د دوشنبې ورځ د آزموینې د پایلو خبرتیا!
د علومو اکاډمۍ د ریاضي، فزیک او تخنیک او د کیمیا، بیولوژي او زراعت مرکزونو د دو شنبې ورځ ( ۶/میزان/۱۴۰۵ ) نېټې د نوماندانو د مسلکي آزموینې پایلې په لاندې لینک کې کتلی شئ.
هغه نوماندان چې خپلو پایلو په اړه اعتراض لري، له اعلان شوي نېټې څخه وروسته د درې کاري ورځو په ترڅ کې خپله عریضه د علومو اکاډمۍ د کادري آزموینې کمېټې ته وسپاري.
د یادونې وړ دی هغه نوماندان چې په مسلکي آزموینه کې بریالي شوي دي، د ژبې د آزموینې په اړه دې د راتلونکې خبرتیا تر خپرېدو پورې انتظار وباسي.
