سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې
سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې
د روان کال غوايې د میاشتې په ۴ نېټه د(سوله د اسلام له نظره او په افغانستان کې یې د پلې کېدو لارې چارې) تر سرلیک لاندې د افغانستان په علومو اکاډمي کې سیمینار دایر شو، چې د علومو اکاډمي د غړو تر څنګ حکومتي چارواکو، دملي شورا او سولې شورا غړو او دیني علماوو په کې ګډون کړی وو. غونډه د قران عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، او ورپسې د هېواد ملي سرود وغږول شو. د غونډې په پیل کې ډاکټر محمد نبي مصداق د ولسمشر پیغام ولوست، په پیغام کې سوله د ژوند له اساسي ضرورتونو څخه ګڼل شوې وه، او سوله د علم او فرهنګ د پراختیا او د انساني او اسلامي فرهنګ د پرمختګ کیلي یاده شوې وه.
ولسمشرخپل پیغام کې د باعزته تلپاتې او د افغانانو په مالکیت د سولې په راتګ باندې ټینګار کړی و اود علومو اکاډمۍ دغه کار یې ستایلی وه او دغه ډول سمینار جوړېدل یې د سولې لپاره مهم ګڼلی و.
د اسلامي علومو معاون محترم برهان الدین نیازی پخپله افتتاحییه وینا کې جګړه د بدمرغیو مور وګڼله او تپل شوې جګړې څخه د خلاصېدو لپاره يې په هېواد کې د دغه شان علمي- څېړنیز سیمینار د دايرېدو په اړتيا خبرې وکړې. هغه سوله د بد مرغیو څخه د خلاصون یواځينۍ لار وبلله، او ویې ویل چې دغه جګړې په هېواد کې بې د شمېره کونډو، یتیمانو او معیوبینو سبب شوې ده. هغه زیاته کړه چې رسول الله ص په خپل ټول ژوند کې د سوله يیز ژوند په راتګ ټینګار کاوه. هغه د جګړې له ښکېلو خواوو څخه وغوښتل څو سوله غوره کړي او له جګړې لاس واخلي.
محترم مولوي شهزاده شاهد دعلماو شورا ویاند، ګډونوالو ته د علماوو شورا په استازیتوب وینا وکړه، هغه وویل چې د اسلام دین یو جامع او کامل دین دی او د ټولو موضوعاتو په اړه ایتونه راغلي ،خو د سولې په اړه مشخص ایتونه راغلي دي ،چې موږ دې ته تشویقوي څو موږ په سوله کې ژوند وکړو، هغه وویل چې سوله د پرمختګ، عبادت او اقتصادي ودې د پراختیا لپاره ډېره اړینه ده. هغه وویل د مومنانو ترمنځ جنګ او وینه تویېدنه د اسلام له نظره جایز نه ده او څنګه چې په جهاد، زکات او نورو چارو باندې امر شوی دی نو همداسې د مسلمانانو تر منځ په سولې او ورورولۍباندې هم امر شوی دی.
سید مصطفی سیدي د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو خدمتونو رئیس د کابل ښاروالۍ پیغام ولوست. په پیغام کې راغلي وو، چې اسلام د مسلمانانو تر منځ په سوله ټینګار کړی دی، هغه زیاته کړه که چېرې د سولې لپاره په هڅو کې د علمي او اکاډمیکو نهادونو رول زیات شي نو سولې ته رسېدل به اسانه شي.
د سیمینار بل ګډونوال مولوي عطاء الله لودین د سولې شورا غړي، د سولې په اړه په خپلو خبرو کې وویل چې افغانستان د ډېرو حساسو شرایطو څخه د تېریدو په حال کې دی او د افغان سولې لپاره ملي او بین المللي هڅې روانې دي او هېله مندي یې وښوده، چې په نژدې راتلونکي کې به په هېواد کې د سولې شاهدان واوسو. هغه وویل نژدې ۴۰ کاله وشول چې هېواد د سولې پر ځای د یو تخاصم په حالت کې دی په داسې حال کې چې د بشري ټولنو اصلي حالت سوله ده، نه تخاصم، نفرت او کرکه.
هغه د حدیبې سولې ته اشاره وکړه چې څنګه هغه سوله د مسلمانانو د قوت او پیاوړتیا سبب شوه او په اسلامي تاریخ کې یې د سولې او مصالحې ځینو واقعو ته اشاره وکړه. هغه وویل چې زمونږ سوله باید تل پاتې، عادلانه او په هېواد کې د څو کلونو د لاسته راوړنو او ارزښتونو د ساتلو سبب شي. ښاغلي لودین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې د سولې لپاره واحد نظر ولري او د سولې لپاره باید ټولې هڅې سره منسجم او منظمې کړي.
د حج او اوقافو وزارت مسلکی معین، امین الدین مظفري د علومو اکاډمي له رهبري څخه مننه وکړه چې په داسې یوې مهمې موضوع باندې یې سیمینار جوړ کړی دی ، نوموړي وویل چې انبیاء د دې لپاره راغلي دي چې د ټولنې اصلي حالت چې سوله ده، ثابت وساتي او که چېرې د دوی ترمنځ کومه نزاع پېښېږي هغه حل کړي. هغه نظامي فشارونه د سولې لپاره مؤثره نه ګڼي او د نزاع او دښمني له منځه وړلو لپاره یوازنۍ لاره مصالحه ګڼي. هغه له علماوو څخه وغوښتل چې په خپلو بیانونو او ويناوو کې د سولې په اړه د ایاتونو او حدیثونو ذکر وکړي او هغه خلکو ته تشرېح کړي. نوموړي زیاته کړه تر هغې چې یوه ملي اجماع رامنځته نشي نو د سولې راتګ به ممکن نه وي. هغه په بین المللي سولې ټینګار وکړ او ویې ویل چې جګړه د افغانانو تر منځ ده او سوله هم باید د افغانانو تر منځ وشي.
