هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

Ezatullah_admin
Sat, Jul 25 2026 11:56 AM
هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکز د جنوبي اسیا د مطالعاتو انسټیټوټ آمر معاون سرمحقق ضیاءالحق ضیا د بشري علومو په معاونیت کې د علمي غړو او د ارزونې د هیئت په حضور کې د (هند او پاکستان د دوامدرو شخړو د رېښو، لاملونو او اغېزو څېړنه) تر سرلیک لاندې خپل علمي ـ څېړنیز کنفرانس وړاندې کړ.

د کنفرانس په پیل کې ښاغلي ضیا د بین المللي اړیکو په رڼا کې پر دوامداره شخړو لنډه رڼا واچوله او بیا یې د هند او پاکستان د دوامدارو شخړو د ريښو او لاملونو په اړه په جلا جلا توګه هر اړخیز بحثونه وکړل. نوموړي د دې شخړو د سترو لاملونو په توګه په نیمه وچه کې د بریتانیې استعماري میراث او تمدني اختلافونه، د کشمیر پر سر اختلاف، متضاد ملي هویتونه، د پاکستان پوځ، هندوتوا ملتپالنه، هستوي وسلې، امنیتي معما، د ځواک نسبي انډول او دوه اړخیز ډیټیرینس په ګوته او په دې اړه یې اړین توضیحات ورکړل.

همدارنګه ښاغلي ضیا پر هند او پاکستان، سیمه او افغانستان د دغې شخړې اغېزې په هر اړخیزه توګه وڅېړلې او زیاته یې کړه چې که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ د ۳۸ میلیارډه ډالرو سوداګرۍ ظرفیت شته، خو د نظامي ټکرونو او په ځانګړې توګه په ۲۰۲۵ز.کال کې د پهلګام له پېښې وروسته نن ورځ دا سوداګري صفر ته راټيټه شوې ده. همدارنګه د دواړو هېوادونو له خوا دفاعي اړتیاوو ته د سترو مالي سرچینو د ځانګړي کولو له امله روغتیایي او تعلیمو برخو زیات زیان لیدلي او د دواړو هېوادونو پر انساني پرمختګ یې خورا منفي اغېزې کړې دي: پاکستان د انساني پرمختګ په شاخص کې ۱۶۸ او هند ۱۳۰ درجه راغلی دی.

ښاغلي ضیا پر جنوبي اسیا او افغانستان هم د دې شخړې اغېزې په هر اړخیزه توګه وڅېړلې او زیاته یې کړه چې د دې شخړې له امله د جنوبي اسیا سوداګریز دهلیزونه او ځمکنۍ ترانزېټي لارې بندې شوې دي چې له امله یې د دې سیمې د هېوادونو ترمنځ خپل منځي سوداګري (د دوی د ټولې سوداګرۍ د برخې په توګه) له پنځو سلنو کمه شوې او خپل منځي سیمه ییزه سوداګري یې له اټکل شویو ۶۷میلیارډه ډالرو څخه یواځې ۲۳ میلیارډه ډالره پاتې شوې چې له امله یې دا سیمه د نړۍ په کچه په یو له ډېرو لږ ادغام شوې سیمې بدله شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې د هند او پاکستان د دوامداره شخړو د احتمالي ګواښونو د مخنیوي له امله د سیمې نورو هېوادونو هم خپلې سترې مالي سرچینې دفاعي اړتیاوو ته ځانګړې کړې دي چې په پایله کې یې ۳۸ سلنه وګړي بې وزله پاتې شوي او د نړۍ په کچه د ۴۱سلنه بې وزله خلکو کور ګرځېدلی دی.

څېړونکي د کنفرانس په وروستۍ برخه کې د ګډونوالو پوښتونو ته قانع کوونکي ځوابونه وویل او په پای کې د ارزونې د کمېسیون له لورې د رایو په اتفاق سره مثبت و ارزول شو.

Latest news

Wed, Mar 04 2026 12:04 PM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

Sat, Dec 06 2025 11:51 AM
Background image

Afghanistan Quarterly Journal has been Published

Afghanistan Journal, operating under the Center for Social Sciences within the Deputy Directorate of Humanities of the Afghanistan Sciences Academy, is a scholarly and quarterly. . .

BACK TO NEWS