د افغانستان علومو اکاډمي د وړ او مستعدو کادرونو د جذب لپاره یو شمېر کادري بستونه د آزادې سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري
Publish Date
Closing Date
Location
کابل
په شرایطو برابر نوماندان کولای شي چې د نوم لیکنې فورم د علومو اکادمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت څخه د ۵۰۰ افغانیو په بدل کې تر لاسه او د لوړو زده کړو وزارت له تاییدۍ څخه وروسته د خپل وروستي فراغت د ډیپلوم اصل او رنګه کاپي، ټرانسکریپ، تذکره او دوه قطعې عکسونو سره مل تر ۴/۱۰/۱۴۰۳ ل نېټې پورې د علومو اکاډمۍ د کارکوونکو د چارو آمریت ته وسپاري.
د داخلې شرایط:
نوماند که د لیسانس سند ولري، عمر یې باید له ۲۸ کلونو څخه زیات نه وي؛ که د ماسټرۍ او دوکتورا سند ولري، عمر یې باید له ۳۵ کلونو څخه زیات نه وي.
د یونیسکو له رسمي ژبو څخه پر یوې ژبې بشپړ تسلط لري.
د تحصیلي دورې لږ تر لږه (۸۵٪) سلنه د نومرو اوسط ولري.
پته:
کابل، شهرنو، د علومو اکاډمۍ مرکزي دفتر، د شهرنو د تېلو ټانک ته مخامخ.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېره اړیکه ونیسئ: 0202201227
د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک تعقیب کړئ....