پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

Ezatullah_admin
Sat, May 09 2026 10:18 AM
پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملونو یې اغېزې

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو د انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې (پر کابل د پاکستان د هوایي تېري ارزونه او د افغانستان پر سیمه ییزو تعاملاتو یې اغېزې) تر سرلیک لاندې علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

ښاغلي ضیا د کنفرانس په لړ کې لومړی د پاکستان له خوا د ۲۰۲۵ز.کال د اکتوبر په ۹مه نېټه د کابل د هوایي حریم پر نقض رڼا واچوله او ورپسې یې د بین المللي حقوقو په رڼا کې د دې نقض حقوقي او سیاسي ارزونه ترسره کړه، نوموړي په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې پاکستان پر کابل باندې د دا ډول برید له امله د بین المللي حقوقي قواعدو او اصولو په رڼا کې د افغانستان حاکمیت نقض کړی او د ملګرو ملتونو د منشور او د هوایي بین المللي حقوقو د کنوانسیونونو قواعد یې تر پښو لاندې کړي دي. دغه راز ښاغلي ضیا له هند، روسیې، ایران او مرکزي اسیا سره د افغانستان پر تعاملاتو د پاکستان له خوا د کابل د هوایي حریم د نقض اغېزې هم روښانه کړې.

څېړونکي د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ارزونې د کمېسیون له خوا د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.