ابهام او لوستونکی

Ezatullah_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲ - ۱۰:۵۸

لیکوال: پوهنمل ګل رحمن رحماني

لنډیز

په اوسنیو پښتو ادبي متونو کې ابهام په پراخه کچه موجود دی. د ادبي متن پنځګر په شعوري او لا شعوري ډول د لوړې او ټيټې کچې ابهام پنځوي، خو بل لور ته هغه لوستونکی هم شته چې د متضادوو معناوو او تناقضاتو پر دوه لارې کې سرګردانه ګرځي او د معناګانو هغه منزل ته په رسېدو کې لارښوونې ته انتظار دی چې پنځګر یې تمه لري؛ هسې خو په عمومي ډول په شعر او ادبي نثرونو کې ابهام د نورو ادبي وسیلو تر څنګ له سمبولونو څخه زېږي، ځکه چې سمبولونه د عقل پر ځای پر منطق ډېره تکیه کوي او دا منطق د قرینې په مرسته پوخوالي او فهم ته رسېږي، ذهن باید له اصلي معنا سره وصل شي، کټ مټ لکه استعاره کې چې د قرینې په مرسته لوستونکی تر اصلي موخو پورې رسېږي. د کره کتونکو نظر دا دی چې استعاره په بهرنۍ قرينه ولاړه وي، خو سمبول بیا  په داخلي يا ذهني قرينه تکیه کوي، د شاعر او لوستونکي تر منځ باید يو پوهاوى يا تړون موجود وي.  بله دا چې  په استعاره کې قرینه بهرنۍ وي، د ژبې د قواعدو تابع ګرځي او د استعارې معنا محدودوي، ځکه له استعارې همغه ىوه مجازي معنا اخيستلى شې، خو په سمبول کې چې بهرنۍ قرينه نه وي، څو معناوې ورکولی شي، همدا څو معناوالی داسې ابهام رامنځته کوي چې د لوستونکي او  پنځګر د اصلي موخې تر منځ دېوال ګرځي.

دلته مهمه خبره داده چې ابهام څومره کولی شي د لوستونکي د لټون او تجسس روحیه و روزي او لوړه یې کړي، د ابهامونو له منفي او مثبتو اړخونو هم سترګې نه شو پټولی. که چېرته شاعر په ابهام کې د ژبې جوړښت او ژبنۍ ښکلا اړخ ته زیاته پاملرنه وکړي، نو ښايي ابهام یې منفي اړخ ولري، خو برعکس که چېرته یې پر منطقي اړخ او تړاو ډېره خواري وکړي، په دې حالت کې ابهام مثبت او اغېزناکه بڼه پیدا کوي او لیکوال خپلې موخې ته رسېږي. دا موخه په لوستونکي کې د تجسس رامنځته کول دي چې په حقیقت کې د هغه کلام ته شاعرانه یا په ټوله کې ادبي ارزښت وربخښي.

Documents

ابهام او لوستونکی.pdf