قضاء له‌پاره د ذکوریت شرط؛ په اسلامي فقه، روم‌جرمن او کامن‌لا حقوقي سیسټمونو کې یې څېړنه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۳۰ - ۱۴:۵۳

« علمي - څیړنیزه مقاله » 

لیکوال: څېړندوی عبدالقهار عزیزي

لنډیز


قضاوت د شخړو د هواري قانونمنده او اصولي لاره ده. په اسلام، کامن‌لا او روم-جرمن درې‌واړو حقوقي سیسټمونو کې قضاء د شخړو د هواري او خصومتونو د رفع‌کېدو حل‌لاره بلل شوې ده. قضاوت په دغو درې‌واړو سیسټمونو کې یو لړ ځانګړي شرایط لري. ددغو شرطونو له ډلې، د بحث وړ یو شرط ذکوریت دی. اسلامي علماء د ذکوریت شرط په اړه درې لیدلوري لري. جمهور علماء ذکوریت شرط ګڼي، ابن جریر طبري وایي ذکوریت په هیڅ صورت کې شرط نه دی او حنفي فقهاء وایي چې له حدودو او قصاص پرته نورو مالي او غیرمالي حقوقو کې ذکوریت شرط نه دی، البته د قاضۍ په توګه د ښځې ګمارل د ګناه سبب ګڼي.
بل لوري ته، په کامن‌لا حقوقي سیسټم کې ښځو ورو ورو د دوی په اصطلاح حقوق ترلاسه کړي دي. عین وضعیت په روم-جرمن حقوقي سیسټم کې هم دی. مګر په عملي ډګر کې، ښځینه قضات په کامن‌لا هېوادونو کې لږ او روم-جرمن هېوادونو کې ډېر دي. د اسنادو له مخې کوم محدودیت نشته چې ذکوریت شرط دی او یوازې نارینه قضاوت کولی شي، بلکې دواړه جنسیتونه له کوم توپیر پرته قضاوت کولی شي.

Documents

Masculinity as a term of Judgment a comparative study between Islam Common Law and Civil Law.pdf