د افغانستان د علومو اکاډمي په وړاندیز او د جمهوري ریاست د منظورۍ پر اساس هر یو
- څېړنپوه دکتور سید محی الدین هاشمي د پښتو څېړنو نړیوال مرکز د رئیس
- څېړنوال وجیه الله شپون د دایرة المعارف مرکز د رئیس
- څېړنوال محمد انور فايز د لرغون پېژندنې د مرکز د رئيس
- او څېړندوی مطیع الله ساحل د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي منشي په توګه معرفي شول.
دوی نن (د ۱۳۹۹هـ. ش کال د قوس ۲۳مه) رسماً خپلې چارې پيل کړې چې د لوی رب له درباره ورته د لا زياتو خدمتونو غوښتونکي یو.