د سلګونو فولکلوريکو او ولسي سندرو ډالۍ

Ezatullah_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۷ - ۱۳:۱۹
د سلګونو فولکلوريکو او ولسي سندرو ډالۍ

کابل، د ۱۳۹۹هـ. ش د سلواغې ۷مه

د افغانستان د علومو اکاډمي ته د ختیځ ادبي بهیر له خوا سلګونه فولکلوريکې او ولسي سندرې ډالۍ شوې.

د ختيځ ادبي بهير مشر ضیاءالدين همت مل د دغو سندرو فايلونه، نن (سه شنبه) د افغانستان د علومو اکاډمي عمومي رئيس څېړنپوه دکتور عبدالظاهر شکېب ته وسپارل.

ښاغلي شکېب د ختيځ ادبي بهير له مشر څخه مننه وکړه چې دغه ولسي زېرمه يې د علومو اکاډمي په واک کې ورکړه.

ده وويل، دغه فولکلوريکې سندرې د پښتو ژبې يوه بډايه برخه ده چې د علومو اکاډمي په فولکلوري ارشيف کې به خوندي شي او د فولکلوري څېړنو په برخه کې به څېړونکي له دې موادو استفاده کوي.

ښاغلي همت مل بیا ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به دغه ډول نور مواد هم د علومو اکاډمي په واک کې ورکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

مجلهٔ افغانستان به چاپ رسید

مجلهٔ افغانستان که تحت اثر مرکز علوم اجتماعی، معاونیت علوم بشری در اکادمی علوم افغانستان فعالیت می‌کند، یک نشریهٔ علمی و فصلی است که مقالات علمي-تحقیقي را به زبان انگلیسی در عرصه‌های. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۱۲:۵۴
Background image

د علومو اکاډمۍ د علمي شورا غونډه

د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي شورا خپله نوبتي غونډه د ۱۴۰۴ ل کال د لړم میاشتې پر ۶ مه نېټه ترسره کړه. په دې غونډه کې د علومو اکاډمۍ د بېلابېلو علمي برخو د علمي کادر د غړو علمي –. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۵:۶
Background image

په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه

د افغانستان د علومو اکاډمي د طبیعي – تخنیکي علومو معاونیت د کیمیا، بیولوژي او زارعت مرکز علمي غړي څېړنوال خلیل الرحمن بارکزي (په هېواد کې د تولیدي او توریدي سرو په اړه څېړنه) تر سرلیک. . .

BACK TO NEWS