«په ځینو ادیانو او افکارو کې توبه او د هغې اغېزې» کتاب چاپ شو!
«په ځینو ادیانو او افکارو کې توبه او د هغې اغېزې» اثر د څېړنیار عزیزګل صافي د نوماندۍ یو کلنې دورې علمي – څېړنیزه پروژه ده، چې په پینځو څپرکو کې داسې لیکل شوې ده؛
لومړی څپرکی؛ د څېړنې شالید ته ځانګړی شوی دی.
دویم څپرکی؛ د توبې پېژندنه ده، چې دوه برخې لري، لومړۍ برخه یې د توبې لغوي او شرعي پېژندنه او دویمه برخه یې د توبې ډولونه او شرطونه دي.
درېیم څپرکی؛ په مختلفو دینونو کې د توبې حُکم په اړه دی، چې درې برخې لري، لومړۍ برخه یې په اسلام کې د توبې حُکم او فضیلت، دویمه برخه یې په یهودیت او نصرانیت کې د توبې حُکم او درېیمه برخه یې په نورو دینونو او افکارو کې د توبې حُکم او اغېزو ته ځانګړې شوې ده.
څلورم څپرکی؛ د توبې لاملونه او اغېزې تر سرلیک لاندې لیکل شوی دی، چې دا هم درې برخې لري، لومړۍ برخه یې د توبې لاملونه، دویمه برخه یې د توبې اغېزې او درېیمه برخه یې د توبهنامې څرنګوالی دی.
پینځم څپرکی؛ په اسلام او نورو دینونو کې د توبې موارد او موانع، چې دا وروستی څپرکی هم درې برخې لري، لومړۍ برخه یې په اسلام کې د توبې موارد او موانع، دویمه برخه یې په یهودیت او نصرانیت کې د توبې موارد او موانع او درېیمه برخه یې په نورو دینونو او افکارو کې د توبې موارد او موانع ذکر شوې دي.
دا کتاب د یادو پینځو څپرکو په ګډون د لارښود استاد په نظر، سریزه، پایله، وړاندیزونو او مأخذونو مشتمل دی. د یادونې وړ ده چې «په ځینو ادیانو او افکارو کې توبه او د هغې اغېزې» کتاب ژبنی ایډیت او اهتمام څېړندوی ضیاءالحق سیند کړی دی.
د دې علمي – څېړنيز اثر د منځپانګې لومړي مخونه په لاندې لينک کې لوستلی او تر لاسه کولی شئ...
يادونه: یاد کتاب د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست اړوند کتاب پلورنځي څخه په مناسبه بيه تر لاسه کولای شئ.
د اړيکې شمېره: ۰۲۰۲۲۰۱۱۷۹
