د «کوچیان» اثر مخکتنه وشوه

Ezatullah_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۰ - ۹:۲۱
د «کوچیان» اثر مخکتنه وشوه

د استاد حبیب الرحمن د اثر (کوچیان) د مخکتنې غونډه د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علامه احمد علی کهزاد د سیمینارونو او کنفرانسونو په تالار کې د شنبې په ورځ ترسره شوه.

دغه اثر په زرو ټوکونو کې د نوي فکر له خوا په ۳۲۷ مخونو کې چاپ شوی دی.

غونډه د قرآنکریم په تلاوت او د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه.

د علومو اکاډمي عمومي رئیس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکیب په خپلې پرانيستونکې وینا کې وویل، کوچيان زموږ د ګران هېواد هغه قشر دی چې په دې خاوره کې د انساني ژوند له پیله له تراوسه پورې د افغانستان د اصلي او بومي وګړو په توګه ژوند کوي. کوچی زموږ د ټولنې هغه پاړکی و او دی چې د هېواد په ښېرازۍ او سوکالۍ کې يې ارزښتمنه ونډه لرلې ده. دوی د هېواد د سيارو ساتونکو په توګه د وطن هره سيمه ساتلې او پاللې ده. د افغانستان په لرغوني او معاصر تاريخ کې يې د سترو امپراتوريو په جوړولو او ړنګولو کې هم ونډه لرلې ده. د هغوی د کار، زيار او هڅو برکت وو چې د افغانستان ښاري او نورې کليوالي سيمې د هغوی له محصولاتو برخمنې وې.

ده زياته کړه، کوچيانو د دې ترڅنګ چې د افغانستان په مادي بډاينه کې خپل رول په سمه توګه ادا کړی دی، په معنوي برخه کې يې هم نقش له هيچا پټ نه دی. د هغوی غني کلتور د دې خبرې ښه ښکارندوی دی. دوی په خپلو ارزښتمنو دودونو او رواجونو سره افغاني فرهنګ او کلتور لا پسې رنګين کړی دی.

د هغه په وينا، د کوچيانو شمېر، د هغوی غني کلتور او دا چې دوی زموږ د هېواد په ابادۍ او سرلوړۍ کې څومره نقش لرلی، دې ټولو ته په کتلو، د يوه داسې اثر ليکلو ته په اوس وخت کې مبرم او اشد ضرورت و چې وکښل شي، له نېکه مرغه دغه وياړ اوسمهال د استاد حبیب الرحمن په برخه رسېدلی دی.

دکتور شکيب وويل، د افغانستان د علومو اکاډمي په هېواد کې د لوړې علمي- تحقيقي مرجع په توګه ژمنه کوي چې د کوچي قوم په باب به خپلو علمي- څېړنيزو چارو ته لا ډېر پام اړوي او په دې اړه به د دوی د رښتيني ژوند د جوتولو په اړه شته تشه تر ډېره ډکه کړي. دغه راز به دوی د کوچيانو چارو د سمون لوی رياست د کارمندانو د ظرفيت لوړولو، له هغوی سره د خپلو علمي تجربو شريکولو او هم له هغوی سره په تحقيقي برخو کې همکاريو ته چمتو دی او په نږدې راتلونکي کې به د دواړو خواوو د اړيکو د پیاوړي کولو او علمي- څېړنيزو برخو کې د عملي او ګډ کار کولو لپاره هوکړه ليک لاسليک شي.

د جمهور رئيس فرهنګي سلاکار استاد اسد الله غضنفر د ياد شوي کتاب د ځانګړنو په اړه وویل، د «کوچيان» اثر نثر ساده او روان دی، د دې ډول نثر ښه والی په دې کې دی چې لوستونکي ته په لوستلو کې دلچسپي پیدا کوي. بله دا چې دا اثر يو جامع اثر دی چې د کوچیانو تاریخ، اقتصاد، فولکلور، ادبیاتو، جامو او داسې نورو موضوعاتو په کې انعکاس موندلی دی. ځوان څېړونکي کولی شي له دې کتاب څخه په الهام اخیستو د دې اثر په هر څپرکي علمي او تحقیقي کار وکړي.

نوموړي د ياد شوي اثر د ليکلو د ضروت په اړه وويل، کوچی مظلوم قشر دی، هغه قشرونه چې ډېر محروم دي، اواز يې سم نه اورېدل کېږي، د دوی اواز اوچتول عدالت دی او دا کار په دې کتاب کې شوی دی. بله دا چې د کوچيانو په اړه ويل کيږي چې هغوی کرار کرار مېشت کېږي، نو د هغوی په اړه ليکنې به د راتلونکو نسلونو د کوچي قشر د پېژندلو لپاره ضروري وي.

