څېړندوی عاشق الله اخلاص يار

Ezatullah_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۱۰:۵۹
څېړندوی عاشق الله اخلاص يار

د افغانستان د علومو اکاډمي د سيمه ييزو مطالعاتو مرکز غړي څېړندوی عاشق الله اخلاص يار (په سوريه کې د ايران او سعودي عربستان سيالي) تر سرليک لاندې علمي - څېړنيز کنفرانس د څېړونکو او استادانو په مخ کې وړاندې کړ.

په دې کنفرانس کې د ايران د ۱۹۷۹ز. کال اسلامي انقلاب او له سعودي سره يې د سياليو پيل بیان شو.

د ۲۰۱۱ ز. کال را په دېخوا په سوريه کې د ايران او سعودي عربستان سټراټيژي، د سوریې د کړکېچ په اړه د سعودي عربستان او ايران دريځونه، د هغوی بهرنۍ پاليسي، په سوريه کې د دې هېوادونو موخې، ګټې او د سوريې راتلونکې سناريوګانې بیان شوې.

په پای کې د دې موضوع په تړاو د کنفرانس پايله او د څېړونکي لخوا لازم وړانديزونه وړاندې شول.

څېړونکي د کنفرانس په پای کې د څېړونکو او استاذانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او د ارزونې کمیسیون لخوا یاد کنفرانس مثبت وارزول شو.