په فقهي مذهبونو کې د تقنین څرنګوالی (دفاعيه غونډه)
د افغانستان د علومو اکاډمي د اسلامي علومو د معاونيت علمي غړي څېړنوال دکتور مؤمن حليمي تر پورته سرليک لاندې علمي- څېړنيزې پروژې څخه دفاع وکړه.
نوموړي په دې پروژه کې په لاندې مسايلو بحث وکړ:
- د فقهي مذهبونو او تقنين پېژندنه
- د تقنین مشروعیت په فقهي مذهبونو کې
- په سني مذهبونو کی د تقنین څرنګوالی
- په شیعه مذهبونو کې د تقنین څرنګوالی
تر دې وروسته ښاغلي حليمي د پوهانو او څېړونکو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل چې په دې سره د دفاع د کمیسیون له خوا د نوموړي دفاع مثبته وارزوله.