د هغه په وينا، که د کوچي قشر په اړه نور مواد راټول او څېړڼې پرې وشي، نو دا به زموږ ادبیاتو او فرهنګ ته مهم مواد برابر کړي.

د ملی دفاع وزارت مرستیال او سرپرست شاه محمود میاخېل له ليکوالو او پوهانو وغوښتل چې خپل يادداشتونه وليکي او چاپ يې کړي، ترڅو راتلونکي نسل ته د اوسني وخت معلومات انتقال شي.

نوموړي د «کوچيان» اثر په اړه وويل چې د کتاب ليکوال په دې کتاب کې زياتره له ساحوي څېړنې استفاده کړې او دا يو ښه روش دی.

استاد نجیب منلی وویل، په قانون کي د کوچيانو پر مېشتولو ټینګار شوی، خو دا موضوع لا نور بحث او فکر کولو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، د «کوچيان» اثر ليکوال د دې قشر په اړه مهم کتاب وليکه، اوس دا د ځوانو ليکوالو کار دی چې په دې اړه لا نورې څېړڼې او پلټنې وکړي. دغه راز د کوچيانو د ژوند اړخونه دې د علمي او اکاډميکو مرکزونو له خوا وڅېړل شي او په دې سره دې د افغانستان د اوسنۍ ستونزې لپاره افغاني حل لاره را ووېستل شي.

د علومو اکاډمي د بشري علومو د برخې مرستیال څېړنپوه دکتور محمد علم اسحاقزي وويل، کوچيانو يو مهال د هېواد دوه په درې محصولات چمتو کول، خو اوس يې متأسفانه څړځايونه غصب شوي، هيله ده هغوی ته د خپلو څړځايونو د ورکولو په اړه اقدام وشي.

په غونډه کې د پکتیا پوهنتون رئیس پوهندوی دکتور سید ولی جلالزي، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ګل پاچا مجیدي، د علومو اکاډمي د تاریخ انستیتوت آمر څېړنپوه دکتور محمد شریف ځدراڼ د ياد شوي کتاب په هکله خبرې وکړې او د کوچیانو په اړه يې معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د «کوچيان» اثر مخکتنه وشي او هم د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز له خوا د کتاب ليکوال ته ډالۍ ورکړل شوه.

د غونډې په پای کې استاد حبیب الرحمن له علومو اکاډمۍ څخه د مننې کولو ترڅنګ وویل، د نړۍ زياتره هېوادونه کوچيانو ته په مثبت تبعیض قايل شوي دي، هیله ده په افغانستان کې هم کوچیانو ته په مثبت تبعیض قایل شو.

خو نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې کوچيان بډای کلتور لري، له ليکوالو او څېړونکو ګيله وکړه، چې د دې قشر په اړه، لکه څنګه چې لازمه ده، ليکنې او څېړنې نه دي کړي، هيله ده په دې باب په راتلونکي کې پاملرنه وشي.

نوموړي له دولت څخه کوچيانو ته د څړځايونو د بېرته ورکولو وړانديز وکړ، ځکه په وينا يې، کوچيانو ته څړځایونه داسې دي، لکه ماهي ته چې اوبه دي.

د «کوچيان» اثر ليکوال په راتلونکي کې د کوچيانو په اړه د لا نورو څېړنو د ترسره کولو او کتابونو د چاپولو ژمنه وکړه.

بايد وويل شي چې پر ياد شوي اثر څېړنوالې عاطفې نورستانۍ، څېړنوال سيد نظيم سيدي، دکتور اجمل ښکلي، څېړنوال شهزاده توحيدمل او څېړنيار محمد اسحاق مومند هم مقالې ليکلې وې.

غونډه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ د مرستيال محمد یعقوب احمدزي په دعايې پای ته ورسېده.

د يادولو ده چې د غونډې په اوږدو کې د کوچيانو د ژوند تصوير د يوه مستند فلم په توګه وړاندې شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل

د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي فرید الدین محمود پرون په خپل ریاست کې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو علمي او فرهنګي اشخاصو د استازو له راغلي پلاوي سره وکتل. یادو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۵۶
Background image

د ټولنې په اصلاح او روزنه کې د رسنيو رول

د افغانستان د علومو اکاډمۍ د بشري علومو معاونيت د ټولنيزو علومو ریاست د ژورناليزم انستيتوت آمر څېړنوال محمد داود ناظم د څېړنپوه علمي رتبې ته د لوړاوي لپاره له لايحې سره سم خپل علمي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۰:۴۰
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۳ ل کال د وری میاشتې پر ۱۴ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

BACK TO NEWS