د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۵:۳۵

نن سه شنبه د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي میاشتې په ۶مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د علامه احمدعلي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د بشري علومو معاونیت د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې انسټیټوټ د ژبپوهنې ډیپارټمنټ علمي غړي ښاغلي څېړنوال دکتور رفیع الله نیازي څېړنپوهۍ رتبې ته د لوړاوي په موخه د څېړونکو او استاذانو په حضور کې «د پښتو او دري ژبنۍ تاریخي اړیکې او توپیرونه» تر سرليک لاندې له خپلې علمي - څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړه.

یاده دفاعي غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوند لیک، د لارښود استاد نظر او تقریظونه ولوستل شول، وروسته څېړونکي ته وخت ورکړل شو چې له علمي- څېړنیزې پروژې څخه دفاع وکړي. څېړونکي په ټاکلې موده کې په بریاليتوب سره دفاع وکړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کونکي ځوابونه ورکړل چې په پای کې د نوموړي دفاع د ټاکل شوي کمیسیون د ټولو غړو د رایو په اتفاق سره تأیید شوه.

په دې پروژه کې لاندې موضوعات څېړل شوي دي:

لومړی څپرکی:د موضوع شالید (Literature review) دی. په دې برخه کې د موضوع په اړه د مخکې شویو څېړنو تشریحي او کره کتنیزه ارزونه شوې او د دې موضوع اهمیت، مبرمیت، له پخوانيو څېړنو سره يې توپيرونه په ګوته شوي دي.

دویم څپرکی: په اندو-اروپايي کورنۍ کې د پښتو او دري ژبې تاریخي دریځ. دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

(د پښتو ژبې پېژندنه، د پښتو ژبې د ویونکو پخوانۍ او اوسنۍ جغرافیه، د دري ژبې پېژندنه، د دري ژبې د ویونکو پخوانۍ او اوسنۍ جغرافیه، ګډه مورینه اریايي ژبه او د ژبو وېش، په اندو-اروپايي کورنۍ کې د پښتو ژبې تاریخي دریځ ، په اندو-اروپايي کورنۍ کې د دري ژبې تاریخي دریځ، د جغرافيې، ژبکورنۍ او ژبڅانګې له مخې د پښتو او دري ژبو پرتلنه)

درېيم څپرکی: د پښتو او دري ژبې د تاریخي تحول او تکامل پرتلیزه څېړنه. دا موضوعات پکې څېړل شوې دي:(د پښتو ژبې تاریخي تحول او تکامل، د دري ژبې تاریخي تحول او تکامل ( معاصره، کلاسیکه، منځنۍ او لرغونې پارسي ). د تاریخي تحول او تکامل له مخې د پښتو او دري ژبو پرتلنه.

څلورم څپرکی: د پښتو او دري ژبنۍ اړيکې. دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

( لومړی- غږ پوهه ( Phonology) ، زنځیري او نازنځیري واحدونه (خج، زیروبمي، آهنګ، بېلتون او پیوستون)، څپه یا هجا (Syllable )، لوېدن(حذف او ادغام) (Omission)، اوړون (قلب) ، همرنګي ( پرمختګې، پرشاتګې، بشپړه، نابشپړه ....)، ویناییز یا ګړهاري غړي : ساییز غړي، غږن تارونه، ویند غړي، الف- د پښتو ژبې اواز پوهنه او ځانګړنې يې(Phonemics)۱. خپلواک (Vowel)، ۲. بېواک (Consonant) ،۳. نیمواک (Simi vowel)،۴. غبرګغږونه (Diphthongs)،۵. بېواک مرکب غږونه ( یل، منځ، پای) (Cluster)،الفبا (Alphabets) ب- د دري ژبې اوازپوهنه او ځانګړنې يې(Phonemics)۱. خپلواک (Vowel)، ۲. بېواک (Consonant) ،۳. نیمواک (Simi vowel)،۴. غبرګغږونه (Diphthongs)،۵. بېواک مرکب غږونه ( یل، منځ، پای) (Cluster)،الفبا (Alphabets

د پښتو او دري د فونولوژيکي ځانګړنو پرتلنه.

دویم : ګړپوهه –صرف (Morphology) ،الف : خپلواک مورفیمونه (Free Morphemes)، نوم- اسم (noun). په پښتو او دري کې د خپلواکو مورفیمونو ګرامري ځانګړنې ، د نوم ګرداني اړخونه ( جنس، عدد، حالت )۱. څیز نوم او ډولونه يې ( ذات، معنا، خاص، عام، جنس، جمع او صوت نوم)، ۲. ستاینوم (صفت) او ډولونه يې (عادي صفت او پرتلیز صفت ) ،د ستاینوم (صفت) او ستایلي (موصوف) سمون ۳. شمېر نوم (عدد) او ډولونه يې (Numeral Nouns) ، د شمېرنوم او شمېرلي ګرداني سمون۴،. ضمیرونه او ډولونه يې ( شخصي، ملکي، اشاري، استفهامي،پلوي، مبهم، انعکاسي، اداتي او اشتراکي)،فعل او ډولونه يې (Verbs) ،د فعل ګرداني اړخونه (شخص، عدد، جنس) ، مرستیال (کومکي) فعل او ډولونه يې،مصدر، جوړښت او دنده يې (Infinitive) ،د فعل اوړونونه (په تېر، اوس او راتلونکې مهال کې ) ، امر فعل، ب : ناخپلواک مورفیمونه (Bond Morphemes)، په پښتو او دري کې د ناخپلواکو مورفیمونو ګرامري ځانګړنې وییکي (ادوات) (Particles)،سربلونه او اوستربلونه ( Preposition، Post Position)، تاړي(مختاړي، منځتاړي او وروستاړي) (Affixes) د پښتو او دري د مورفولوژيکي ځانګړنو پرتلنه.

درېیم : نحوه ( Syntax )، په پښتو او دري کې د نحوې ګرامري ځانګړنې: ترکیب (عبارت) (Phrase) ، فقره او ډولونه يې (Clause)، جمله (Sentence)، د جملې د جوړښت رغنده توکي (خپلواک، مرستیال، بشپړوونکي) ، د جملې ډولونه، د مبتدا او خبر سمون او مطابقت، بېلتون او پیوستون، اصطلاحات (Expirations)، ایډیمونه ( Idioms)) د پښتو او دري د نحوي ځانګړنو پرتلنه.

پنځم څپرکی : پر پښتو او دري د نورو ژبو اغېزې او لاملونه يې.دا موضوعات پکې څېړل شوي دي:

(پر پښتو او دري د اوېستا، سنسکرېت، عربي او ترکي ژبو اغېزې، د پښتو او دري یو پر بل متقابلې اغېزې، په پښتو او دري کې د اوېستا، سنسکرېت، عربي او ترکي ژبو ګډې کارېدونکې کلمې، په پښتو او دري کې د ورځنیو خبرو اترو ګډې کارېدونکې کلمې: د انسانانو، خپلوانو، د بدن د غړیو، د څارویو، د خوراک څښاک د څېزونو، د مېوو، د الوتونکو مرغانو، د ناروغیو، د سبو او ترکاریو، د مېرمنو د جامو او ګاڼو،د کسبګرو د وسایلو،د کور د وسایلو، د لوبو،د ودانیو د بېلابېلو برخو او ځینو نورو څېزونو نومونه)

دا علمي – څړنیزه رساله د پایلې، وړاندیزونو او مأخذونو په راوړلو سره پای ته رسېدلې ده.