د سلسل البول (Urinary incontinence) د ډولونو او لاملونو بررسي

Ezatullah_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۳ - ۹:۲۷
څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

«علمي - څیړنیز کنفرانس»

وړاندې کونکی: څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل

د وړاندې کولو نېټه: سه شنبه، ۱۴۰۱/۷/۱۲ ( ۱۴۴۴/۳/۸)

د کنفرانس غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. وروسته له ښاغلي څېړنوال ډاکټر میرویس حقمل څخه غوښتنه وشوه چې خپل کنفرانس وړاندې کړي.

د کنفرانس هدف: ۱- د سلسل البول دبېلابېلو ډولونو بررسي کول. ۲- د سلسل البول د لاملونو بررسي کول.

۳- د سلسل البول د تر ټولو عامو لاملونو په ګوته کول.

د موضوع مبرمیت او ارزښت: په هېواد کې د سلسل البول پېښې ډېرې دي چې د بېلابېلو لاملونو له کبله رامنځته کېږي.

دا ناروغي د شخص انفرادي او ټولنیز ژوند له ستونزو سره مخامخوي او اکثره وخت د ټولنیزو ناوړه دودونو له کبله ناروغ ډاکټر ته مراجعه نه کوي او له شته ستونزو سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.

د سلسل البول د لاملونو تشخیص په درملنه کې ډېر ارزښت لري نو ځکه اړینه ده چې لومړی یې لامل په ګوته او وروسته په مناسبه توګه تداوي شي.

پوښتنې: ۱- سلسل البول کوم ډولونه لري. ۲- سلسل البول ولې او د کومو لاملونو له کبله رامنځته کېږي.

میتود: دا یوه تشریحي توصیفي څېړنه ده چې له بېلابېلو معتبرو کتابونو او انټرنټي پاڼو څخه په کې ګټه اخیستل شوې ده.

لنډیز: په غیر ارادي ډول، په خپل سر د ادرار یا غایطه مواد خارجېدل د Incontinence په نوم یادېږي.

که چېرته غایطه مواد په غیر ارادي ډول خارج شي نو دFecal Incontinence په نوم یادېږي او که ادرار په غیر ارادي ډول خارج شي نو د Urine Incontinence په نوم یادېږي.

بولي Incontinence په خپله ناروغي نه ده بلکه یو عرض دی چې د ګڼ شمېر ناروغیو، فزیکي او فزیولوژیکي ستونزو، د ډېرو مایعاتو او یو شمیر درملو د اخیستلو، جراحي مداخلو، له وقفې پرته ولادتونو، د بولي معصرو د بې کفایتۍ او د حوصلي عضلاتو د تون د کمېدلو له کبله رامنځته کېږي.

په ۲۰۰۸ زېږدیز کال کې د ټولې نړۍ تقریباً ۸٫۲٪ وګړي د سلسل البول لرونکي وو.

په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د سلسل البول خپوروالی په لاندې ډول وو:

Stress urinary incontinence (SUI) = 167 million (prevalence of 3.3%)

Urgency urinary incontinence (UUI) = 60 million people (prevalence of 1.21%)

سلسل البول یوه لویه روغتیایي ستونزه ده چې په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې یې یواځې د امریکا په متحده ایالاتو کې تقریباً ۱۹٫۵ بیلیونه ډالره مصارف لرل؛ په دې مصارفو کې ۷۵٪ د ښځينه ناروغانو په منجمنټ باندې لږول شوې وی.

له بلې خوا سلسل البول لکه د یو شمیر نورو مزمنو ناروغیو (osteoporosis، chronic obstructive pulmonary disease او stroke) په څېر د ناروغانو د ژوند څرنګوالی هم اغېزمنوي.

سلسل البول په هر عمر کې رامنځته کېدلی شي خو پېښې یې د عمر په زیاتېدو سره ډېرېږي. په ښځو کې د سلسل البول خپوروالی (شیوع) ۳۸٪ دی؛ د عمر په زیاتېدو سره د سلسل البول سلنه نوره هم لوړېږي؛ په مسنو ښځو کې د سلسل البول سلنه ۵۰ ته رسېږي. په مسنو نارینه وو کې د سلسل البول خپوروالی ۱۵٪ دی.

سلسل البول ډېر ډولونه لري خو تر ټولو عام ډولونه یې له Overflow incontinence، Urgency incontinence او Stress incontinence څخه عبارت دي.

د سلسل البول لاملونه نظر د سلسل البول ډول ته توپیر کوي. د Overflow incontinence عمده لاملونه؛ د ادرار له مزمن احتباس، د Detrusor عضلاتو له بې کفایتۍ او نیمګړي تقلص، د تبول د شرایطو له نه برابرېدلو او د پروستات له عملیات (TURP یا Open) څخه عبارت دي.

د Urgency incontinence عمده لاملونه؛ د مثانې له حاد او شدید التهابات، د مثانې له عصبي اختلالاتو، د Detrusor عضلاتو له اختلالاتو او د Urothelium له اختلالاتو څخه عبارت دي.

د Stress incontinence عمده لاملونه؛ د خارجي معصرې له ضعیفي، د عجان د برخې د عضلاتو د مقویت له کمېدلو او د مثاني - احلیلي زاویې له منځه تللو څخه عبارت دي. همدارنګه په نارینه وو کې د پروستات له عملیات او د مثانې او خارجي معصرې له ترضیضاتو څخه وروسته دا ډول سلسل البول رامنځته کېږي. په ښځو کې له تکراري ولادتونه (چې د مهبل له لارې شوي وي) څخه وروسته د حوصلې د ځمکې عضلات او مربوطه رباطونه ضعیفه کېږي او دا د خارجي معصرې د ضعیفه کېدو لامل ګرځي چې په پایله کې سلسل البول رامنځته کېږي.

همدارنګه اناتومیکي نقصانات لکه hyper mobility of the sphincteric unit او intrinsic sphincter deficiency هم دا ډول سلسل البول رامنځته کولی شي.

د نیوروپتیک سلسل البول عمده لاملونه؛ د مثانې او احلیلي معصرې د اعصابو له مآوفه کېدلو او د دماغو، شوکي نخاع او محیطي اعصابو له ناروغیو او ترضیضاتو څخه عبارت دي.

د سلسل البول د ډول په تشخیص او د لامل په پیدا کولو کې؛ د ناروغ مفصله او دقیقه تاریخچه اخیستل، د ناروغ د فزیکي معایناتو ترسره کول، د ادرار روتین معاینه (Urinalysis) او التراسونډ معاینه ډېر ارزښت لري.

د سلسل البول درملنه؛ د سلسل البول د لامل په پیدا کولو او له منځه وړلو، د غیر درملیزې درملنې (Non pharmacologic therapy)، درملیزې درملنې (pharmacologic therapy) او جراحي عملیات په واسطه کېږي.