پروفیسور دکتوراسدالله محقق جهاني د پوهنې وزارت سلاکار، روانه جګړه تپل شوې وبلله او ویې ویل چې جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده او هېوادوال نور له جنګه ستړي شوي دي. او په هېواد کې يې په ملي وحدت او یووالي ټینګار وکړ.
محترم مولوي عبدالسلام عابد د علماو د مجمع شورا مرستیال، سوله الهی امر، د بشر عقلي غوښتنه، خیر او نیکي وګڼله او ويې ویل چې هيڅوک حق نه لري چې له خپل ملت څخه د سولې نعمت واخلي او هغه لارې چې پرې سولې ته رسېږو بندې کړي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي محترم واقف حکیمي وویل چې د منازعاتو د حل لپاره او هغو ته د قاعدو ټاکلو لپاره د علمي- څېړنیزو سیمینارونو جوړول اړین وبلل څو په هر اړخیز ډول ټول مسایل په کې وڅېړل شي. هغه وویل چې د سولې لپاره باید فشارونه هم موجود وي تر څو د جګړې خواووې یو بل سره خبرو ته کښیني نوموړي زیاته کړه چې مونږ باید د دې هېواد د اوسېدونکو په توګه دا مسؤولیت واخلو څو په هېواد کې روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدو. هغه وویل چې د دولت د مخالفو ډلو سره باید د نزاع ټکي روښانه او مشخص شي، تر څو ورته د حل لارې و لټول شي.
د سیمینار دوهمه برخه د مقالو لوستلو ته ځانګړې شوې وه چې د علمي غړو لخوا د سولې په اړوند د بېلابیلو عنوانونو لاندې مقالې ګډونوالو ته وړاندې شوې. څېړنپوه سید حبیب شاکر د سولې پېژندنه او ارزښت تر سر لیک لاندې مقاله وړاندې کړه چې د سولې، د سولې ارزښت او په ځانګړي ډول د افغاني سولې په اړه او همدارنګه د سولې د مرکچیانو په ځانګړتیاوو یې هر اړخیز معلومات په کې راغونډ کړي وو. د سیمنیار د دوهمې مقالې عنوان د سولې احکام او ډولونه وو چې د څېړنپوه فضل الرحیم محمود له خوا لیکل شوې وه، چې د سولې د ډولونو او د قراني ایاتو او احادیثو په رڼا کې د سولې اړتیا يې څېړلې وه. هغه وویل چې د سولې ردول د خیر ردول دي او په سوله کې باید ایجاب او قبول وشي یعنې د نزاع دواړو خواوو له لوري د سولې توافقات ومنل شي.
معاون سرمحقق محمد اعظم طارق خپله مقاله د (موانع خارجي تحقق مصالحه در افغانستان و راه های برطرف نمودن آن) تر سرلیک لاندې لیکلې وه او د هېواد د سولې او جګړې په قضیه کې یې د ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو د لاس لرل او په دې اړه یې سیمه ییز رقابتونه او نور هغه بهرني فکتورونه چې په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو سبب ګرځېدلي، څېړلي وو. نوموړي په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمه ییزې اجماع را منځته کیدل اړین وبلل. همدا ډول د اسلامي علومو د معاونیت غړي څېړنوال عبدالرحمان عادل په (هېواد کې د سولې په وړاندې داخلي خنډونه) څېړلي و، چې د مقالې لومړۍ برخه د ټولنې دودیز خنډونه دوهمه برخه یې اقتصادي او دریمه برخه یې هم سیاسي خنډونو او وړاندیزونو ته ځانګړې شوې وه نوموړي زیاته ګړه،چې د جکړې یو شمېر داخلي خنډونه په هېواد کې ځینې ګوندونه، زورواکې او نامسؤوله وسله واله مافیا، د هېواد طبیعي- اقتصادي زېرمې، په دین کې افراط او تفریط، اداري فساد، غصب، نا انډوله انکشاف، د واک او شتمنیو انحصار، د سیاسي پوهې کمزورتیا، او د هېواد ستراتیژیک موقعیت د سولې په وړاندې د خنډ اساسي ټکي یاد کړل. څېړنیار عبدالقهار عزیزي (اوربند د سولې پیلامه) تر عنوان لاندې خپله علمي څېړنیزه مقاله ولوستله، هغه په سوله کې د اوربند تاریخې اهمیت او په افغاني سوله کې یې اوربند د سولې لومړی ګام وباله. ددې تر څنګ یې متارکه یا لنډ مهاله سوله او د سولې تړون په اړه تحقیق کړی و. د مناقشې څخه وروسته د سیمینار ارزیابي د علومو اکاډمي د علمي منشي څېړنوال ډاکتر احمدشاه عمر وردګ له لوري وشوه. د سیمینار په وروستیو کې پریکړه لیک هم ولوستل شو، او په اختتامیه دعا سره دا علمي څېړنيز سيمينار پای ته ورسېده.