د ښځو د نړیوالی ورځې په مناسبت د وینا متن

تر هر څه لومړی غواړم د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د خپل ځان له خوا او د افغانستان د علومواکادمي د ټولو کارکوونکو په استازیتوب  خپلې نېکې هيلې او مبارکۍ د نړۍ ټولو ښځو او په ځانکړې توګه د هېواد ټولو خویندو میندو ته وړاندې کړم. ورځ مو بختوره او نېکمرغه!

د مارچ اتمه  چې په نړیوال تقویم کې د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه ثبت ده، دا د هغو مېړنیو ښځو د هڅو پایله ده چې د بې عدالتۍ ، تبعیض، محرومیت، د کم مزد او د کار د ډېر فشار په مقابل کې يې ډېرې قربانۍ ورکړلې او د خپلو هيلو او ارمانونو د تحقق لپاره يې د نړۍ آزادي خوښوونکي ولسونه دې ته اړ کړل چې د دوی د قربانیو درناوی وکړي او د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په نامه یاده کړي. هر کال دا ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو او همدارنګه په افغانستان کې هم د ښځو مقام او منزلت ته د درناوي په موخه نمانځل کیږي. د ښځو د حقوقو د رعایت او د هغوی مقام ته د درنښت په موخه د نړۍ په مختلفو ټولنو کې د هغوی له ارزښتونو، سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ سره سم ځانګړي قوانین او اصول وضع شوي او قبول شوي دي. له نېکه مرغه د اسلام مبارك دین له بل هر دین او آئین  څخه ښځو ته په زیات احترام قایل دی. د اسلام د دین په ظهور سره د جاهلیت د دورې هغه ناوړه دودونه  چې د لور زېږېدنه په کې شرم او عار ښکارېده او ژوندۍ به يې په ځمکه کې ښخوله، له منځه ولاړ او ښځو ته يې ژوند ور په برخه کړ. همدارنګه د اسلام دین د ژوند په ټولو ابعادو کې ښځو ته حقوق او امتیازات ورکړي دي او د بشري ټولنې د نیم بدن په توګه يې له نارینه وو څخه کمې نه دي ګڼلي. لکه څرنګه چې پیغمبر صلی الله علیه و سلم له سړیو څخه بیعت اخیستی همدارنګه له ښځو څخه يې هم بیعت اخیستی دی. د اسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه و سلم د مور د لوړ مقام په اړه فرمايي چې جنت د مور و پلار تر قدمونو لاندې دی او همدارنګه نارینه وو ته سپارښتنه کوي چې له خپلو ښځو سره نېک او ښه سلوک وکړي او هغه څوک چې له مېرمنو سره ښه سلوک کوي، هغه يې بهترین او کامل انسان ګڼلی دی. الله جل جلاله په قرآن عظیم الشأن کې ښځه د نارینه لباس او نارینه يې د ښځې لباس یاد کړی دی. دا چې لباس د عورت د پټولو، د ګرمۍ او یخنۍ د دفع کولو، ښکلا ، عزت او شخصیت د ساتلو وسیله او نشانه  ده، نو ښځینه او نارینه وو ته په  کار ده چې یو تر بله د دغه لباس درناوی او عزت وکړي اوپاک او سُتره يې وساتي.

د اسلام په صدر کې ښځو د اسلام د دین په تبلیغ، ترویج او خپرېدو کې ستره ونډه اخیستې ده. پر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم باندې لومړی ځل ښځې یعنې بي بي خدېجې ایمان راوړ، حضرت بي بي عایشه د اسلام له لومړنیو عالمو مېرمنو څخه وه چې زرګونه احادیث يې روایت کړي دي. بي بي سمیه د اسلام لومړنۍ ښځینه شهيده ده. همدا ډول  بي بي فاطمه، بي بي مریم او بي بي آسیه د اسلامي تاریخ د مشهورو مېرمنو په نامه پېژندل شوي دي.

ښځه د بشري ټولنې نیمه برخه ده، په هغو ټولنو کې چې د ښځو حقوق او حیثیت تر پښو لاندې وي، طبیعي ده چې نیمه ټولنه به ورسره پایمال او فلج وي. ښځې د ژوند په ټولو چارو کې د پیاوړي استعداد او صلاحیت خاوندانې دي. موږ او تاسې ته څرګنده ده چې آن نالوستې مېرمنې هم د کورنۍ په نظم او دسپلین کې ډېر ښه او عالي مدیریت تر سره کوي. په زیاترو ځایونو کې لیدل شوي چې حتی ښځو د سړیو بار او مسئولیت په اوږو اخیستی او د کورنۍ په ښه روزنه کې د پلار تر څنګ د مور له نقش څخه هم سترګې نه شي پټېدلای. د دې تر څنګ ښځه د کورني اقتصاد په پیاوړتیا کې هم ډېر مهم نقش لري. کله چې په ټولنه کې د تعلیم سطحه لوړه شي، نو بیا ټولنه په دې پوهیږي چې ښځې هم د نارینه وو په شان د کار کولو وړتیا او استعداد لري. که څه هم زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه د ښځو د حقوقو رعایت ته زیاته پاملرنه شوې ده، خو د څلوېښت کلن جنګ، فقر، مهاجرت او د پوهې او تعلیم د ټيټې سطحې له امله څرنګه چې لازم دي د ښځو ستونزې نه دي هوارې شوي، د داسې یوې ورځې په هیله چې نه یوازې د ښځو ستونزې حل شوي وي، بلکې  د افغانستان ټول وګړي په یو سوله ییز او مرفه چاپېریال کې ژوند وکړي. ظلم، وحشت، بربریت، زورګويي، فساد او غصب نه وي او د هېواد بچیان په ډاډه زړه، زده کړې وکړي او د هېواد او خلکو رښتینې خادمان شي.

په درنښت

ستاسې له پاملرنې مننه

څېړنوال دكتور عبدالظاهر شكيب

د افغانستان د علومو اكاډمي د رياست سرپرست