښتو متلونو په را ټولونه کې «ایس ایس تاربرن» او بیا« ډارمسټټر» ډېرکارترسره کړی.

د متل پېژندنه یې د لیکل شویو قاموسونو او د پوهانو او څېړونکو له نظرونه سره برابره تر سره کړه او غوره والي یې جوت کړ او په لاندې برخو یې ډېر ټینګار وکړ.

۱ـ د پښتو دلوړشمېر ۳۰۰۰۰ متلونه کلیات ارواښاد قاضي رحیم الله په مټ پېښورکې(۴۳ـ ۱۹۸۳م) کلونو کې بشپړ او چاپ کړی دی.

۲ـ د ۱۴۰۰۰ پښتو متلونو کلیات استاد محمد آصف صمیم په ۱۳۹۶ل کال کابل کې چاپ کړی دی.

۳ـ د مثبتو متلونو بېلګې و ښودلې چې د پښتو  متلونو د کمزورو اړخونو څېړنې ته لاره خلاصه شي.

۴ـ د پښتو متلونو منفي او مثبتې اړخ لرونکې بېلګې په څېړنیز ډول وښودل شوې.

۵ـ د منفي متلونو په کمزورو خواوو یې اوږد بحث وکړ.

۶ـ د بېلګې په توګه یې لاندې منفي اړخ لرونکي متلونه هم وړاندې کړل:

  • پور چې له سلو تېر شي وچه مه خوره!
  • روزي په ټنډه ده، نه په  منډه.
  • دعوه باري ونه ده.
  • ښه مه کوه بد نشته.
  • یامړ یا موړ.
  • نېکي دبدي زړی دی.

د موضوع سره برابر د متلونو ویل  اوږده بحثونه لنډوي او دغه د کاڼي کرښې هغه وخت لا قوت پيداکوي چې په خپل ځای استعمال شي.

هغه داسې وړاندیز وکړ:

۱ـ د کمزورومتلونو په عوض باید هغه متلونه ډېر وکارېږي چې د وحدت، نصیحت او د  نېک چټک پرمختګ پیغامونه ولري.

۲ـ ښه به داوي چې د علومواکاډمي د پښتو متلونو پخوانۍ کمبودې ټولګې بیا چاپ، ډیجټلي او هم  دې یادې ټولګې نورو مشهورو ژبو ته وژباړل شي.