د پښتو ادب د کلاسيکې دورې ټولنيزه کره کتنه
نن دوه نۍ/ دوشنبه د ۱۴۰۵ل کال د وري/ حمل ۱۷مه نېټه د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبیاتو مرکز د پښتو ژبې او ادبياتو انسټیټیوټ د متنپوهنې ډيپارټمنټ علمي غړي څېړندوی فضل الرحمن عليزي د څېړنوال علمي رتبې ته د لوړاوي په موخه له خپلې علمي- څېړنیزې پروژې"د پښتو ادب د کلاسيکې دورې ټولنيزه کره کتنه" څخه د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علي کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د پوهانو او څېړونکو په حضور کې دفاع وکړه.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د څېړونکي ژوندلیک، د لارښود استاد ګزارش او تقریظونه ولوستل شول، وروسته څېړونکي خپله علمي- څېړنیزه موضوع په ټاکلي وخت کې وړاندې کړه، د حاضرینو پوښتنو ته یې قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې دفاع د ټاکل شوي کمیسیون له لورې وړاندې شوې دفاع مهمه، مثبته او رایو په اتفاق تائيد او ومنل شوه.
دغه علمي- څېړنیزه رساله چې په اوو څپرکو کې بشپړه شوې، په لومړي څپرکې چې د موضوع د شاليد په اړه دی، پکې ټول هغه آثار او ليکنې ښودل شوې دي چې د موضوع اړوند لږ و ډېر معلومات پکې را غلي او له اړتيا سره سم نقد شوي دي. په دويم څپرکي کې د پښتو ادبياتو کلاسيکې دورې ته کتنه شوې او د کلاسيکې دورې پر ادبياتو د وخت پر بېلابېلو سياسي، اقتصادي، کلتوري او د ټولنيزو حالاتو د اغېزو په اړه څېړنه شوې ده. په درېيم څپرکي کې لومړی د کره کتنې پېژندنه راغلې او وروسته د ټولنيزې کره کتنې په اړه هر اړخيز بحثونه را غلي دي. په څلورم څپرکي کې د روښانيانو، اخوند دروېزه او د هغه د پيروانو په ځينو آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې د څرنګوالي په اړه بحث او څېړنه شوې ده. په پنځم څپرکي کې د خوشحال خان خټک په ادبي مکتب کې لومړی د خوشحال خان په منظمو او منثورو آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې په اړه بحثونه شوي او ورپسې د خوشحال خان د ځينو پيروانو په آثارو کې د موضوع په اړه څېړنې شوې دي. په شپږم څپرکي کې د عبدالرحمن بابا په ادبي مکتب کې لومړی د عبدالرحمن بابا په شعرونو کې ټولنيزه کره کتنه پلټل شوې او ورپسې د عبدالرحمن بابا د ادبي مکتب د پيروانو په آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې څېړنه شوې ده. په اووم څپرکي کې په هندي ادبي مکتب کې د ټولنيزې کره کتنې په برخه کې د عبدالحميد بابا، کاظم خان شيدا، کامګار خټک، علي خان او ورپسې د هوتکو ادبي دربار د ځينو ليکوالو په آثارو کې د ټولنيزې کره کتنې د څرنګوالي او څومره والي په اړه بحثونه شوي دي. دا څېړنه د پايلې، وړانديزونو او د مأخذونو په راوړلو سره پای ته رسېدلې ده.