د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه

Ezatullah_admin
Sat, Jan 18 2025 4:20 PM
د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه

د شنبې ورځ د ۱۴۴۶هـ ق کال د رجب المرجب په «۱۷مه» نېټه چې د ۱۴۰۳ ل کال د مرغومي له «۲۹مې» نېټې سره سمون خوري د علامه احمد علي کهزاد د غونډو په تالار کې د (د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله یاد غونډه) تر سرلیک لاندې لویه غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې د علومو اکاډمۍ عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي فریدالدین محمود پرانېستې وینا او درنو میلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د خپلې عالمانه وینا په ترڅ  کې یې د ضیاء المشائخ رحمه الله علمي، تصوفي او جهادي مقام او منزلت بیان کړ.

ورپسې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د ضیاء المشائخ رحمه الله د شخصیت ستاینه وکړه او ویې ویل: "افغانستان په خپله غېږه کې داسې ډېر شخصیتونه لري چې علمي، جهادي او تصوفي ډګرونه یې ژوندي ساتلي دي، د همدوی په برکت الله تعالی د وخت فرعون ته ماته ورکړې ده. د دې غونډې د جوړېدو هدف او موخه هم همدا ده چې مونږ د افغانستان د دا ډول هستیو او شخصیتونو صفات، اخلاق، حریت او اسلام خلکو ته بیان کړو او خپل ځان هم په همداسې صفاتو باندې سنبال کړو"

ورپسې د انرژۍ او اوبو وزارت استازي او د دفتر رئیس مولوي محمد عزیز صاحب د اکاډمۍ له مشرتابه څخه د دغې غونډې د جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: "ضیاء المشائخ د تصوف او جهاد په برخه کې زیات خدمتونه ترسره کړي دي، چې ښکاره بېلګې یې د هغه شاګردان شهید مولوي نصر الله منصور او مولوي صاحب رفیع الله موذن صاحب دي چې دې حضراتو د افغانستان د استقلالیت او نفاذ شریعت لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي، اسلامي امارت ته پکار دي چې دا ډول شخصیتونه د افغانستان د تعلیمي او تحصیلي نصاب برخه وګرځوي".

وروسته د ریاست الوزراء د دفتر مرستیال قاري عبد الستار سعید د غونډې ګډونوالو ته د حضرت ضیاء المشائخ محمد ابراهیم مجددي رحمه الله ژوندلیک په تفصیل سره بیان کړ.

ورپسې د ارشاد، حج او اوقافو معین مولوي عزیز الرحمن منصور د یادې غونډې د جوړېدو هرکلی وکړ او د ضیاء المشائخ رحمه الله د سترو خدمتونو یو څو بېلګې یې د غونډې ګډونوالو ته واورولې او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د یرغلګرو او کمونستانو په مقابل کې د علماوو د انسجام راوستونکی او د خدام الفرقان تنظیم مؤسس حضرت ضیاء المشائخ رحمه الله و، چې په پوره مېړانه باندې د حضراتو کورنۍ د اغیارو مقابله وکړه.

وروسته د دفاع وزارت د حقوقو عمومي رئیس مولوي مسیح الله موذن صاحب د دفاع وزارت په استازیتوب د علومو اکاډمي مشرتابه ته د داسې غونډې د جوړولو مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې ضیاء المشائخ رحمه الله یوازې افغانستان پورې مربوط نه و؛ بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې د دوی خلفاء او متعلقین شتون لري، د حضراتو کورنۍ لومړنۍ کورنۍ وه چې د انګریزانو مقابله یې کړې او د وخت د فرعونیانو په وړاندې درېدلي دي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د علومو اکاډمي د داېرة المعارف رئیس سرمحقق خادم احمد حقیقي د نور المدارس په اړه بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او د حضراتو د کورنۍ خدمات یې خلکو ته بیان کړل.

په پای کې د علومو اکاډمي د اسلامي علومو مرکز علمي غړي څېړنوال دکتور نور الله کوثر دغه غونډه مثبته وارزوله او د داسې شخصیتونو په خدماتو باندې د نورو علمي غونډو د جوړو هیله یې وښوده. غونډه د علومو اکاډمي د مرستیال شیخ الحدیث مولوي امیرجان ثاقب په دعائیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Thu, May 12 2022 11:56 AM
Background image

Evaluation the soil pH of different Villages of Mihterlam capital of laghman province and ways to improve it

Assistant professor Khalil Rahman Barakzai Abstract Soil pH is an important factor for desirable crop productions. However, due to soil amendments it is changing and negatively. . .

Thu, Mar 31 2022 10:02 AM
Background image

Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period

Introducing Scientific Project of Assist Prof. Ali Ahmad Jafari 1- Title of Project: Study the position of Indian and Greek religion in Kushan period 2- Duration of Research: Six years. . .

Sat, Mar 13 2021 10:16 AM
Background image

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar"

Afghan Peace Obstacles and solutions "Scientific-Research Seminar" 7/march/2021 Under the direction of the President of Islamic Republic of Afghanistan, the Academy of Sciences of. . .

BACK TO NEWS